تازه ګانی

logo

د قرنطین دویمه طرحه، پایله یې برعکس

کابل ـ ۱۳۹۹ چنګاښ ۱۸

په هېواد کې د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي په موخه، د کسب او کار تنظیم (قرنطین) څخه نږدې یوه میاشت تیریږي؛ خو د هرې ورځې په تېرېدو سره، په ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه د ټولنیز واټن له رعایت او ماسک له نه اچولو سره ډېرېږي.

«د کرونا له امله د فلاکت پړاو کې د کسب او کار د تنظیم طرحه» د روان کال غبرګولې په ۱۸ د کرونا پروړاندې د مبارزې د څارنیزې کمېټې لخوا اعلام شوه. هغه کمیټه چې پکې د عامې روغتیا، کورنیو چارو، کار او ټولنیزو چارو وزارتونه، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، د کابل والي او د خصوصي سکټورونو استازي یې د تطبیق څارنې غړي دي.

په عمومي ځایونو کې د ماسک اچول، د دوه متر واټن رعایت کول، په کور کې د ډېر عمر لرونکو کسانو پاته کېدل،  د دغې طرحې له مهمو برخو الزامي بلل شوي وو. خو پوښتنه دلته ده چې (خلکو او مسؤولینو) دواړو د دغې طرحې الزامیت څومره جدي ګڼلی دی؟  هغه پوښتنه چې حتی مسؤول بنسټونه او د دغې طرحې ناظرو په دې اړه قانع کوونکی ځواب نه دی وړاندې کړی.  د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې د دغې طرحې تطبیق، یوازې د دغه وزارت مسؤولیت نه دی او عمومي مشارکت ته اړتیا لري. نوموړی زیاتوي:« د دغې طرحې تطبیق له سراسري مشارکت پرته ستونزمن دی، خو کرار کراربه عملي شي.»

ښاغلي ارین په داسې حال کې د خلکو له مشارکت سره په تدریجي ډول د تطبیق خبره کوي چې د هېواد په ملي شورا کې د ځینو استازو په باور، برعکس هره ورځ پرحکومت باندې د خلکو د بې باورۍ له امله نه پاملرنه او ګڼه ګوڼه زیاتېږي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې سایمه خوګیاڼۍ وايي:«دا عادلانه نه ده، د خلکو ستونزې په پام کې نه دي نیول شوې او له دغې طرحې سره که چېرې خلک کرونا مړه نه کړي، لوږه به یې مړه کړي.»

  د خلکو د دغو استازو په وینا، له یوې خوا ناوړه اقتصاد او د سرچینو د سم مدیریت نشتوالی، د دې لامل شوی چې خلک پر حکومت باور ونه کړي او د ګرځېدو د محدودیت دغې طرحې ته هم پام ونه کړي.

په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازی شرف الدین عیني هم په بې اوبو او بې ډوډۍ خلکو باندې د اوونیو او میاشتو قرنطین دوام، د وزلو خلکو له خولې د ډوډۍ تښتولو په مانا بولي او حکومت د کرونا پروړاندې د مبارزې په برخه کې د بهرنیو مرستو مدیریت په برخه کې په بې وسۍ تورنوي.

نوموړی، دغه راز له خلکو غواړي چې د ځان او کورنۍ د خوندیتوب لپاره، روغتیايي لارښوونې په پام کې ونیسي او ټولنیز واټن رعایت کړي.

هغه غوښتنه چې د کابل ښار د شپږمې ناحیې اوسېدونکی ۵۷ کلن محمد امان په وینا خپله یې نشي عملي کولای.

دغه بې وزلی چې له یو ټایره کراچۍ سره، د کابل ښار بازارونو کې د ورځې حتی ۱۰۰ افغانۍ هم نشي ګټلی؛ د نهه کسیزې کورنۍ یوازینی نفقه برابرونکی دی چې د شپې ورځې ډوډۍ له پیداکولو پرته، بل غم نه لري.

*کله چي د لسو ډوډیو پیسې نشم پوره کولای، له کومه یې کړم چې په لس یا شلو افغانیو ماسک واخلم».

۲۷ کلن عبدالله چې د کوټه سنګي په بازار کې د ترکارۍ په اخیستو بوخت دی؛ نه یې ماسک اغوستی ا و نه یې دوه متره واټن رعایت کړی او په کرونا ویروس باندې چندانې باور هم نه لري. نوموړی وايی چې نور قرنطین نشته او نشي کولای چې هره ورځ ماسک واخلي.

په ښاري موټرو کې د فزیکي واټن نه مراعات کول، په پلازمینه کې د قرنطین د نقض موارد او ننګونه بلل شوې ده.  څرنګه چې د کابل ښار ترافیکو مسؤولینو د کال په لومړیو درې میاشتو کې د جریمې عوایدو د زیاتوالي خبره کړې ده.

د کابل ښار ترافیکو د تاسیساتو مدیر سمونیار سید محمد د پیک خبریال ته وویل چې د قرنطین په دغه موده کې یوازې د موټر چلوونکو د جریمې پیسې له ۱۱ میلیون افغانیو زیاتې دي او دغو جریمو په موټر چلوونکو باندې ښه اغیز کړی دی.

ښاغلي سید محمد په دې اړه نور جزییات ورنه کړل؛ خو د دغه بنسټ مسؤولینو په قول د ځینو ورځپاڼو راپورونه ښيي چې د تېر کال په ورته موده کې د چلوونکو له جریمې ترلاسه شوي عواید، د ورځې سل تر درې سوه زره افغانیو وو.

په همدې حال کې د کابل والي ویاند ناصر مهري وايي چې په کراتو خلکو ته خبرداری ورکړل شوی؛ خو تراوسه څوک نه دي جریمه شوي او دوی غواړي چې د عامه پوهاوي، لارښوونو او خبرداري له لارې، خلکو سره چلند وکړي.

په داسې حال کې چې د قصد، سهوې یا خطا له مخې، د خطرناکو ناروغیو خپرول، د هېواد د جزا په کود کې جرم بلل شوي او عاملین یې په زندان او کم یې تر درې زرو افغانیو په جریمه محکوم شوي دي. (د جزا کد لومړی څپرکی ۸۱۷او ۸۱۸مادې)

ښاغلی مهري، د قرنطین طرحې ته پاملرنه، د خلکو یو مسؤولیت بللی او د پلازمینې له ټولو اوسېدونکو غواړي چې د ځان، کورنۍ او نورو د خوندیتوب لپاره ټولنیز واټن مراعات کړي.

خبریال: شاه محمود اندیشور

..

هغه لوستی چې د غلا په تور، په مرمۍ بدرګه شو

کابل ـ ۱۳۹۹ د چنګاښ ۹

د کابل پولیسو د عبدالقدیر فکورپه نوم ځوان مسافر د خلکو د پيسو او موبایلونو د غلا په تور د څلورمې ناحیې اړوند د وحدت اباد په سیمه کې، په مرمۍ باندې ټپي او نیولی دی.

د کابل امنیه قوماندانۍ د چنګاښ په ۳ مه په خپلې رسمي فیسبوک پاڼې کې خبر ورکړ.

«یوه حرفوي غله په داسې حال کې چې د څو تنو پيسې او موبایلونه یې غلا کړي وو او د تېښتې په حال کې وو، د څلورمې حوزې ګزمې پولیسو لخوا ټپي او نیول شوی دی».

د کابل پولیسو د درې تنو د شکایت او ادعا له مخې، په خپله  رسمي فیسبوک پاڼه کې چې نږدې ۱۵۰ زره  تنه کتوونکي لري، ښاغلی فکور، حرفوي غل بللی او دغه خبر له زرو زیاتو کسانو خوښ کړی.

د دغه خبر له خپرېدو وروسته، یو شمېر خلکو اوکاروونکو په ټولنیزو شبکو کې د دغه خبر له لاس په لاس کولو او د نیول شوي کس د عکسونو او خاطرو له خپرېدو سره، د پولیسو په دغه کار باندې په کلکه نیوکه کړې ده.

ځینو حقوقي او مدني فعالانو او د پارلمان غړو هم، د دغې قضیې په کره څېړلو ټینګار کړی دی.

فکور، څوک دی؟

د محمد زوی عبدالقدیر فکور چې په وینا یې ۲۴ کلن دی او د غور ولایت اصلي اوسېدونکی دی. تېرکال د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي څخه فارغ شوی دی او څو ورځې مخکې، د ترانسکرپت اخیستو په موخه له غور څخه کابل ته راغلی دی.

ټولګیوال یې فیصل ناصري په خپله فیسبوک پاڼه کې کاږلي:

«ښاغلی فکور زموږ د پوهنتون په څلور کلنه دوره کې پوه او د نیکو اخلاقو څښتن لرونکی ؤ».

په و لسي جرګه کې د غور د خلکو استازی عبدالظاهر تمیم وايي چې ښاغلی فکور په کابل پوهنتون کې د غور ولایت محصلینو استازی او د خپل ټولګي ممتاز زده کوونکی ؤ.

د ټپي کېدو او نیول کېدو کیسه

له دغې پېښې د دوه درې ورځو  په تېرېدو سره مو ښاغلی فکور په کابل کې د غوریانو سراسري شورا په دفتر کې ولید د  پولیسو لخوا یې د ټپي کېدو او نیول کېدو په اړه داسې وویل:

«په هغه ورځ مې د تره زوی د ټینګار له امله چې د لومړي ځل لپاره کابل راغلی ؤ، چکر ته ووتلو، باغ بالا ته لاړو او د بېرته  ستنېدو پرمهال کله چې له باغ څخه ښکته خواته راتلو څو د بادام باغ سړک ته راشو او کوټه سنګي ته لاړشو، کله چې د عبدالله بن مسعود جومات ته نږدې شو، نا څاپه ډزې وشوې او موږ جومات ته منډه کړه څو له مرمۍ ځان وساتو. د جومات په زینو کې نه وو پورته شوي چې مرمۍ مې په لاس او پښه ولګېدې او هغه شیبه کې ملا امام او د سیمې څو تنو نورو زما ټپونه تړل، په خپله مې د پولیسو ۱۱۹ شمېر ته زنګ وواهه …».

ښاغلی فکور زیاتوي چې څو شیبې وروسته،د پولیسو څلورمې حوزې مسؤولین سیمې ته ورسېدل او له یوې درملنې او تلاشۍ وروسته یې، د غلا په تور څلورمې حوزې ته ولېږدولو. د پولیسو څلورمې حوزې مسؤولین په دې اړه خبرو ته حاضر نشول.

نوموړی په داسې حال کې چې اوس د غوریانو سراسري شورا په ضمانت په موقتي ډول د پولیسو له توقیف څخه خوشي شوی، زیاتوي چې له خپل موبایل پرته، بل هېڅ شی ورسره نشته چې دجرم ثابت کوونکي وي.

په  سیمه کې ځینې عیني شاهدان د پیک خبریال ته وايي حتی کوم چاقو یا قیچي هم ورسره نه وه.

د سیمې اوسېدونکي سیر عطايي، ښاغلی فکور او د تره زوی دواړه په داسې حال کې لیدلي چې په وینا یې له  کوڅې د جومات پر لور روان وو چې د پولیسو د ډزو پرمهال یو یې ټپي شو او دی هم مرستې ته ورغی.

