تازه ګانی

logo

په ۹۸ او ۹۹ کلونو کې له ۲۷۰ زیاتو حکومتي چارواکو خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړې او برحاله دي

کابل ـ ۳ وږی ۱۳۹۹

په تېر کال او روان کال کې د څه باندې ۲۷۰ حکومتي چارواکو میاشتني حقوق، د شتمنیو د نه ثبتولو له امله ځنډېدلې دي؛ خو هېڅ یو چارواکی له دندې نه دی ګوښه شوی.

د جمهوري ریاست شتمنیو ثبت ادارې مسؤولین وايي چې په شرایطو برابر شمتنیو ثبت له ۳۰ زرو زیات لوړ پوړو چارواکو له ډلې، یوازې ۱۹ زرو تنو له ۱۳۹۷ کال راهیسې شتمنۍ نه دي ثبت کړې.

په دې ترڅ کې، د روان کال په ترڅ کې له ۸۰ او ۱۹۰ تنو د تېرکال په ترڅ کې، خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړې او میاشتني حقوق یې ځنډېدلې دي.

د دغې ادارې مشر عبدالودود بشريار په وینا، له دې جملې دوه تنه یې د کابینې برحاله وزیران، شپږ برحاله مرستیالان او پاتې یې ټول د ملي شورا (مشرانو جرګې او ولسي جرګې) غړي دي. د جمهوري ریاست چارو ادارې، پیک ته د دغو کسانو د هویت نوملړ وړاندې نه کړ.

د قانون له مخې، د فساد مخنیوي او د ماموریت پرمهال د چارواکو ناوړه ګټنه، د دولتي چارواکو  شتمنیو ثبت اجباري کړی.

د اساسي قانون د ۱۵۴ مادې او د شتمنیو او اشاعې د ثبت قانون پېنځمې او اوومه مادو له مخې، ولسمشر، د ولسمشر مرستیالان، وزیران، د سترې محکمې او لوی څارنوالۍ غړي، د خپلو شتمنیو په خواکې، باید د پلار، مور، ښځې او اولادونوشتمنۍ هم د مالي کال لومړۍ میاشت کې ثبت او اشاعه کړي. د دغه قانون له مخې، هغه کسان چې د خپلو شتمنیو له ثبت ډډه کوي؛ میاشتني حقوق یې قطع کېږي.

ولسمشر غني  د (۱۳۹۷چنګاښ ۳) د قانون واکمنۍ او اداري فساد پروړاندې مبارزې عالي شورا په غونډه کې د هغو چارواکو د لرې کولو او تنخوا بندولو امر وکړ کومو چې شتمنۍ نه ثبتوي.

شمېرې ښيي چې یوازې د ۲۷۲ تنو لوړ رتبه دولتي چارواکو کوم چې خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړې، تنخوا ګانې یې بندې شوې؛ خو هېڅ یو یې له دندې نه دی ګوښه شوی.

د ولسمشر ویاند د هغو کسانو په اړه چې شتمنۍ یې نه دي ثبت کړې د لارښوونې نه عملي کېدو په اړه څه نه وايي او موضوع د جمهوري ریاست چارو ادارې ته سپاري؛ خو د جمهوري ریاست چارو ادارې مسؤولین وايي چې دوی توانېدلي د هغو کسانو میاشتني حقوق کوم چې  شتمنۍ یې نه دي ثبت کړې، میاشتني حقوق بند کړي.

د مالیې وزارت مسؤولین هم، په ۹۸ او ۱۳۹۹ کلونو کې د دغو چارواکو د تنخواګانو ځنډېدل تاییدوي؛ خو د ټولیزې تنخوا په اړه یې معلومات نه ورکوي.

د دغه وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وايي چې د چارواکو تنخوا مجموعې راټولولو فرصت نه لري.

سره له دې چې د مالیې وزارت او د جمهوري ریاست د چارو ادارې، د هغو چارواکو کوم چې شتمنۍ یې نه دي ثبت کړې، نوملړ را نه کړ. خو د پیک موندنې ښيې، یو وزیر چې خپله شتمني یې نه ده ثبت کړې؛ د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر دی چې د روان کال په ترڅ کې یې تراوسه، خپله شتمني نه ده ثبت کړې.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د دغه مورد په تایید سره وايي چې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د ناروغۍ له امله له هېواد څخه بهر دی چې له بېرته ستنېدو سره به خپله شتمني ثبت کړي.

