تازه ګانی

logo

«حرام ده که زما جومات کې امامت وکړي….!« هغه قسم چې پر ځای نشو

هرات ـ پیک حقیقت سنجوونکی زمری ۱۴ کال ۱۴۰۰

د ارشاد حج او اوقافو وزیر هغو ملاامامانو او دیني علماوو ته چې د طالبانو ملاتړ کوي، په خطاب کې قسم یاد کړچې له دې وروسته نشي کولای د جومات له منبر څخه د دښمن په ګټه تبلیغ وکړي. خو تراوسه یې څرک نه لګي.

د ارشاد حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي د (۱۴۰۰ کال زمري په ۹ ) په مستقیم ډول د هرات د ګاذر ګاه جومات ملا امام نوم یاد کړ ویې ویل:

«هر عالم چې دښمن سره یو ځای دی، زموږ په کار نه دی. که چېرې چلوټۍ کوي. موعظه کوي، هر کار چې کوي، قسم مې کړی چې نه یې پرېږدم، زما په جومات کې حرام دی چې هغه دې امامت وکړي یا خطابت وکړي.»

هغه قسم چې نه یوازې پرځای نشو، بلکې د هرات د ګاذر ګاه جومات د ملا امام مولوي مجیب انصاري له جدي غبرګون سره هم مخ شو. د حلیمي دغه غصه هغه وخت را وپارېده چې په وینا یې، مولوي انصاري له هغه یوه ورځ مخکې د یوشمېر سیمه ییزومشرانو په منځګړتوب له امیر اسماعیل خان څخه غوښتي وو چې د طالبانو پروړاندې له جګړې لاس واخلي.

ښاغلي انصاري د حج او اوقافو وزیر له خبرو څو ساعته وروسته هم غبرګون وښود او په یوه تصویري ویډیو کې یې چې په ټولنیزو شبکو (ټویټر او فیسبوک کې ) خپره شوه، وویل:

«والله العظیم، څو چې یو څاڅکی وینه په بدن کې ولرم، حق وایم او تاسو هېڅ هم نشي کولای…»

هغه غبرګون چې وروستیو څو ورځو کې یې په ټولنیزو شبکو کې پراخه غوغا جوړه کړې ده.

یو شمېر خلکو، مدني فعالانو او کاروونکو د دواړو خواوو د ویډیو ګانو، نقدو نظرونو په خپرولو سره، د دغې موضوع په اړه ویلي  او له حکومت څخه یې پوښتلي چې ولې نه دی توانیدلی عملي ګام پورته کړي؟

د هرات ولایت مدني فعال سید اشرف وايي چې په کراتو د حکومتي چارواکو او د سیاسي او پوځي رقیبانو ترمنځ د دا ډول لفظي شخړو شاهدان وو؛ خو د وخت په تېرېدو سره کمې شوې او هېڅ عملي اقدام یې نه دی لرلی.

د هرات پوهنتون شرعیاتو پوهنځي استاد عبدالرووف مخلص هم له طالبانو سره هم نظري د افغانستان له خلکو سره ښکاره دښمني بللې، وايي چې د هېواد د نافذه قوانینو  او د هېواد د جزا کد له مخې، هر څوک چې له دښمن سره فزیکي، مالي او تبلیغاتي همکاري وکړي، باید ونیول شي او تر عدلي او قضايي څار لاندې ونیول شي.

د هرات ولایت د ارشاد حج او اوقافو رییس عبدالخالق حقاني هم د پیک خبریال سره په خبرو کې مني چې ښاغلی انصاري تراوسه د ګاذرګاه جومات امامت کوي.

د نوموړي په وینا، مولوي انصاري د دغه بنسټ پروړاندې هېڅ ډول رسمي موقف نه لري؛ خو د ګاذر ګاه جومات دغه بنسټ کې ثبت دی او د دغه جومات اوبه او برېښنا د حکومت لخوا تمویلېږي.

ښاغلي حقاني د دغې پوښتنې په ځواب کې چې ولې تراوسه د حج او اوقافو وزیر په تړاو هېڅ عملي اقدام نه دی شوی؟ څه نه وايي. خو په هرات کې د سیاسي او مدني فعالانو په باور، مولوي انصاري داسې څوک نه دی چې په اسانه ورڅخه پوښتنې ګروېږنې وشي.

د سیاسي چارو شنوونکی نور محمد برزین پردې باور دی چې مولوي انصاري د بهرنيو سازمانونو او حتی مرکزي حکومت کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو له قوي ملاتړ څخه برخمن دی او له همدې امله، د حج او اوقافو وزیر خبرې چندان اغېز نه لري او نشي کولای هغه محاکمې ته راکاږي.

څرنګه چې د ارشاد حج او اوقافو وزارت ویاند نور اغا حقیار هم پیک خبریال سره په خبروکې، د کره او سم ځواب ورکولو پر ځای څنډه ته کېږي او د دغه وزارت لومړۍ شمېر کس له خبرو سره په مطلق تضاد کې وايي چې مولوی انصاري په رسميت نه پېژني.

په همدې حال کې د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد منِ چي تراوسه د مولوي انصاري د نیولو په برخه کې هېڅ اقدام نه دی شوی؛ خو په دې اړه چې ولې نه دی شوی؟ په اړه یې څه نه وايي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی هم ټینګار کوي چې تراوسه د ارشاد حج او قافو وزارت لخوا دوی ته هېڅ رسمي مکتوب نه دی رسېدلی او که چېرې داسې شکایت موجود وي، ژر به یې په اړه اقدام وکړي.