د دغې سیمې ځینې اوسېدونکي هم، د دغې پېښې په  اړه د پولیسو کړنه غیر قانوني بللې وايي چې پولیس پرته  له دې چې د سیمې خلکو ته پام وکړي، له  یو شاجور زیاتې مرمۍ یې د خلکو د کورونو پر لور وویشتې.

خو د کابل امنیه  قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز بیا قضیه دا ډول بیان کړې ده:

«غلو د څو تنو د موبایلونو او پیسو له غلا کولو وروسته، په پولیسو ډزې کوي او نښته رامنځ ته کېږي چې په پایله کې یو غل ټپي کېږي، وسله، پيسې او غلا شوي موبایلونه یوه بل (د فکور د تره زوی) اخلي او تښتي».

هغه څه چې ښاغلی فکور، دوستان، ټولګیوال او په کابل کې د غوریانو سراسري شورا ځینې غړي هغه ناسم بولي.

 اصلي مقصر(مجرم) څوک دی؟

د حقوقي او پوځي چارو ځینو شنوونکو د کابل پولیسو دغه چلند د قانون خلاف بللی او زیاتوي چې پولیس په خلکو باندې د مخامخ ډزو (هغه هم په استوګنیزمحل) حق نه لري.

د پوځي چاروشنوونکی عتیق الله امرخیل وايي چې پولیس باید په لومړي قدم کې کس په نښه کړي چې ایا مجرم دی او که نه؟ وروسته ورته اخطار ورکړي او کله چې پولیس پوه شي چې ژوند له ګواښ سره مخ نه دی،د ډزې کولو حق نه لري.

دحقوقي چاروشنوونکی وحید فرزه یې زیاتوي چې پولیس له مجرم سره د مخامخ کېدو په صورت کې، که چېرې نه تسلمېږي،  کولای شي د مجرم د بدن په هغو برخو ډزې وکړي چې ژوند ته یې زیان ونه رسېږي.

په داسې حال کې چې د عیني شاهدانو په وینا، هغه ځای کې ښاغلی فکور ټپي شوی او پولیسو ډزې کړې، ترمنځ یې واټن نږدې ۵۰۰ متره اټکل کېږي. خو داچې دغه واټن کې غل څرنګه په نښه شوی؟ د کابل پولیس یې په اړه څه نه وايي.

ښاغلي فرامرز د درې تنو د ویډیو ګانو په ښوولو سره وايي چې دغو کسانو شکایت ثبت کړی وو.

په دغه ویډیو کې درې تنه ځوانان لیدل کېږي چې د یوه پولیس د پوښتنو په ځواب کې وايي چې پيسې او موبایلونه یې غلا شوي؛ خو د چا په ځانګړي ډول (فکور) نوم یې نه دی اخیستی.

سره له دې چې د پيک خبریال، هر هغه سند چې د ښاغلي فکور جرم شاهد وي یا یې ثابت کړي، د کابل امنیه قوماندانۍ له ویاند څخه وغوښتل خو ښاغلي فرامرز په دې اړه هېڅ ډول سند یا مدرک وړاندې نه کړ.

نوموړي زیاته کړه چې په دې اړه د کورنیوچارو وزارت لخوا پلاوی ټاکل شوی او د پلاوي څېړنې تراوسه نه دي نهايي شوې.

په همدې حال کې ښاغلي فکور د پولیسو دغه چلند ځان لپاره سپکاوی بللی او د هغو  کسانو د محاکمې غوښتنه یې کړې چې هغه یې په مرمۍ ویشتل او په غلا یې تورن کړی دی.

ځینې مدني او حقوقي فعالان، په کابل کې د غوریانو سراسري شورا او ولسي جرګه کې د غور استازی هم پردې باور دي چې د پلاوي د څېړنو له پای ته رسېدو او تورن کس بې ګناهۍ له ثابتېدوسره، د کابل پولیس باید په خپله فیسبوک پاڼه کې د ښاغلي فکور د نیول کېدو او ټپي کېدو د خبر پردوام، خپله تېروتنه او بخښنه هم خپره کړي.

خبریال: شاه محمود اندیشور

..

په  افغانستان کې د کرونا یو پر درېیمه برخه ازموینې، ضایع او تری تم کېږي

کابل ـ ۱۳۹۹ ـ چنګاښ ۷

په داسې حال کې چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت، یوه میاشت مخکې د ټول هېواد په روغتونونو کې تر دوه زره تنو پورې د کرونا ویروس ورځنیو ازمېښتونو د ظرفیت لوړولو خبره کړې وه؛ خو په تیره یوه میاشت کې، د دغه وزارت لخوا ورکړل شوې شمېره تر دوه زره کسانو پورې نه دي رسېدلې.

د عامې روغتیا وزارت په انټرنټي شبکو(وټس اپ ګروپ کې ) د ورځني ورکړل شوي جدول شمېرو له مخې، په ټول هېواد کې په منځنۍ کچه د کرونا ناروغۍ ورځنۍ شمېره نږدې ۱۲۰۰ ازمېښتونو ته رسېږي.

د غبرګولې په ۲۲ لوړه شمېره د ورځې  ۱۸۸۸ ازمېښتونه او کمه شمېره  د چنګاښ په څلورمه د ورځې ۶۵۱ شمېره ثبت شوې ده.

څه باندې میاشت مخکې، د عامې روغتیا پخواني وزیر فیروزالدین فیروز د افغان جاپان روغتون څخه د لیدنې پرمهال په ورځ کې د دوه زره ټسټونو په ترسره کولو باندې د ټینګار په خواکې ویلي وو چې د ازمویښتونو پایلې به تر ۴۸ ساعتونو پورې د خلکو په واک کې ورکړل شي.

د هېواد په روغتونونو کې د کرونا ازمېښتونو ورځنیو شمېرو څخه د پیک حقیقت موندنې ښيي چې په منځنۍ کچه د دوه زره ژمنه شویو څخه ۳۷ سلنه یې تری تم دي او ډیری عادي وګړو په دوه شپو ورځو کې، د خپلو ازموینو پایلې نه دي ترلاسه کړې. د عامې روغتیا وزارت مسؤولین د دغې تري تم شوې شمېرې په اړه ډېر جزییات نه ورکوي.

د  دغه وزارت ویاند اکمل سمسور تاییدوي چې د ورځې دوه زره ازموېښتونه ترسره کېږي؛ خو یوازې ۵ تر ۶ سلنه یې مني چې د نمونې اخیستو او ناسمې ساتنې  له  امله، ضایع کېږي او د تري تم شویو ازمېښتونو په اړه څه نه وايي.

خو د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسي رییس ډاکټر عبدالقدیر قدیر د (چنګاښ ۲ د دوشنبې په ورځ) د یوه کورني خصوصي ټلویزیون په یوه پروګرام کې وویل چې دغه وزارت، په ورځ کې د دوه زره ازمېښتونو ظرفیت لري؛ خو یوه ورځ هم دومره شمېره نه ده ثبت شوې ده.

نه یوازې رسمي جدول د مسؤولینو له دغو خبرو سره ورته والی نه لري، بلکې یو شمېر خلک، مدني فعالان او د ولسي جرګې غړي هم د هېواد په روغتونونو کې د کرونا د سلګونه نمونو د تري تم والي خبره کړې.

د  کابل ښار دویمې ناحیې اوسېدونکی رحمن صالحي په داسې حال کې چې دوه اوونۍ وړاندې یې د کورنۍ یو غړی په کرونا ویروس د اخته کېدو له امله له لاسه ورکړی، د پیک خبریال ته وايي:

«له یوې میاشتې زیات وخت کېږي چې ټولې کورنۍ مو ټسټ ورکړی دی، تراوسه یې د مثبت او منفي پایلو څرک نه لګي…».

رسنۍ او ټولنیزې شبکې (فیسبوک، ټویټر او  …) هم په دې شپو ورځو کې، د کرونا په ازموېښتونو د پایلو ځنډېدو، تري تم کېدو او ګنګوسو څخه خالي نه دي او ځینو کاروونکو حتی د ناسمو پایلو ترلاسه کولو خبره کړې ده.

د کابل ښار لسمې ناحیې اوسېدونکی ۲۶ کلن خدایداد وايي چې له کومې ازموينې پرته یې د کرونا پایله مثبت ترلاسه کړې. په داسې حال کې چې په وینا یې روغ رمټ دی او دکرونا هېڅ ډول نښې یې په وجود کې نشته.

د مسیح په نوم یوه کاروونکي د پیک په فیسبوک پاڼه کې د ورځنیو خپرو شویو شمېرو په  پای کې لیکلي دي:

«څه باندې لس ورځې کېږي چې ټسټ مې ورکړی دی، خو تراوسه یې پایله نه ده معلومه شوې…».

نه یوازې پلازمینه کې، بلکې د ولسي جرګې د ځینو غړو په وینا، د کرونا ازمېښتونو ترسره کولو لپاره هېڅ روغتیايي خدمات نشته.

په ولسي جرګه کې د میدان وردګو ولایت استازی مهدي راسخ، په دغه ولایت کې دکرونا تشخیص دستګاه د نشتوالي خبره کړې، وايي حتی ځینې چې له ولسوالیو مرکز ته راځي، له ازموینې او د ټسټ له اخیستو پرته خپلو ولسوالیو ته ستنېږي.

په  همدې حال کې د فراه د عامې روغتیا رییس عبدالجبار شایق وايي:

«موږ نمونې د هرات ولایت ته لېږو او پایلې یې تر ۱۴ ورځو  پورې ترلاسه کوو…».

د دغه ولایت بل استازی عبدالستار حسیني وايي چې څو ځلې یې له مرکزي حکومت څخه په  دغه ولایت کې د تجرید ګاه جوړولو او کرونا تشخیص دستګاوو د اکمال غوښتنه کړې؛ خو چا غوږ هم نه دی ورباندې ګرولی.

د عامې روغتیا وزارت په منځنیو قدمو ( ریاستونو او امریتونوکې) د سم مدیریت او څارنې نشتوالی، د دغې ستونزې له مهمو دلایلو څخه دي چې د افغانستان د روڼتیا څار ډلې په یوه څېړنه کې یې یادونه شوې ده.

د دغه بنسټ ویاند ناصر تیموري، ټینګارکوي چې د اطلاع رسولو نشتوالی، په دغه بنسټ کې د فساد لپاره د زمینې برابرولو بل دلیل دی کوم چې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د ځنډ لامل شوی دی.

د افغانستان د مدني ټولنو د شبکې مشر عزیز رفیعي هم، د عامې روغتیا وزارت مسؤولینو لخوا د کره معلوماتو د نشتوالي په برخه کې د اندېښنې په څرګندولو سره زیاتوي چې په  هېواد کې کرونا ته د ځانګړو شویو پیسو د لګښت په اړه تراوسه هېڅ خبر نشته.