د اداري فساد پروړاندې د مبارزې ګډې خپلواکې کمېټې لوړ پوړی سلاکار مرتضی نوري، د دغه بهیر بشپړولو لپاره په کسر معاش بسنه نه کوي. ښاغلی نوري پردې باور دی چې د شتمنۍ په نه ثبت ډیری چارواکي تنخوا ته اړتیا نه لري او حکومت باید د دغو اشخاصو د شتمنیو څېړلو لپاره نورې لارې چارې ترلاس لاندې ونیسي.

د افغانستان شفافیت څارډلې هم، د تنخوا ځنډول ښه ګام بللی؛ خو ټینګار کوي چې سرغړونکي چارواکي باید عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شي.

خبریال: شاه محمود اندیشور

..

د تېرکال جرګې یوازې ۵۷ سلنه مشورې عملي شوې دي

کابل ـ ۱۳۹۹ زمري ۲۰

په داسې حال کې چې ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې پرانیستې وینا کې، د تېرکال مشورتي لویې جرګې ۹۰ سلنه پرېکړو د عملي کېدو خبره کړې؛ خو د پیک موندنې ښيي چې له دغو پرېکړو یوازې ۵۷ سلنه یې عملي شوې دي.

د تېر کال (۱۳۹۹ غويي ۱۴) لویه مشورتي جرګې د سولې بهیر په اړه له پينځه ورځني بحث وروسته، په ۲۳ مادو کې یو پرېکړه لیک صادر کړ چې له دې جملې دوه بنده یې (۱ او ۲۰) بندونه یې د لویې جرګې د غړو ژمنې او مسؤولیتونه بیانوي، ۱۳ بندونه یې عملي شوي او ( ۲،۳،۴،۶،۷،۹،۱۵،۱۶ او ۱۸) بندونه یې نه دي عملي شوي.

د تېرکال لویې مشورتي جرګې ۱۳ بندونه چې عملي شوي دي:

  1. جمهوریت ساتل؛

۸.د امنیتي او دفاعي بنسټونو پیاوړتیا او ساتنه؛

۱۰.له افغانستان څخه په مسؤولانه ډول بهرنیو ځواکونو وتلو لپاره د مهال وېش ترتیب او تنظیم؛

۱۱.د سولې پروسې مخ ته وړلو لپاره ملي او سیاسي اجماع؛

۱۲.له هغو مخکې شرطونو ډ ډه کول چې مستقیمې خبرې محدودوي؛

۱۳.د دواړو خواوو له اسیرانو سره ښه چلند؛

۱۴.نړیواله او سیمه ییزه اجماع؛

۱۷.د سولې عالي شورا کې اصلاحات؛

۱۹.د طالبانو د مشروع غوښتنو په نښه کول؛

۲۱. د سولې خبرو له پرمختګ څخه د جرګې د غړو خبرول؛

۲۲.د جګړې د دوام او زیاتوالي مخنیوي لپاره هڅې؛

۲۳. د دغه پرېکړه لیک چاپ او خپرول؛

هغه نهه بندونه چې تراوسه عملي شوي نه دي:

۲.جرګې له طالبانو وغوښتل چې له دښمنۍ لاس واخلي او د وطن ابادولو لپاره کاروکړي؛

۳.له اسلام څخه واحد قرات؛

۴.دایمي او ژر اوربند؛

۶.داساسي قانون ساتل؛

۷.د وینا ازادۍ پیاوړتیا او ساتل؛

۹.په افغانستان کې د طالبانو سیاسي دفتر پرانیستل؛

۱۵.د سیمې هېوادونو د لاسوهنې په صورت کې، ملګرو ملتونو کې د شکایت درج کول؛

۱۶.د دغې جرګې مشورو په پام کې نیولو سره، د ټول شموله او جامع پروګرامونو جوړول او عملي کول؛

18.مرکچي پلاوي کې د معلولینو او لږکیو شاملول.

دغه دوه بندونه د لویې جرګې غړو مسؤولیتونو اړوند دي:

۱.په هېواد کې پایداره سولې ته د لویې جرګې غړو ژمنتیا؛

۲۰. سیمې او ځایونو ته د بېرته ستنېدو پرمهال د سولې پیغام رسول؛

په همدې حال کې ځینو کسانو چې په دواړو مشورتي جرګو کې برخه اخیستې، دغه جرګې یې نمایشي بللې، زیاتوي چې مشوروته یې پام نه دی شوی  او د یادې جرګې د نه قانوني والي له امله نشي کولای د حکومت له غاړې ونیسي.

 په لویه جرګه کې د هلمند د خلکو استازی یوسف خان خادم او د بامیان ولایت حاجي محمد حسن اضغري کوم چې په دواړو جرګو کې یې برخه اخیستې، وايي چې مشورې یې په نسبي ډول عملي شوې دي.