د مولوي انصاري سکرټر نصیر احمد نیازی هم د ګاذرګاه جومات خطیب په خبرو کې ټینګار کوي وايي چې د انصاري دریځ د ده په خپلو خبرو کې روښانه دی او نه غواړي له دې زیات په دې اړه وغږېږي.

خبریال: محمد یونس رووفي

..

د لاسته راوړنې په توګه د شمېرو زیات ښودل، ناسم دي

هغه شمېرې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ټول هېواد کې د فعاله رسنیو په اړه اعلام کړې، ناسمې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد قاسم وفايي زاده د چنګاښ په ۱۶ د چارشنبې په ورځ د د نشراتي کیفیت ښه والي  او د رسنیو فعالیت قانون منده کېدو مشورتي غونډه کې، په ټول هېواد کې د فعال او غیر فعال دولتي او خصوصي رسنیو د فعالیت په اړه شمېرې وړاندې کړې چې حتی د دغه وزارت د اطلاع رسولو مسؤولینو له وړاندې شو یو شمېرو سره مطابقت نه لري.

په دغه غونډه کې د دغه وزارت سرپرست په ټول افغانستان کې د رسنیو شمېر (۳۵۷۷ ) بیان کړ او زیاته یې کړه:

«۲۴۸ ټلویزیونونه، ۴۳۸ فعال راډیو ګانې او ۱۶۶۹ چاپي او انلاین رسنۍ فعالیت لري.»

خو له دغې غونډې یوه ورځ وروسته، د د غه وزارت د اطلاع رسولو مسؤولینو د پیک خبریال د اطلاعاتو غوښتنې په ځواب کې داسې ولیکل:

«نږدې ۱۱۷ ټلویزیونونه، ۲۴۶ راډیو ګانې او ۱۱۵۵ چاپي او انلاین رسنۍ فعالیت کوي.»

دغه معلومات نه یوازې د سرپرست وزیر له خبرو سره ورته نه لري، بلکې له هغه څو چنده زیاتې دي چې د رسنیو ځینو بنسټونه یې وړاندې کوي.

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ مشر عبدالمجیب خلوتګر وايي چې اوسمهال په ټول هېواد کې شاو خوا ۵۰۰ فعاله رسنۍ نشته؛ خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت غواړي د ناسمو معلوماتو په وړاندې کولو سره، ځان ښودنه وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مشر احمد قریشي هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا ډول اطلاع ورکول، له مسؤولیت څخه تېښته بللې، ویې ویل چې دغه وزارت تر نن پورې نه دی توانېدلی حد اقل په ټول هېواد کې د خبریالانو او رسنیو کره معلومات په واک کې ولري.

ښاغلي قریشي په داسې حال کې چې په هېواد کې د فعاله رسنیو په اړه معلومات وړاندې نه کړل؛ خو زیاته یې کړه چې وروستیو څو کلونو کې سلګونه رسنۍ د ناامنیو او د دولت  د وسله والو مخالفینو د ممانعت له امله تراوسه بندې دي.

څرنګه چې په یو شمېر ولایتونو کې د خصوصي رسنیو مسؤولین، د روان کال په ترڅ کې د جګړو او نا امنیو له امله د فعالیتونو بندېدو خبره کوي.

په بدخشان ولایت کې د بهارک سیمه ییزې راډیو مسؤول شفیق الله شریفي د پیک خبریال ته وايي:

«له تېرو څو ورځو راهیسې، د نښتو او طالبانو پرمختګ له امله، زموږ د راډیو فعالیت بند دی.»

په بغلان ولایت کې د ارمانشهر سیمه ییزې راډیو مدیر مسؤول شفیق الله شریفي هم وروستیو دوه ـ درې اوونیو کې د فعالیتونو بندېدو خبره کړې او زیاته کړې یې ده چې یو شمېر خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو  هم په دغه ولایت دندې پرې اېښي دي.

د بغلان سیمه ییزې راډیو مسؤول راز محمد رحیمي وايي چې د غبرګولې په ۱۰ د دفتر ټول وسایل او لوازم یې د دغه ولایت امنیه قوماندانۍ مخې ته د ځانمرګي برید له امله، په بشپړ ډول له منځه لاړل او نشراتي فعالیت نه لري.

د هېواد په ځینو برخو کې د نښتو او تاوتریخوالي زیاتوالي پردوام، د «نی» دفتر تېره اونۍ په ځینو ولایتونو کې د ۲۰ سیمه ییزو رسنیو د بندېدو خبره وکړه او زیاته یې کړه چې ځینې رسنۍ هم د طالبانو په غوښتنه نشرات کوي.

له دې ټولو سره، په کابل کې یو شمېر خبریالان او مدني فعالان پردې باور دي د حکومت لخوا د ضد او نقیض شمېرو په وړاندې کولو سره، د لاس ته راوړنې په توګه نه یوازې د شمېرو زیات ښوول، بلکې په دولتي بنسټونو کې په دنده کې له مسؤولیت څخه تېښته ده.

خبریال حسین ایوبي پردې باور دی داطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا ورکړل شوي اطلاعات، د پراخ ملاتړ ښکاره کولو او شمېرو زیات ښوولو او یاهم په دغه وزارت کې مالي او اداري فساد له امله دي.

څرنګه چې مدني فعال شهرام رحماني هم په ټول هېواد کې د خبریالانو او رسنیو کره شمېرې په اړه نه پوهېږي او د رسنیو او مدني فعالانو د دغې ستونزې اړیکه او سرګرداني، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسؤولینو له نه همغږۍ سره تړاو کې بولي.

..