په همدې  حال کې د عامې روغتیا نوي وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني په دې وروستیو کې د یوې خبري غونډې پرمهال رسنیو ته وویل چې له دې وروسته، په هېواد کې د کرونا تشخیص او درملنه، له لابراتواري حالت څخه کلنیکي حالت ته اوښتې او هغه کسان چې مالي وړتیا لري، کولای  شي په خصوصي کلنیکونو او روغتونونو او هغه کسان چې سم اقتصاد نه لري، په دولتي روغتونونو کې به یې تشخیص او درملنه وشي.

د عامې روغتیا وزارت لخوا د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله، تراوسه د هېواد په  روغتونو کې نږدې ۷۰ زره ازمېښتونه شوي چې له دې جملې، د څه باندې ۳۰ زرو تنو پایله، مثبت اعلام شوې ده.

دغه راز، د دغه وزارت شمېرې ښيي چې تراوسه د کرونا ویروس له امله نږدې ۷۰۰ تنو په کرونا ویروس باندې د اخته کېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او لس زره تنه ښه شوي دي.

خبریال: شاه محمود اندیشور

..

د چقر سریال خپرول یا منع، څه ستونزه لري؟

کابل ـ ۱۳۹۹ د غبرګولې ۱۹

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: « د چقر سریال باید بند شي!»

طلوع:«پېنځه کسه شکایت لري، میلیونونو لیدونکي لرو…»

په هېواد کې چې په کرونا د اخته کسانو د مړینې او د سولې او  جګړې له خبرونو چې تېر شو، د کابل ښار له کوڅو نېولې تر فیسبوک،  رسنیو او … له تېرو دوه اوونیو راهیسې د «چقر» سریال دویم څپرکي هم لیدونکي دي او هم  ورباندې تبصره او نقد کوي.

سره له دې چې په افغانستان کې د خصوصي ټلویزیونونو ډیری پروګرامونه د بهرنیو سریالونو خپرول دي؛ خو د ترکیې په سینما  کې جوړ د چقر یا (چکور) په نوم سریال چې دوه کاله مخکې یې لومړی څپرکی له فارسي دوبلې سره د طلوع خصوصي ټلویزیون څخه خپور شو، اوس د دغه ټلویزیون د مسؤولینو په وینا په هېواد کې د ننه او بهر یې د  میلیونونو لیدونکي پام ځان ته اړولی دی.  چقر یا ګودال (کنده) د ترکیې په استانبول ښار کې د یوې سیمې نوم دی او د چقر سریال داستان هم په دغه سیمه کې د نشه يي توکو له مافیا سره د دغې سیمې د یوې لویې کورنۍ د وسله والې مبارزې روایت دی چې تر ډېره له تاوتریخوالي، نښتو او وینې توییدو سره مل دی.

له کوچني اختر راهیسې د چقر سریال دویم څپرکي له پیل سره، نه یوازې دا چې د شپې لخوا  میلیونونه  کسان یې ګوري، خو یو شمېر خلک، دیني علما، ،شنوونکي او د چارو مسؤولین، د طلوع خصوصي ټلویزیون له لارې یې بیا خپرول، د وینا له ازادۍ ابزاري ګتنه او د افغانستان خلکو فرهنګ ضد یې بولي.

خو د رسنیو او ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو (فیسبوک او ټویټر) کې د «#د ـ چقر ـ سریال ـ ته ـ نه» کمپاین له پیل کولو سره ادعا کړې چې د دغه سریال خپرول د تاوتریخوالي، قلدري او جنايي جرمونو زیاتوالي لامل کېږي او د ټولنې رواني سلامتیا به زیانمنه کړي.

د امید فرزام په نوم یوه کاروونکي په خپله  فیسبوک پاڼه کې له دغه کمپاین سره د دوستانو د یوځای کېدو سربېره کاږلي:

«زموږ د ښار په کورونو او کوڅو  کې د ناوړه چلند او تاوتریخوالي فرهنګ د زده کړې او رواجولو په برخه کې د چقر سریال ونډه بابېځه نه ده. هیله ده د دغه سریال له لیدو ډه ډه وکړئ او حکومت هم باید په دې اړه مسؤولانه چلند وکړي».

په ټویټر او  فیسبوک کې د دغه کمپاین له لاس په لاس کېدو خوشبینۍ او بدبینۍ هم له ځان سره  لرلې دي. څرنګه چې ځینو یې په اړه داسې  کومنټونه کړي دي:

«ګران وروره! که چېرې د سریالونو  خپرول د تلویزیون مالک په واک کې دي، د ټلویزیون ریموټ کنټرول ستا په لاس کې دی».

ځینې ادعا کوي د چقر سریال بیا  خپرولو ډیری ځوانان او تنکي ځوانان ګمراه کړي او په ځلونو په  سیمه  کې د نورو د ځورونې لامل شوي دي.

د کابل ښار په کوڅو او پس کوڅو په دیوالونو  باندې د چقر  سریال شعارونه او نښې، د هغه مستندونو بېلګه ده، چې د نیوکه کوونکو په باور، د تنکیو ځوانانو او ځوانانو  په منځ کې د سریال شخصیتونو او څېرو سره د لېوالتیا ښکارندوی ده.

د کابل  څلورمې ناحیې اوسېدونکې ۴۵ کلنه رخشانه چې په یوه خصوصي ښوونځي کې ښوونکې ده او د پینځو تنکیو ځوانانو او ځوانانو مور هم ده ، وايي: «۱۶ کلن زوی مې همدې کوڅه ډبو او  لنډغرو وواهه او موبایل یې هم ترې واخیست، اوس له کوره نه بهر کېږي…».

نوموړې په حکومت او  په ځانګړې ډول اطلاعاتو او فرهنګ وزارت باندې نیوکې سره غواړي چې د رسنیو په  خپرونو څار ولري او په تصویري رسنیو کې د ګمراه کوونکو پروګرامونو مخنیوی وکړي.

هغه غوښتنه او شکایت چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسؤولینو په وینا، د لسګونه  او سلګونه خلکو لخوا په دغه وزارت کې ثبت  شوې.

د اطلاعاتو  او  فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال عبدالمنان شیوای شرق وايی چې حتی له کوچني اختر مخکې او  د چقر سریال دویم څپرکي د خپرېدو له پيل سره، خپله یې د انلاین لارې  طلوع ټلویزیون ته رسمي لیک واستولو او د سریال بندلو غوښتنه یې وکړه؛ خو نه یوازې  داچې دغه امر او غوښتنې ته يې هېڅ درناوی ونه کړ،  بلکې تراوسه یې خپرولو ته یې دوام  ورکړی.

ښاغلی شرق، دغه راز ټینګارکوي چې د طلوع ټلویزیون مسؤولینو د نه پاملرنې په صورت کې به،  محکمې ته د رسنۍ  جواز د لغو کولو وړاندیز  ولېږي.

هغه څه  چې د طلوع ټلویزیون مسؤولین یې غیر قانوني بولي او د دغې موضوع د حل یوازینۍ مرجع (د رسنیو د سرغړونو د څېړلو کمېسیون) بولي.

 د طلوع ټلویزیون د خپرونو مسؤول مسعود سنجر د پیک خبریال ته وايي:« موږ خپل ټولنیز مسؤولیت ترسره کړی او د سریال خپرېدو پرمهال مو له ۱۶ کلنۍ ښکته لیدونکي ممنوع اعلان کړي؛ خو دا هم سمه نه ده چې د پېنځو کسانو شکایت له  امله دې سریال بند شي او په میلیونونو لیدونکي له لاسه ورکړو».

 سره  له  دې چې دواړه خواووې د موضوع پر قانوني حل ټینګار کوي؛ خو د ځینو  حقوق دانانو په باور،  اصلي ستونزه د هېواد د ټولنیزو رسنیو په  نافذه قانون کې ده.

د افغانستان د خبریالانو خوندیتوب کمېټې حقوقي سلاکار محمد قاسم رحماني، د ټولنیزو رسنیو قانون ۴۵ مادې ته په نغوتې سره، د طلوع له ټلویزیون څخه د اطلاعاتو  او فرهنګ وزارت غوښتنه غیر قانوني بللې، وايي چې هر ډول فیصله او  پرېکړه د رسنیو سرغړونو کمېسیون لخوا کېږي. هغه کمېسیون  چې د رسنیو، مدني ټولنې حقوقي او  دولتي بنسټونو  له  پلاوي جوړ شوی او د رسنیو  جنجالونه له کره څېړلو وروسته،  پرېکړې لپاره عدلي او  قضايي بنسټونو ته استوي. ښاغلی رحماني، د هېواد د ټولنیزو رسنیو قانون ۴۵ ماده د دا ډول سریالونو او  پروګرامونو خپرولو او یا نه خپرولو په برخه کې  اجرايي ضمانت نه لري  او ټینګار  کوي چې دغه موضوع حتی د هېواد په جزايي کد کې هم جرم نه دی بلل شوی.

 د دغه قانون ۴۵ مادې په  اتم بند کې راغلي: « هغه اثار  او مطالب چې د ټولنې د افرادو په تیره ماشومانو او تنکیو ځوانانو رواني  امنیت او اخلاقي سلامتۍ ته زیان ورسوي، قانوني جواز نه لري».

د اطلا عاتو او فرهنګ وزارت مسؤلین هم،  د ټولنیزو رسنیو  قانون  د ۴۵ مادې په  تعدیل ټینګار کړی؛ خو داچې کله به  د هېوا  پارلمان ته د تصویب لپاره  ورسېږي؟ څه نه  دي ویلي.

ځینې دیني علما او د چارو شنوونکي هم پردې باور دي چې د سریالونو  په څېر د نورو هر ‌ډول وارداتي ټلویزیوني تفریحي پروګرامونو خپرول، د خلکو له فرهنګ، مذهب او قانون سره په ټکر کې باید ممنوع شي.

په همدې حال کې دولسي جرګې دیني او فرهنګي کمېسیون مني، چې د هېواد د ټولنیزو رسنیو نافذه قانون کې ځینې اخلاقي، دیني او فرهنګي اصول په پام کې نیول  شوي دي؛ خو دغه اصول او معیارونه شاخص بندي شوي نه دي او  له همدې امله هم، په ډېرو مواردو کې، اعتراضونه او شکایتونه د خلکو او ځینو بنسټونو او سازمانونو لخوا شوي دي.

د دغه کمېسیون غړی محمد علي اخلاقي وايي چې تراوسه د چقر د منځپانګې په اړه نه پوهېږي او لیدلی نه دی؛  خو په  اړه یې شکایتونه  او نیوکې ترلاسه کړې چې د ټولنیزو رسنیو قانون ۴۵ مادې تعدیل کې به و  کارول شي.

د ښاغلي اخلاقي په باور، د قانون  لرل، یوازې د ستونزو حل لار نه، بلکې لوی او  اساسي شرط او د هرې رسنیزې، حقوقي، جزايي ستونزې حل او … «قانون تطبیق او واکمنۍ» ده چې هغه هم په  هېواد کې د لویو سیاسي، امنیتي او کرونايي ننګونو له امله ، ورځ تربلې پرشاتګ لري.

خبریال عبدالمطلب فراجي

..