په همدې حال کې، د حقوقي چارو کارپوه وحید فرزه ای، د لویې جرګې جوړول، زندانیانو ازادول، له ۹۱ کود څخه لګښت د افغانستان اساسي قانون نقض له ښکاره مواردو بولي.

ښاغلی فرزه يي زیاتوي چې د ټولنیزو رسنیو قانون کې تعدیل (چې وروسته، د رسنیو مسؤولینو او مدني فعالانو د غبرګون له امله لغو شو) او د روان کال لویه جرګه کې د یوه ځوان د خولې بندول او … د وینا ازادۍ خفه کولو ښکاره نقض دی.

سره له دې چې د دغه پرېکړه لیک په اتلسمه ماده کې د سولې خبرو مرکچي پلاوي کې د لږکیو په شمولیت ټینګار کوي؛ خو په ولسي جرګه کې د هندوانو او سیکهانو استازی نریندر سنګ خالصه وايي: «تراوسه څوک نه دي معرفي شوي او موږ هڅه کوو چې حکومت یو څوک معرفي کړي».

په همدې حال کې جاوید کوهستاني د مشورتي جرګې په پرانیستغونډه کې د ولسمشر خبرې عوام فریبانه بللې، زیاتوي کله چې ولسمشر خپلې ګټې له ګواښ سره مخ وویني، نو د داډول نمایشي جرګې په جوړولو یې لاس پورې کړی، غواړي خپل قدرت ته دوام ورکړي.

سره له دې چې و مو غوښتل په دې اړه د جمهوري ریاست نظر هم ولرو؛ خو د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

د تېرکال مشورتي جرګې ځینې غړي هم په داسې حال کې د نمایشي جرګو خبره کوي چې حکومت په دې وروستیو کې د ۴۰۰ طالب بندیانو خلاصون په اړه د پرېکړې نیولو په موخه بله لویه جرګه جوړه کړه او پایلې په ۲۵ مادو پرېکړه لیک کې خپاره شوي دي.

خبریال شاه محمود اندیشور

..

اصلي بیرغ کوم دی؟

کابل ـ ۱۳۹۹ زمري ۹

د ملي بیرغ ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې ډیر هېواد وال، د هېواد د اصلي بیرغ په اړه نه معلومات نه لري.

ځینو خلکو په رسنیو او ټولنیزو شبکو (فیسبوک، ټویټر،انستاګرام او …) کې د هېواد د درې رنګه بیرغ انځورونو په خپرولو سره، د دغې ورځې مبارکي یو بل ته ویلې او دغه راز د هېواد د درې رنګه بیرغ په اړه وايي او بولي. خو ځینې دغه هېواد وال په پوهې او ناپوهۍ سره د هېواد د درې رنګه بیرغ انځور په خپرولو کې تېروتنه کوي.

یعنې  د اصلي او رسمي بیرغ پرځای، چې له ارم، نښې او مشخصې اندازې درې رنګه ټوټو سره تزین شوی؛ د تېرو حکومتونو درې رنګه بیرغ په کارونې سره یې، په خپلو فیسبوک پاڼو کې دغه ورځ نمانځلې ده.

د حسین محمدي په نوم یوه کاروونکي په داسې حال کې چې خپله فیسبوک پاڼه کې یې د درې لسیزو وړاندې درې رنګه بیرغ انځور په خپرولو سره، دوستانو ته مبارکي ویلې، د پیک خبریال ته وايي چې د اوسني بیرغ او تېرو بیرغونو د نښو او بدلېدو په اړه څه نه پوهېږي.

نه یوازې یو، دوه، بلکې لسګونه او سلګونه نورو کاروونکو هم د هېواد اصلي بیرغ په اړه د ناسم پوهاوي له امله؛ خو بیا هم دغه ورځ په ډېر درنښت سره ونمانځله. څرنګه چې ځینو هم، د خپل فیسبوک بڼه د درې رنګه بیرغ په عکس او طرحو ښکلې کړې او یایې هم له بیرغ سره خپل نوي عکسونه اېښي دي.

د زمري اوومه د افغانستان ملي بیرغ ورځ، تېر کال د هېواد خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت د ولسمشر د فرمان له مخې، د دولت په رسمي کلیزه کې ثبت شو ه او دغه ورځ به هر کال په ټول هېواد کې ونمانځل شي.

هغه ورځ چې د لومړي ځل لپاره، په رسمي ډول د کابل ښار زړه د وزیر محمد اکبر خان غونډۍ باندې لوی درې  رنګه بیرغ له ۶۸ متره اوږدوالي، ۳۰ متره  سور او ۸۵ متره لوړوالي سره رپاند شو.