هره ولسوالي به د کرونا یو تجرید ځای ولري؟

کابل ـ ۱۳۹۹ غبرګولې ۳

د افغانستان په هره ولسوالۍ کې د قرنطین مرکز  یا تجرید ځای  جوړولو لارښوونه، حتی یو سلنه هم نه ده عملي شوې. دغه لارښوونه، د ۱۳۹۹ کال غويي په ۱ نیټه د دوشنبې په ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا په ارګ کې د هېواد ولسوالانو سره د لیدنې پرمهال د عامه روغتیا وزارت ته شوې وه.

په دغه غونډه کې ولسمشر غني ویلي وو چې له سیمه ییز امکاناتو څخه په ګټنې سره دې په هره ولسوالۍ کې ۲۰ تر ۵۰ بسترونو د تجرید ځای یا قرنطین یو مرکز جوړ شي.

خو د دغې لارښوونې څخه د میاشتې په تېرېدو سره، د هېواد د مرکزي، شمال او لوېدیځ زونونو په ۷۰ ولسوالیو کې د پیک حقیقت سنجونې موندنې د دې ښکارندوی دي چې تراوسه حتی په یوه ولسوالۍ کې  یو مرکز هم په عملي ډول نه دی جوړ شوی.

د هېواد په لوېدیځ زون کې سیمه ییزو چارواکو، د دغه ولایت په (ادرسکن،زنده جان،کشک، رباط سنګي او کهسان) ولسوالیو کې د پېنځو مرکزونو جوړولو لپاره یوازې د ۱۰۰ چپرکټونو د ترلاسه کولو خبره کوي او زیاتوي چې هغه هم د نورو امکاناتو او تجهیزاتو د نشتوالي له امله، هغه ځای چې په پام کې ورته نیول شوی وو، نه دي ځای پرځای شوي.

د هرات ولایت زنده جان ولسوال حاجي جمعه ګل پیک خبریال سره د ټیلیفوني اړیکې په ترڅ کې وايي: سره له دې چې دغې ولسوالۍ کې د قرنطین یوه مرکز جوړولو لپاره د یوه ښوونځي ودانۍ په پام کې نیول شوې او ۲۰ چپرکټونه یې ترلاسه کړي؛ خو تراوسه په دې برخه کې بل هېڅ کار هم نه دی شوی.

د نوموړي په وینا، په دغې ولسوالۍ کې د کوید ـ ۱۹ لسګونه شکمنې او اووه مثبتې پېښې ثبت شوې او ورباندې اخته کسان هم په کور کې قرنطین دي.

ښاغلي جمعه ګل زیاته کړې: «له تجهیزاتو څه پوښتې، زموږ ډاکټران حتی محافظتي جامې نه لري».

په همدې توګه په مرکزي زون کې، د بامیان ولایت کهمرد ولسوال محمود سیغاني وايي چې د عفوني ضد مایع، کاغذي دستمال او دستکش اخیستو لپاره له ۵۰ زره افغانیو پرته، دغې ولسوالۍ ته بل څه نه دي رسېدلي.

دغه راز، د پنجشیر د خنج ولسوال میرویس شجاعي، وايي چې دغې ولسوالۍ کې د قرنطین مرکز جوړولو لپاره د تجهیزاتو او امکاناتو څرک نه لګېږي.

په شمال ختیځ زون کې د بدخشان ولایت د ارغنچ خواه ولسوال نوروز حیدري چې خپله هم په کرونا ویروس اخته او کور کې قرنطین دی، پیک خبریال سره په ټیلیفوني اړیکه کې وايي:

«دلته امکانات نه لرو. نه کوم ځای په پام کې نیول شوی او نه موږ ته د قرنطین مرکز جوړولو لپاره د تجهیزاتو په نوم څه رسېدلي دي».

د تجرید ځای جوړولو په برخه کې د چارو د مسؤولینو نا غيړي او نا امني، د ولسمشر غني د لارښوونې نه عملي کېدو د ځنډ لامل شوې. څرنګه چې د فراه ولایت پشت کوه ولسوال احمد شعیب معصومي په دغې ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا امنیتي ګواښونو له امله د هر ډول امکاناتو نشتوالي خبره کوي او وايي چې تراوسه یې د قرنطین مرکز په نوم هېڅ تجهیزات نه دي ترلاسه کړي.

داچې په ټول هېواد کې د ۳۶۴ ولسوالیو له جملې، څومره یې د طالبانو او داعش تر واکمنۍ، څومره یې امنیتي ګواښونو لاندې او څومره نورو کې به یې حکومت د دغو مرکزونو په جوړولو بریالی وي؟ د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د وټساپ په پیغام خونه کې کاږلي:

«په ټولو برخو کې د تطبیق وړ دي، ځینې سیمې چې پکې ګواښ او جګړه ده، فکر کوم وضعیت متفاوته دی».

بل پلو په ملي شورا کې د خلکو استازي، د عامې روغتیا وزارت مسؤولین د هېواد په ولسوالیو کې د قرنطین مرکزونو فعالولو په برخه کې په ناغېړۍ تورنوي او وايي چې د سیمه ییزو چارواکو د دوګوني چلند او سالم مدیریت نشتوالي له امله، په هېڅ ولسوالۍ کې هېڅ مرکز نه دی فعاله شوی.

په ولسي جرګه کې د میدان وردګو ولایت د خلکو استازی محمد مهدي راسخ، سره له دې چې د کرونا ویروس پروړاندې د مبارزې په برخه کې د حکومت دغه کړنه ستايي؛ خو ټینګار کوي چې د عامې روغتیا وزارت مسؤولینو نا غېړۍ له امله، د دغه ولایت په هېڅ یوه ولسوالۍ کې د قرنطین مرکز جوړولو په برخه کې هېڅ کار نه دی شوی.

 بل پلو، د کابل د خلکو استازې شینکۍ کړوخیل پردې باور ده چې د هېواد په ډېرو ولسوالیو کې د قرنطین مرکزونو جوړول به په کرونا ویروس باندې د خلکو نا باورۍ او روغتیايي لارښوونو نه رعایت کولو له امله به بې ځایه لګښت وي.

هغه لګښت چې د ملي پراختیا شرکت ویاند مصطفی نوید په وینا، یوازې ۲۰۲ میلیون افغانۍ د ۲۷ زره چپرکټونو (کمپل، توشک، روجايي او بالښت) برابرولو لپاره د هېواد ولسوالیو کې د قرنطین مرکزونو جوړولو لپاره لګول شوې چې ډېر ژر به ولېږدول شي.

خو د قرنطین مرکزونو جوړولو په برخه کې له ځنډ او ناغېړیو سره، د خلکو ځینې استازي اندېښنه لري چې د خلکو لخوا کوچني اختر په درشل کې د قرنطین ماتېدونکي وضعیت او د هېواد په ټولو ولسوالیو او بازارونو کې د فزیکي واټن نه رعایت کولو ته په پام سره به زیات شمېر خلک ورباندې اخته شي.

خو د هېواد د عامې روغتیا وزارت، په درې پړاوونو کې ولسوالیو کې د تجرید ځایونو پر تطبیق ټینګار کړی او د هېواد ولسوالیو په کچه د اویا زره بسترونو چمتو کولو خبره کوي.

د دغه وزارت مرستیال احمد توحید شکوهمند وايي چې دغه مرکزونه په درې پړاوونو (مرکزجوړول او بسترونو ځای پرځای کول، کاري ځواک روزنه او غوره کول او د پرسونل ګومارلو) په برخه کې په فعالیت پيل وکړي او د مګړۍ، ولسوالیو کې د مرکز جوړولو لومړی پړاو او تجهیزاتو لېږد او ځای پرځای کول تر کار لاندې دي.

خو د دغه پروګرام له اعلام څخه د یوې میاشتې په تېرېدو او په هېواد کې په کرونا ویروس باندې د اخته کسانو شمېر زیاتوالي، د دغو پړاوونو بشپړول چې څو ورځې، اوونۍ او میاشتو کې به ترسره شي؟ مشخصه نېټه وړاندې نه کړه.

د هېواد د عامې روغتیا وزارت لخوا د ور کړل شویو تازه شمېرو له مخې، نن شنبه (د ۱۳۹۹ غبرګولې ۳) له ۱۰ زره زیات کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې له دې جملې تراوسه  ۲۱۶ تنه یې مړه شوي او ۱۰۴۰ نور روغ شوي دي.

خبریال: شاه محمود اندیشور

..

هغوی چې د شپې ډوډۍ نه لري، له کرونا وېره هم نه لري

کابل ـ ۱۳۹۹ غویي ۱۳

د کابل ښار قرنطین له اعلام څخه نږدې دوه میاشتې تېرېږي؛ خو تراوسه سلګونه بې وزلې کورنۍ چې د شپې ورځې ډوډۍ نه لري، د حکومت له ژمنه شویو مرستو نه دي برخمنې شوې.

حکومتي مسؤولینو د کابل ښار قرنطین په لومړیو ورځو کې اعلام وکړ چې ټولو اړمنو سره به مرسته وکړي.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري د روان کال وري په ۳۰ د یوې خبري غونډې پرمهال رسنیو ته وویل:

«ټولو هغو کسانو سره چې د شپې ډوډۍ نه لري، رسېدنه مو کړې او رسېدنه  ورته کوو…».

خو له دې سره، په ښار کې د ګرځېدو او کار وبار مخنیوی، په داسې یوه ښار کې چې ویل کېږي لږ ترلږه نیمايي وګړي یې د بې وزلۍ کرښې لاندې ژوند کوي، زیات شمېر بې وزلي او اړمن ښاریان یې د لوږې له ګواښ سره مخ کړي او دغه ګواښ له  کرونا خطرناک بولي.

مروه چې ۱۲ کلنه ده، په وینا یې د قرنطین په همدې شپو ورځو کې څو شپې  په لوږه ویده  شوې، وايي:

«ړانده دې شو که چېرې یوه ډوډۍ چا موږ ته راکړې وي».

دغه ماشومه چې د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د میرزا عبدالقادر په کوڅه کې په یوه کنډواله کې اوسېږي، زیاتوي چې پلار یې په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی او مشر ورور یې د کورنۍ یوازینی نفقه برابروونکی دی، چې هغه هم د قرنطين او ګرځېدو د مخنیوي له امله کار نشي کولای او په لوږه کورکې وېده دی.

د کابل ښار د اوومې ناحیې اوسېدونکی محمد جواد چې د ټکسي چلولو له لارې یې د ژوند ورځنۍ چارې پرمخ بېولې، اوس چې ښار کې د ګرځېدو اجازه نه لري، وايي:

«کومه مرسته او مساعدت، حیران خدای ته پاته یو چې د عیال او اولادونو د شپې ورځې ډوډۍ له  کومه کړو…».

هغه ګیله چې د هغه او مروې کورنۍ په څېر، په دغه سیمه کې سلګونه نور د یوې مړۍ ډوډۍ په تمه دي کوم چې د حکومتي مسؤولینو او غیر دولتي مرستندویانو  لخوا یې ژمنه شوې؛ خو تراوسه حق حقدار ته نه دی رسېدلی.

د میرزا عبدالقادر کلا د ګذر وکیل قادر شاه هم مني چې حتی د دغې سیمې له اړمنو سره یو غنم هم نه دی مرسته شوی.

د قادر شاه په وینا په دغه سیمه کې چې له ۶۰۰ زیاتې کورنۍ ژوند کوي، له ۸۰ سلنه زیات یې کسبګر، ټکسي چلوونکي، لاس ګاډي چلوونکي او حتی سوالګر دي چې دمګړۍ ټول د شپې ورځې ډوډۍ ته احتیاج دي.

د ګذر دغه وکیل زیاتوي چې تراوسه دوه ځلې د دغې سیمې د اړمنو  کسانو نوملړ یې چمتو کړی او اړوند ناحیې ته یې سپارلی؛ خو د ورکړل شویو ژمنو په خواکې یې تراوسه هېڅ  مرسته نه ده ترلاسه کړې.

په دې ترڅ کې ځینې کورنۍ چې د حکومت له ژمنه شویو مرستو برخمنې شوې، چندانې رضایت نه لري.

د کابل ښار اوومې ناحیې اړوند ریش خور فامیلیو د ګذر وکیل محمد حشمت وايي چې په دغه سیمه کې له ۸۰۰ زیاتې اړمنې کورنۍ ژوند کوي؛ خو کابل ښاروالۍ له دغو ټولو کورنیو سره د ۱۳۶ بوجۍ غنمو مرسته کړې چې هرې کورنۍ ته حتی پېنځه کیلو غنم هم ونه رسېدل.

نوموړی زیاتوي چې هره ورځ لسګونه بې وزله او اړمنې کورنۍ یې د کور دروازې ته ورځي او ډوډۍ ورڅخه غواړي؛ خو څه نه لري او غږ یې هم  چېرې نه اورېدل کېږي.

بل پلو، ځينو اړمنو  ښاریانو چې هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې، د سیمې وکیل په خپلوۍ او قوم پالنې تورنوي وايي چې د خپلوانو او نږدې کسانو نوملړ په برابرولو سره یې، ټولې مرستې خپلو جیبونو ته اچولې دي او اړمنو کورنیو ته هېڅ مرسته نه ده رسېدلې.

څرنګه چې په دې وروستیو کې د کابل امنیه  قوماندانۍ په یوولسمه او پېنځلسمه ناحیو کې د څو ګذر  وکیلانو د نیولو خبره کړې ده.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز خبريالانو ته  د وټساپ په پیغام خونه کې لیکلي:

«د پېنځلسمې ناحیې د ګذر یو وکیل شفیق الله له  دوه همکارانو سره  یې چې ۲۰۰ بوجۍ مرسته  شوي اوړه یې غلا کړي وو، نیول شوی او قضیه تر څېرنې لاندې ده».

د چارو ځینې شنوونکي او د هېواد په ملي شورا کې د خلکو ځینې استازي هم خلکو ته د حکومت د مرستو رسولو د اندازې څرنګوالي باندې نیوکې سره،  پردې باور دي چې حکومت له  شعار او تېر اېستوونکو شعارونو پرته، عملي کار نه دی کړی.

روغتیايي لارښوونو او د خلکو ترمنځ په تیره ګڼ میشتو ځایونو کې د واټن مراعات کولو ته په  پام سره، ځینې هم د نانوايي ګانو له لارې د ډوډۍ وېش ناسم بولي او خبرداری ورکوي چې د پېنځو ډوډیو د ترلاسه کولو لپاره د لسګونه کسانو راټولېدل، مرسته نه بلکې مرګ ته  بلنه ده.

 د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي استاد سیف الدین  سیحون وايي:

«هغه  تبلیغات چې د حکومت او زور واکو لخوا کېږي،  بشپړ ډول تش او باطل دي، ځکه تل مرستې د زور واکو لخوا حیف اومیل شوې او اړمن مستحق کسان بې برخې پاتې شوي دي».

 د پوهنتون  استاد او د ټولنیزو چارو شنوونکی عزیز احمد فانوس پردې باور دی چې حکومتي مسؤولین د مرستې رسولو له  دا ډول شعارونو او بې وزله خلکو باندې د قرنطین له زیاتوالي سره، نه یوازې دا چې خلک له لوږې او کرونا نه ژغوري، بلکې تر ډېره یې بې وزلۍ او مرګ ته  راکاږي.

ښاغلی فانوس ، رسنۍ د هغو کسانو په  افشا کولو مکلف بولي چې د کرونا له پروژې  شخصي ګټنه کوي.

بل  پلو، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، سره له دې چې د اوسني ناورین پروړاندې د مبارزې په  برخه کې د دولت امکانات، ډېر لږ بولي؛ خو اړمنو سره  د څلور کیلو غنمو او پېنځو  ډوډیو مرسته هم له افتضاح زیاته نه بولي.

د دغه کمېسیون مرستیال محمد نعیم نظري، وايي چې د خلکو او دولت د ناوړه اقتصاد سربېره، په دولتي بنسټونو کې د فساد شتون هم د دې لامل شوی څو په ټولنه کې بې وزلي او بېکاري پراخه شي او فاسد کسان په  خړو کې کبان ونیسي.

ښاغلی نظري، دغه راز د حکومت او مرستندویه  بنسټونو سربېره، له ټولو بډایه هېواد والو غواړي څو خپلو شاو خوا بې وزلو کسانو سره مرسته وکړي.

..

کرونا او فیسبوکي ډاکټران

کابل ـ ۱۳۹۹ غويي ۱۱

د کرونا ویروس د وقایې د څرنګوالي په اړه ډیری لارښوونې چې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي؛ علمي سټه نه لري او د نړیوال روغتیايي سازمان لخوا نه دي تایید شوې.

په سیمه او نړۍ کې د کرونا ویروس ( کوید ـ ۱۹) له خپرېدو او افغانستان ته یې له خپرېدو سره سم، په ټولنیزو شبکو کې د ځینو کاروونکو او کسانو لخوا د دغه ویروس د وقایې او درملنې لپاره یو لړ غیر علمي لارښوونې او ناسم اطلاعات خپرېږي چې د پيک حقیقت موندنې له مخې؛ ډیری یې علمي سټه او رېښه نه لري او د نړیوال روغتیايي سازمان لخوا هم نه دي تایید شوي.

د انټرنټ په مجازي فضا په  تېره فیسبوک کې چې د رسمي سرچینو له مخې، په ټول هېواد کې شاوخوا درې میلیون کاروونکي لري؛ په دې ورځو  کې د کرونا ویروس په اړه له ډول ډول خبرونو، انځورونو او مطالبو ډک دی.

په دې ترڅ کې ځینې کاروونکي په خپله فیسبوک پاڼه کې د کرونا ویروس د وقایې د څرنګوالي، اخته کېدو د مخنیوي او په  دغه ویروس باندې د اخته کس د درملنې لپاره، له غیر رسمي او نا پېژانده سرچینو څخه د مطالبو په  خپرولو سره پردې باور دي چې د دغو لارو  چارو په کاروونې سره، کولای شو په کرونا ویروس د اخته کېدو مخنیوی وکړو.

د فیسبوک یوه کاروونکي جاسم اسلمي په خپله فیسبوک پاڼه کې په  کرونا ویروس د اخته کېدو مخنیوي لپاره، د « زعفران چای» څښلو سپارښتنه کړې او ادعایې کړې چې دغه معلومات یې له یوې ایراني سرچینې اخیستې دي چې په وینا یې، د زعفران چای څښل د بدن دفاعي سیستم پیاوړتیا او کرونا ویروس دفاع په برخه کې ګټور دي.

د پرویز حکیمي په نوم یو بل کاروونکی په داسې حال کې چې په  خپله پاڼه کې د اطلاعاتو په کره والي او نه کره والي نه  پوهېږي؛ خو ادعا کوي چې «خاک شیر» د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره ګټور دي.

د فیسبوک دغه کاروونکی په خپاره  شوي مطلب کې د دوه زره زیاتو لایکونو او کتوونکو سره وايي:

«کوم تجارت نه کوم او د پلورلو لپاره خاک شیر هم نه لرم؛ خو د ثواب په خاطر مې نشر کړي».

بل پلو په بلخ ولایت کې د یوه خصوصي پوهنتون د معالجوي طب ستاژر خیر الدین بهیر ادعا کوي چې د «پیاز» په کارونې سره یې په کرونا ویروس اخته له لسو زیات کسان چې ناوړه وضعیت کې وو، درملنه یې کړې او سلو په  سلو کې یې ورڅخه مثبته پایله ترلاسه کړې.

د ښاغلي بهیر په وینا، پیاز ته له جوش ورکولو او د دماغ له لارې یې د ۱۵ تر ۴۰ دقیقو پورې له استشمام وروسته، کیدای شي چې په کرونا ویروس اخته ناروغ ښه شي. نوموړی زیاتوي:

«څېړنه مې خپله ده؛ خو طبي استدلال نشم کولای؛ د پیاز له  تند والي مې په مستقیم ډول کرونا ویروس باندې کار اخیستی او پېنځو دقیقو کې یې اغېز کړی…».

خو د بلخ حوزوي روغتون د ناروغیو  د څارنې مسؤول ډاکټرامین شیرپور، د یوه کس لخوا په کرونا ویروس باندې د اخته کسانو د درملنې خبره ردوي او وايي چې تراوسه په مزارشریف کې په کرونا د اخته کسانو ښه کېدو دا ډول پېښه نه ده ثبت شوې او کېدای شي په ساده ناروغۍ کس ته یې، په کرونا اخته کس ویلی او درملنه یې کړې وي.

ښاغلی شیرپور په ډاګه کوي؛ تر هغې چې یوې ناروغۍ لپاره د درملو د موضوع په برخه کې تجربه او پراخه مطالعه ونشي او شواهد او مدارک د نړیوال سازمان لخوا تایید نشي، په هېڅ صورت معیاري او د منلو نه دي.

لکه د همدې او لسګونه نورو کاروونکو  په څېر، په ټولنیزو شبکو کې دا ډول لارښوونې او سپارښتنې خپروي او یو شمېر خلک هم د دا ډول چارو  په کارونې سره، ځان تېر باسي.

څرنګه چې د رسنیو فعال او  خبریال خوشحال اصفي په باور،  رامنځ ته شوي ناورین د ټولنیزو شبکو زیات شمېر کاروونکي ډاکټران او خبریالان کړي چې له شک پرته یې د اطلاع رسولو او د حقیقت او ګنګوسې ترمنځ د اصل توپیر ستونزمن کړی  او خلک یې دوه زړي کړي دي.

علمي څېړنې

د اوبو مالګې محلول، لمر ته کېناستل، تود څښاک، پياز، زعفران، خاکشیر او لسګونه نور طبي او یوناني درمل، هغه موارد دي چې د کرونا ویروس له پراخوالي سره یې ټولنیزې شبکې تسخیر کړې او د زر ګونه مخاطبو د دوه زړې کېدو لامل شوې؛ خو د نړیوال روغتیايي سازمان لخوا د شویو څېړنو او متخصصینو د وینا وو له مخې، تراوسه د نړۍ معتبره هېوادونه د دغه ویروس پروړاندې د تایید شویو او علمي حل لارو په موندلو نه  دي بریالي شوي.

په دې وروستیو کې د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د روان کال غويي په ۴ نیټه، غوره چاره او ګټوره نړیواله تجربه له تړمو اوبو او مالګې څخه کار اخیستل اعلام کړل. د عامې روغتیا وزیر په وینا، الماني پوهانو په کرونا ویروس د اخته کېدو مخنیوي لپاره، د دغې چارې وړاندیز کړی او د ژغورنې یوازینۍ لار ده چې کولای شي په کرونا ویروس د اخته کېدو او مړینې کچې راټیټه کړي.

د نړیوال روغتیايي سازمان (WHO) د راپورونو له مخې، داسې شواهد نشته چې د مالګې محلول دې په ویروس له اخته کېدو ساتنه وکړي او له هغو کار اخیستل کولای شي یوازې د ریزش د ښه والي بهیر د چټکتیا په برخه کې ګټور وي.

دغه راز، د انتاني روغتون د انتاني برخې متخصص فرید الله عمري وايي چې د دغه سازمان د څېړنو له مخې، د کرونا ویروس کولای شي د حرارت په ۵۶ درجو کې په نیم ساعت کې له منځه لاړشي چې دغه درجه دانسان لپاره خطرناکه او له هغې ټیټه یې کولای شي یوازې د ویروس په کمزوري کولو کې مرسته کوونکې وي.

 د ښاغلي عمري په وینا، د کرونا ویروس ټوله نړۍ غافلګیره کړه او څېړنو لپاره یې مهلت ورنه کړ. نوموړی زیاتوي:

«تراوسه دکرونا له منځه وړو لپاره وړاندیز شوی محلول، کلورین، سودیم او هایدرو کلوراید  او نور انتي سپتیک بلل شوي او د ډي او سي ویټامینونه ګټور کیدلای شي».

د نیویارک ټایمز او رویټرز د راپورونو له مخې، د مالګې او اوبو غرغره نشي کولای د کرونا ویروس له منځه وړونکې اوسي.

نړیوالو رسنیو د نړیوالو پوهانو او متخصصینو له قوله کاږلي چې د میکروب ضد خاصیت لرلو سربېره د هوګې او پيازو خوړل نشي کولای د دغه ویروس پروړاندې د انسان ساتنه وکړي او  دغه راز، د کرونا د وقایې او درملنې لپاره د انتي بیوتیکو کارول هم منع شوي  دي.

 د ګنګوسو تود بازار او پر تبلیغاتو د څارنې نشتوالی

له دې سره، په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د کرونا ناورین په اړه د ګنګوسو له تود بازار سره، ځینې مدني فعالان او د چارو شنوونکي پردې باور دي که چېرې رسنۍ او د دولت مسؤول بنسټونه د اطلاع رسولو په کار کې بې پروګرامه او بې پامه نه وي، خلک هېڅکله هم ګنګوسو او کاذبو اطلاعاتو ته مخه نه کوي.

د مدني ټولنې د مجتمع مشر عزیز رفیعي وايي چې خلک د کرونا له ناورین سره مخ دي او اړتیا ده څو پوه شي چې څه پېښېږي؛ نو هر څوک چې هر ډول اطلاعات ترلاسه کوي، پرته له دې چې په کره والي او نه کره والي یې پوه شي، هغه خپروي.

ښاغلی رفیعي، د عامې روغتیا وزارت او د کرونا پروړاندې د مبارزې بیړنۍ کمېټه د قرنطين څرنګوالي او وقایې د اصل په برخه کې د کره اطلاع رسولو مسؤلین  بللي، زیاتوي:

«دا چې خلک له دولتي سرچینو لازم اطلاعات نشي ترلاسه کولای، اړ دي چې له دغه ناورین څخه د خلاصون لپاره، لارې چارې ولټوي او یاهم له هر ډول سمو او ناسمو اطلاعاتو کار واخلي».

د ټولنیزو شبکو د فعال او  خبریال خوشحال اصفي په باور، د کاروونکو لخوا د پروګرام نشتوالی او د بوختیاوو لپاره د لارو چارو  پیدا کول هم د دې لامل کېږي چې ځینې په ګنګوسو لاس پورې او د وینا له ازادۍ څخه ناوړه ګټنه وکړي.

نوموړی زیاتوي: «د ګنګوسو له اغېز څخه نه پوهاوی او په سمه توګه له رسنیو او  ټولنیزو شبکو څخه د مسؤولو بنسټونو د کنټرول او  څار نشتوالی، نور هغه عوامل دي چې په دا ډول کړکیچن وضعیت کې یې د ګنګوسو بازار تود کړی».

د شنوونکو په وینا، په  کړکیچن حالت کې د ګنګوسو خپرول د دې لامل کېږي  چې هټیوال او سوداګر ورڅخه ګټه پورته کړي او هم له ټولنیز اړخه د خلکو له سلامتۍ او روان سره لوبه ده او په نهایت کې، د انسانانو د تشویش، ژور خفګان او حتي مړینې لامل کېږي.
د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ یا نی اجرایي رییس عبدالمجیب خلوتګر هم له رسنیو او کاروونکو ترمنځ د انټرنټ له مجازي فضا څخه د کار اخیستو فرهنګ نشتوالی، د ناسمو اطلاعاتو خپرولو په برخه کې بل عامل بللی، وايي چې ناقصه کار اخیستنه چې په غیر هدفمندانه  توګه ترسره کېږي او نا غوښتلې توګه د نورو افکارو ته زیان رسوي، د وینا له ازادۍ څخه د ناوړه ګټنې په مانا ده.

د ښاغلي خلوتګر په وینا،که چېرې د وینا ازادۍ دکارونې پر څرنګوالي محدودیت ولګول شي، د هغو کسانو حق چې ورڅخه ښه ګټه اخلي، سلبېږي، نو هغه کړن چاره چې په دې برخه کې لازمه ده، له ټولنیزو رسنیو څخه د کار اخیستو په برخه کې فرهنګ بنسټیزه کول او د وینا ازادۍ روزنه ده  چې له یوې خوا د نورو حقوق خوندي او بل پلو به له ارزښتونو څخه  ابزاري کار اخیستنه ونشي.

په همدې حال کې دعامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار مني چې ځینې د کرونا د وقایې او درملنې په برخه کې له سمو  او ناسمو چارو څخه په کار اخیستو سره ښه شوي؛ خو دغه چارې د دغه وزارت لخوا  د منلو  او  تایید وړ نه  دي او د دا ډول وقایوي او درملنې چارو له مخې د روغ شویو  کسانو په اړه کومه شمېره نشته.

ښاغلی مایار زیاتوي چې افغانستان تراوسه د درملو د  کشف او څېړلو په برخه کې کوم بنسټ نه لري. نو لرې ده  چې دغه هېواد کې درمل جوړ شي او هم دې د یوه معتبره علمي بنسټ لخوا تایید شي.

د هېواد د عامې روغتیا وزارت د ویاند په وینا: «کله چې دښمن  ونه پېژنې څرنګه کولای شې چې له منځه یې یوسې».

خبریاله: پلوشه عظیم

..

په یوه میاشت کې څلوېښت زره  تنو ته کاري ژمنه، له لس سلنې زیاته نه عملي شوې

کابل ـ ۱۳۹۹ غويي ۲

په پلازمینه کې څلوېښت زره تنو ته د کاري اسانتیا پروګرام، چې وروستۍ یوې میاشت کې د حکومت لخوا یې ژمنه شوې، سوکه او حق تلفۍ سره پرمخ ځي.

د  کرونا ویروس له خپرېدو او د حکومت لخوا په هرات، کابل او  ځینو نورو ولایتونو کې د قرنطین اعلام او  په افغانستان کې د بېکارۍ زیاتوالي په اړه د کار نړیوال سازمان اندېښنو سره سم، د هېواد ولسمشر د ۱۳۹۹ کال وري په ۱۲ د سې شنبې ورځې په ماښام د (کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي بېړنۍ کمېټې ) په غونډه کې، نوي جوړ شوي (ملي پراختیا شرکت) ته لارښوونه وکړه چې یوې میاشتې پورې ۴۰ زره تنو ته کاري زمینه برابره کړي.

اوس د  ژمنه شوې یوې میاشتې اوونۍ په پای کې د ملي پراختیا شرکت ویاند مصطفی نوید، دکابل ښار د اب ریزه مدیریت په شپږو پراختیايي پروژو کې د نږدې پینځه زره تنه کارګرانو او انجنییرانو د ګومارنې خبره کوي.

سره له دې چې ښاغلی نوید، د وروستیواوونیو موسمي ورښتونه، د پروژو په کار او کارګرانو په ګومارنه کې د ځنډ لامل بولي؛ خو د ځینو استازو او د چارو د شنوونکو په باور، د دې سربېره چې حکومت  تل د ژمنو د عملي کولو او کاري اسانتیاوو  په برابرولو کې ناکام دی، په ځینو مواردو کې یې کړنې سیاسي او قومي ګټنې او … د ډېرو پراختیايي ملي پروګرامونو د ناکامۍ او حتی د خلکو د اعتراض او حق تلفۍ لامل شوې دي.

ارزانه او بې ډوډۍ کاري بوختیا

په داسې حال کې چې د ملي پراختیا شرکت، کار لاندې پراختیايي پروژو کې د کارکوونکو او کارګرانو د ګومارنې بهیر، د هېواد په کړکیچن وضعیت کې د کاري بوختیا رامنځ ته کولو او بې وزلۍ له منځه وړو په موخه عادلانه بولي؛ خو یو شمېر خلک چې د روز مزد کار ګر په  توګه په د غه پروژه کې ګومارل شوي، وايي چې د سخت کار په بدل کې یې مزد عادلانه نه دی.

د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اوسېدونکی ۱۸ کلن مهدي چې د کروغ غره په سیمه کې په کلند سره تر کار لاندې پروژه کې کار کوي، وايي: « سره له دې چې ظالمان دي ډوډۍ نه ورکوي، خو بیا هم دوه سوه راته پاته کېږي د قرنطین په  دې شپو  ورځو کې غنیمت دي».

نسیم ۲۹ کلن دی، چې له بېکارۍ څخه د خلاصون په موخه، د کابل ښار واصل اباد سیمه کې په کار کې شامل شوی، وايي چې د کابل ښار سرچوک د یوه کار ګر ورځنی مزد د غرمې ډوډۍ په شمول ۵۰۰ افغانۍ دی؛ خو د مجبورۍ له امله له یو وخت ډوډۍ پرته سهاره تر ماښامه کار کوي.

هغه څه چې د حقوقي چارو ځینو شنوونکو او ملي شورا کې د خلکود استازو په باور هم غیر عادلانه او له مجبورۍ څخه ناوړه ګټنه بلل شوي.

د ولسي جرګې غړی غلام حسین ناصري وايي چې د کار قانون سره سم، د یوه کارګر یا خدماتي کارکوونکي حد اقل مزد، د خوراکي موادو ورځني نرخ او د هېواد اقتصادي وضعیت په پام کې نیولو سره، تر ۴۵۰ پورې اټکل شوی.

ښاغلی ناصري،  د چا یا کوم بنسټ نوم نه اخلي؛ خو ټینګار کوي چې ځینې حکومتي کار ګومارونکي شته چې تل یې د بې وزلو خلکو له دسترخوان څخه غلا کړې او ځانونه یې ورباندې پړسولي دي.

خو د کابل ښار شپږمه ناحیه کې د دغو پروژو یو مسؤول سنګر احمدي، د پیک خبریال ته وايي: «د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي په موخه، کارګران د غرمې ډوډۍ نه لري…».

دا چې د درې سوه ورځني مزد سربېره، ولې د یوه وخت ډوډۍ بدل اعاشه کار ګرانو ته ته ورکول کېږي؟ ښاغلی احمدي درې سوه افغانۍ د یوه کار ګر لپاره کافي مزد بولي او له دې زیات جزییات نه ورکوي.

کار ګران د هر قوم، انجنییران د یوه قوم

د روان کال د غويي په ۱ نیټه د دوشنبې په ورځ د ملي پراختیايي شرکت لخوا د پيک خبریال ته د نویو ورکړل شویو معلوماتو له مخې؛ تراوسه ۱۰۹تنه انجنییران او مرستیالان یې او ۴۸۸۵ کار ګران د کابل ښار اب ریزو په  شپږو  پراختیايي پروژو کې ګومارل شوي دي.

خدماتي کارکوونکی، روغتیايي کارکوونکی، انجنییر، مرستیال انجنییر او د پروژې مسؤول، هر یو په ترتیب له ۱۵تر ۴۰ زره افغانيو پورې میاشتنۍ تنخوا اخلي. خو روزمزد کارکوونکو ته په اوونیزه توګه (۱۸۰۰افغانۍ) تنخوا ورکول کېږي چې میاشت کې اته زره افغانۍ یا د یوه خدماتي کارکوونکي د میاشتنيو حقوقو نیمايي هم نه کېږي.

خو هغه څه چې د پروژو په انجنییرانو او کارکوونکو د ګومارنې په بهیر باندې نیوکه او اعتراض دی، د حکومتي مسؤلینو لخوا په ارزانه د کاري ځواک څخه ګټنه او تک قومي ګومارنه ده چې د هېواد په پارلمان کې د خلکو استازو او ځینو خلکو غیر عادلانه او غیرانساني بللې ده.

د دغو پروژو له انجنییرانو او کارګرانو سره د پیک خبریال، خبرې او  تصویر اخیستل ښيي چې د روز مزد کارګرانو پرته، چې ویل کېږي د کابل د هرې سیمې او قوم څخه دي، پاته د پروژې ټول کارکوونکي او انجنییران له یوه ځانګړي قوم څخه ټاکل شوي دي.

سره  له دې چې د ملي پراختیا شرکت ویاند، له یوه قوم  څخه د  پروژو د کارکوونکو  او  انجنییرانو ګومارل نه مني؛ خو وايي چې دغه کارکوونکي د مخکي جوړ شوي نوملړ یا (دیتابیس) له مخې ټاکل شوي دي. هغه نوملړ چې د پیک خبریال ته یې د بشپړې کاپي له وړاندې کولو ډه ډه وکړه.

ښاغلی نوید دغه راز زیاتوي چې د روز مزد کارګرانو په ګومارنه کې، د هرې سیمې چې پکې پروژه عملي کېږي، دګذر وکیلانو همکاري کړې او یو شمېر کارګران هم د کابل ښار له څلور لارو راټول او ګومارل شوي دي.

خو د کارکوونکو او انجنییرانو د ګومارنې په برخه کې چې ولې د پروژې سیمې نه اړوند نه دي او ولې دغه ګومارنې د کار موندنې اعلان ته نه دي وړاندې شوې، په  اړه یې ځواب ورنه کړ او همدومره یې وویل چې له دې وروسته به قومي جوړښت په پام کې ونیول شي.

څلوېښت زره کاري بوختیاوې د بسنې نه دي

د افغانستان حکومت نوې اړمنو  کسانو لپاره د کاري بوختیاوو پروګرام په داسې  حال کې ترلاس لاندې نیولی چې له دې وړاندې، د خوړو نړیوال سازمان او نړیوال بانک په  افغانستان  کې د بیکارۍ پرزیاتوالي او بې وزلۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

په ۲۰۱۸کال کې ملګروملتونو د یوه راپور له مخې، له ۱۳ میلیون زیات افغانان کافي خوړو ته لاس رسی نه لري او په شرایطو برابر ۲۴ سلنه کسان له بېکارۍ او بې وزلۍ رنځېږي.

له دې وړاندې د افغانستان د اقتصاد وزارت په هېواد کې د بې وزلۍ کچه ۵۴ سلنه او د نیمايي وګړو میاشتنی عاید تر دوه زره افغانیو پورې بللی وو.

د  کرونا ویروس خپرېدو له  امله رامنځ ته شوي کړکیچ ته په پام سره،  په پلازمینه  او  د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د اقتصادي او  ټولنیزو  فعالیتونو بندېدل او د نږدې دوه میاشتو په ترڅ کې له ایران څخه د ۲۵۰ زره زیاتو کډوالو راستنېدو سره، د چارو ځینې شنوونکي او خلک پردې باور دي چې اوسني وضعیت کې د هېواد اړمنو خلکو باندې د خوراکي توکو وېشل او کاري بوختیاوو رامنځ ته کول، په هېڅ صورت سره د بسنې نه دي او ډېرې پاملرنې او هڅو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د ملي پراختیا شرکت،  د کابل  ښار د اب ریزو مدیریت پراختیايي پروژو کې دکاري پرمختګ او روانه  اوونۍ کې د اته  زره زیاتو کارګرانو  د ګومارنې خبره کوي او وايي چې د څلوېښت زره کاري بوختیاوو د سل سلنې له تطبیق سره، ټاکل شوې چې دغه شمېر راتلونکو میاشتو کې ۶۰ زرو ته  لوړ شي.

د ملي پراختیا شرکت د معلوماتو له مخې، د شپږو  زونونو (پغمان،واصل اباد، دارالامان، قرغې، بګرامیو او ده سبز) د اب ریزو مدیریت  پروژه، د ۱۲ میلیارد افغانیو لګښت، د جمهوري ریاست عملياتي ادارې د اختیاري پراختیا بودیجې څخه ځانګړی شوی چې له دې جملې څلور نیم میلیارد افغانۍ د روان کال او پاتې یې راتلونکي کال لپاره په  پام کې نیول شوې دي.

خبریال: عبدالمطلب فراجي

..

په افغانستان کې د کرونا له امله وژل شویو شمېر څو تنه دی؟

کابل ۱ غويي ۱۳۹۹

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د عامې روغتیا وزارت لخوا  تراوسه (دوشنبه ۱۳۹۹ د غويي ۱) د کرونا له امله د وژل شویو شمېر ۳۳ تنه اعلام شوی؛ خو ځینې نورې دولتي  او ولسي سرچینې، دغه شمېر له هغه  څه زیات  بولي کوم چې هره ورځ په کورنیو او بهرنیو  رسنیو کې خپرېږي.

له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکي د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ ۳۵ تنو قلمي نوملړ لاس په لاس کوي  او په کرونا ویروس باندې اخته  کېدو له  امله  د دغو کسانو د مړینې او سلګونه تنه نورو شکمنو خبره یې کړې ده.

د نوید سلطاني په نوم یوه کاروونکي چې په  خپله فیسبوک پاڼه کې یې قلمي نوملړ خبر خپورکړی، د پیک خبریال ته وویل چې دغه شمېر اوس ۴۰ تنو ته  رسېدلې؛ خو د دغه خبر د رسمي سرچینې په اړه یې  څه ونه ویل.

دغه کاروونکي، دغه راز لیکلي چې د سروبي ولسوالۍ د لسګونه تنو اوسېدونکو د مړینې او د ویروس د لېږد اصلي عامل، له کابل څخه جلال اباد ته په کرونا اخته ناروغ سفر او  سروبي کې یې تم کېدل او مړینه ده چې د سروبي ولسوالۍ روغتون  ته یې له مراجعې، د ډاکټرانو لخوا یې نه تشخیص او د کرونا ویروس سرایت  له خپرېدو پرته  یې معمولي تدفین وروسته، د ولسوالۍ روغتون روغتیايي کارکوونکو او ډاکټرانو  په ګډون لسګونه او حتی سلګونه تنه پردغه ویروس اخته شوي  دي.

هغه څه  چې په ملي شورا کې د خلکو ځینې استازي هم مني او تاییدوي چې  وروستیو دوه اوونیو کې په سروبي ولسوالۍ کې له څلوېښتو زیات کسان په کرونا ویروس باندې اخته شوي دي.

په ملي شورا کې د کابل د خلکو استازې شینکۍ کړوخیل وايي چې د سروبي روغتون څلور تنه کارکوونکي هم په کرونا ویروس اخته شوي چې اوس د ننګرهار په روغتون کې بستر دي.

نوموړې نوې د سروبي  ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د مړینې خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې د دغې کورنۍ څلور نور غړي هم ورباندې اخته دي.

اغلې کړوخیل د قرنطین نه رعایت کول او له یوه ځایه بل ته تګ راتګ، دغې ولسوالۍ ته د ویروس د لېږد اصلي عامل وباله او په  سیمه ییزو چارواکو نیوکه کوي.

په همدې حال کې د سروبي ولسوال ګوهر خان بابري د پیک خبریال سره خبرو کې پر دغه ویروس  د اخته کېدو له  امله د دغې ولسوالۍ د څلوېښتو اوسېدونکو د مړینې خبر نه تایید او نه یې ردوي؛ خو مني چې دغې ولسوالۍ کې مثبتې پېښې ثبت  شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت هم په دغه ولسوالۍ کې د څو مثبتو پېښو تشخیص مني  او په دغې ولسوالۍ کې د ۲۰ بستره په ظرفیت د (کوید  ۱۹) کرونا ناروغانو لپاره  د تجرید  یوه مرکز د جوړولو خبره کوي؛ خو د کاروونکو لخوا د دغې ولسوالۍ د څلوېښتو تنو د مړینې خبر خپرېدل په کلکه ردوي.

سره له دې چې نوې د جمهوري ریاست لومړۍ مرستیالۍ یوې سرچینې ازادۍ راډیو ته، په سروبي ولسوالۍ کې په کرونا ویروس د اخته کېدو له امله، د څلوېښتو زیاتو کسانو مړینه تایید کړې؛ خو د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار د پیک خبریال ته په واټساپ کې د غږیز پیغام په  ترڅ کې وویل:

«په هغه لیدنه کې چې خپله مې سروبي ولسوالۍ ته له استول شوي پلاوي سره لرله، هېڅ فوتي مورد چې د کرونا ویروس له امله وي، تشخیص او ثبت شوی نه دی».

ښاغلي مایار، دغه راز، په سروبي ولسوالۍ کې د روغتیايي خدماتو د تطبیق کوونکې یوې موسسې سره په کار کې د ناغېړۍ له امله د قرار داد د فسخ کولو خبره کړې او زیاته کړې یې ده چې په دغې ولسوالۍ کې یې د کرونا مثبتو پېښو د پېژندنې په موخه سروې کوونکې ډله ګومارلې او څو نوي روغتیايي کارکوونکي هم ګومارل شوي دي.

خو په پارلمان کې د سروبي د خلکو استازې مېرمن کړوخیل د عامې روغتیا وزارت لخوا ورکړل شوې شمېرې یوازې د هغه څه اړوند بولي چې له نمونې اخیستو او لابراتواري ازموینو وروسته پېژندل شوې او د هېواد په روغتونونو کې په رسمي توګه  ثبت شوې دي. په داسې حال کې چې هره ورځ لسګونه نور کسان، روغتون ته له نه رسېدو او روغتیايي خدماتو ته د نه لاس رسي په تېره د کرونا تشخیص مرکزونو ته، د هېواد په هره برخه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او حتی د وقایوي لارښوونو په پام کې نیولو پرته یې جنازه او تکفین کېږي.

په  افغانستان کې د کرونا له امله وژل شویو، اخته او شکمنو کسانو په اړه ضد او نقیض معلومات، په داسې حال کې د رسنیو او ټولنیزو شبکو لخوا لاس په لاس کېږي چې له بلې خوا په کرونا ویروس باندې د مخنیوي په موخه، د خلکو او دولت د ناوړه اقتصادي وضعیت، روغتیايي لارښوونو بابېځه ګڼلو له امله اندېښنې د زیاتوالي په حال کې دي او له دې وړاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او نړیوال بانک هم  په هېواد کې د سلګونه زره کسانو د مړینې په اړه خبرداری ورکړی دی.

روغتیايي مرکزونو په ځانګړي ډول (د کرونا تشخیص مرکز) ته نه لاس رسی او د هېواد په روغتونونو کې د طبي تجهیزاتو وسایلو کمښت، د دغو نیمګړتیاوو له امله د احتمالي ناورین په اړه د چارو د ځینو شنوونکو او خلکو له اندېښنو بلل کېږي. څرنګه چې د مېرمن کړوخیل په وینا، د سروبي ولسوالۍ د سلګونه  شکمنو کسانو په لرلو سره، لږ روغتیايي اسانتیاوې په واک کې لري او په دغه ویروس باندې د اخته کسانو کره شمېره روښانه نه ده.

خو د ازادۍ  راډیو د راپور له مخې، د جمهوري ریاست لومړۍ مرستیالۍ یوې سرچینې په قول، دمګړۍ په ټول هېواد کې د کرونا تشخیص اووه مرکزونه فعال دي چې دغه شمېر به  راتلونکو څلوېښت ورځو پورې ۳۰ مرکزونوته لوړ شي.

هغه نوې شمېرې چې د ۱۳۹۹ کال غویي په ۱ د هېواد د عامې  روغتیا وزارت  اعلام  کړې، د هېواد په ۳۱ ولایتونو  کې په کرونا ویروس اخته ۱۰۲۶ تنه  شکمن  کسان پېژندل شوي او تر قرنطین او درملنې لاندې دي. دغه راز، تراوسه له ۱۳۵ تنو زیات کسان روغ شوي او ۳۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. هغه شمېرې چې د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ کې د کرونا له  امله له څلوېښت زیاتو شکمنو کسانو مړینه پکې شامله نه ده او د دغه وزارت مسولین، د ثبوت نشتوالي له امله دغه موضوع ردوي.

خبریال: شاه محمود اندېشور

..

له بې کیفیته او ګران بیه انټرنټ سره، له لرې واټن زده کړې

کابل ـ ۱۴ کب  ۱۳۹۹

د لوړو زده کړو وزارت،د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه، د پوهنتونونو له رخصتۍ وروسته یې په غیر مستقیم او (انلاین ) انټرنټي ډول د محصلینو د روزنې او تدریس بهیر اعلام کړ.

د دغه وزارت مشرتابه شورا د ۱۳۹۸ کال د کب په ۲۵ پرېکړه وکړه چې د دولتي او خصوصي  پوهنتونونو استادان باید درسي مواد د انټرنټ له لارې محصلینو سره شریک کړي او خپل تدریس ته دوام ورکړي. خو د پیک حقیقت سنجونې موندنې ښيي چې نه یوازې نن، بلکې راتلونکو څو کلونو کې هم په افغانستان کې په معیاري او اغېزمنه توګه په انلاین توګه د روزنې زمینه شونې نه ده.

سره له دې چې د لوړو زده کړو وزارت مسؤولین، په انلاین توګه د درسي موادو په معیاريتوب او د لېږد او زده کړې په  چارې ټینګار کوي؛ خو ځینې محصلین ادعا کوي چې په پوهنتونونو کې د انلاین زده کړې په برخه کې هېڅ معیاري سیستم نشته.

د کابل پوهنتونو د شرعیاتو پوهنځي محصل عبدالمعروف راسخ وايي:

«زموږ د هېواد په لوی پوهنتون کې دا ډول شونتیاوې نشته، له نورو خو مه پوښته».

ښاغلی راسخ، دغه راز زیاتوي چې د ځان په څېر یې حتی سلګونه محصلین هوشمند ټیلیفون نه لري چې حد اقل له (3G) کار واخلي، له لرې واټن زده کړې خو پرځای پرېږده.

هغه څه چې د کابل پوهنتون ځینې استادان هم، مني او وايي چې په ټول هېواد کې اقتصادي ستونزو او بې کیفیته انټرنټ ته په پام سره، د دغې چارې ترسره کول شوني نه دي.

د دغه پوهنتون استاد عزیز احمد فانوس، وايي: «په اطراف او لرو پرتو سیمو کې هېڅ امکانات نشته او مرکز کې هم، کیدای شي ۵۰ سلنې پورې د محصلینو د تدریس بهیر له سکتګۍ و ژغورل شي…».

د کابل پوهنتون علمي مرستیال محمد نعیم عظیمي هم، د دغې انلاین طرحې تطبیق په مطلق ډول ناشونی بولي او وايي چې ځینې مضامین ګروپي کار ته اړتیا لري او غیر حضوري تدریس شونی نه دی.

ښاغلی عظیمي زیاتوي چې له دې سره، پوهنتونونه او روزنیز مرکزونه چې له نسبي شونتیاوو برخمن دي، مکلف شوي چې له دې وروسته د لرې واټن له  لارې تدریس ته دوام ورکړي.

دغه مکلفیت په داسې حال کې د لوړو زده کړو وزارت لخوا محصلینو او د  پوهنتونونو استادانو پراوږو اضافه شوی چې ځینې محصلین نه یوازې انلاین روزنې ته لاس رسی نه لري، بلکې له  حضوري تدریس څخه هم چندان خوښ نه دي.

په  کابل ښار کې د یوه خصوصي پوهنتون محصل سمیع الله  امیري، د اسانه او ارزانه انټرنټ نشتوالی او د انلاین روزنې تجربې نه لرل او ور سره نه بلدتیا، د قرنطینه ورځو  پروړاندې لویه ننګونه بللې، وايي: «له  حضوري تدریس څخه خوښ نه یم، انلاین تدریس خو پرېږده چې نه انټرنټ لرو  او نه هم ښه اقتصاد…».

بل پلو، ځینې هغه شمېر محصلین چې نوي په انلاین  توګه د پوهنتون په درسونو کې بوخت دي، ادعا کوي چې په لوړه بیه او ټیټ کیفیت سره، له انټرنټ څخه چندانی ګټه نشي اخیستی.

په کابل ښار کې د یوه خصوصي پوهنتون محصل رامین نیازي په وینا، یوازې د مطالعې لپاره د انټرنټ له  لارې درسي  جزوې ترلاسه  کوي؛ خو دا ورته ارزښتناک او د بسنې وړ نه دي او سمستر وار مهال وېش ته په پام سره، د اړوند څانګې له درسونو څخه نه یوازې چې وروسته پاته کېږي، څه شي زده کولای هم نشي.

د برېښنا او د شپې او ورځې لخوا د انټرنټ نشتوالی هغه مهمې ننګونې دي چې د ټکنالوژۍ مسایلو د شنوونکو او پوهانو په باور، د دا ډول طرحو او پروګرامونو تطبیق، په ټول هېواد په تېره پلازمینه کې یې ورځنۍ اړتیا ناشونې کړې ده.

د ټکنالوژۍ مسایلو کارپوه او د کابل پوهنتون د کمپيوټرساینس پوهنځي استاد،  مهدي محمدي، په اوسني وخت کې له لرې واټن څخه د زده کړو طرحې عملي کول، ناشوني بولي، وايي: « یوازې د چپټر په  استولو او ډانلوډ کولو سره تدریس نه کېږي».

سره له دې چې په پلازمینه یا ټول هېواد کې انټرنټ ته د لاس رسي محصلینو کره شمېره په واک کې نشته او د لوړو زده کړو  وزارت مسؤولینو هم په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو له دې وړاندې په ۱۳۹۶ کال کې د پیک خبریالۍ څېړنیز مرکز په کابل ښار کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د زرو  زیاتو محصلینو ترمنځ سروې ښوولې چې نیمايي محصلین انټرنټ ته لاس رسی او نږدې  ۸۰ سلنه یې موبایل لري.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په ۳۸ دولتي او ۱۳۱ خصوصي پوهنتونونو کې لږ ترلږه ۳۵۰ زره تنه محصلین په لوړو زده کړو بوخت دي.

سره له دې چې مشخص نه ده، چې  د کرونا ویروس د خپرېدو له امله رامنځ ته شوی قرنطین اورخصتي به تر کله دوام وکړي؛ خو له دې وړاندې د افغانستان دولت درې اوونیو لپاره ټول دولتي بنسټونه او د روان کال وری تر ۳۱ ټول پوهنتونونه، ښوونځي او روزنیزمرکزونه رخصت کړي او د امکان په صورت کې یې په  انلاین ډول زده کړوباندې ټینګار کړی.

د لوړو زده کړو وزارت، اعلام  کړی چې د محصلینو د درسي سمسترونو وروسته پاته کېدو په صورت کې، جبران یې د پوهنتونونو لخوا د دوبي او ژمي رخصتیو کې لازمي بولي.

د دغه وزارت ویاند عزیز احمد اوریا، مني چې د برېښنا او  انټرنټ ننګونه، انلاین سیستم ته د محصلینو لاس رسی لږ کړی او په ولایتونو او  حتی پلازمینه کې ځینې پوهنتونونه انټرنټ او  برېښنا ته  لاس رسی نه لري.

د ښاغلي اوریا په وینا، د مګړۍ، د پلازمینې په څلورو پوهنتونونو کې په  انلاین ډول د تدریس او زده کړو بهیر دوام لري؛ خو دغه وزارت  په  پام کې لري چې محصلینو ته د انلاین  تدریسي اپلیکیشن په جوړولو سره، دغه بهیر تر څارنې لاندې ونیسي او د وخت ضایع کېدو او درسونو وروسته پاته کېدو مخنیوی وکړي. چې له دې پرته، هېڅ طرحه نشي کولای په  اوسني وضعیت کې نهايي ځواب وېوونکې وي.

خبریاله: پلوشه عظیم

..