د ځینو تاریخ لیکوونکو په باور، دافغانستان بیرغ، تیره یوه سلیزه کې، د نظامونو او حکومتونو له بدلون سره، له لس ځلې زیات یې په شکل، ارم او نښان کې بدلون راغلی؛ خو اوسنيو درې رنګو کې یې لږ بدلون راغلی.

د نړیوالو چارو شنوونکی او څېړونکی احمد ادریس رحماني، د افغانستان بیرغ تاریخچه، د ۱۸ پېړۍ له پیل سره تړاو کې بللې، پردې باور دی چې د افغانستان بیرغ د ۲۰ پیړۍ له پیله، د امان الله خان د واکمنۍ پرمهال، د پرې والي سیاست په موخه او دغه راز، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د نږدې والي په موخه، په درې رنګه (تور، سور او زرغون) باندې بدل شو او له دې وړاندې، د امیر حبیب الله خان او عبدالرحمان خان په دوروکې، یوازې تور رنګ او سپین نښان او یاهم بې نښانه وو.

څېړونکی او د افغانستان علومو اکاډمۍ غړی حبیب الله رفیع، د بیرغ د رنګونو په اړه لیکلي چې تور رنګ، د ظلم او تیارې، سوررنګ، د مبارزې او شهادت او زرغون رنګ د هوساینې او ارامۍ بېلګې دي چې په ۱۳۰۷ لمریزکال کې د پغمان په لویه جرګه کې د امان الله خان لخوا یې وړاندیز وشو او د جرګې غړو هم تصویب کړ.

د ښاغلي رفیع په وینا، له هغې وروسته یو ځلې، د حبیب الله کلکاني په وخت کې، په (تور، سور او سپین) رنګ باندې، یو ځل د نور محمد تره کي په وخت کې (مکمل ډول سور او د خلق نښان) سره، بل ځل بیا د استاد برهان الدین رباني په وخت کې په (تور، سپین او شین) رنګ باندې او وروستي ځل باندې هم د طالبانو اسلامي امارت په وخت کې په (بشپړ سپین او کلمې له لیکلو) سره یې بدلون کړی دی.

د دغو شنوونکو په باور، هروخت او په تېرو حکومتونو کې د بیرغ تغییر، ځانته مانا او مفهوم درلود او تر ډېره په دیني، سیاسي او اقتصادي ارزښتونو ولاړ وو. څرنګه چې د څېړونکي او اساسي قانون د لویې جرګې د غړي کمال الدین حامد په وینا، د مجاهدینو حکومت پرمهال د سور رنګ لرې کولو فلسفه له هغه ځایه منشاء اخیستې چې د خلقيانو حکومتونو، د بیرغ رنګ په بشپړ ډول سور او د پخواني کمونستي بیرغ ته یې ورته کړی و.

د طالبانو  اسلامي امارت چې په دې ورځو کې له امریکا او د افغانستان دولت سره د سولې په خبرو بوخت دی؛ دوه لسیزې وړاندې یې هم تر سپین بیرغ لاندې حکومت کړی او اوس مشخص نه ده، چې د دغې ډلې مشران به د افغانستان دولت سره د سولې هوکړې په پایله کې، د راتلونکي حکومت لپاره د سیاسي او رسمي ځواک لپاره کوم بیرغ غوره کړي؟

هغه پوښتنه چې د افغانستان حکومت مشرانو د ملي بیرغ ورځې په مناسبت، نه بدلېدونکی ځواب ورکړی. د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپله  فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي:«افغانستان نور د څو بیرغي پېر ته نه ور ګرځي».

د افغانستان اوسنی بیرغ، درې رنګه، تور، سور او زرغون، د دولت ملي نښان له سپین رنګي محراب او منبر څخه جوړ دی چې په دوو څنډو کې یې دوه بیرغونه او د منځ په پاسنۍ برخه کې کلمه طیبه او «الله اکبر» او راختونکي لمر وړانګې او په لاندنۍ برخه کې یې د۱۲۹۸ هجري لمریزتاریخ  او د افغانستان کلمه راغلي چې دوو خواوو څخه دغنمو وږي پرې را ګرځول شوي دي.

خبریال: عبدالمطب فراجي

..

د قرباني کورنۍ: «ښاغلی ولسمشره! بېړنۍ مرسته څه شوه؟»

کابل ـ ۱۳۹۹ د چنګاښ ۲۱

د دشت برچي په سل بستریز روغتون باندې د برید قربانیانو له کورنیو سره، د ولسمشر د «بيړنۍ مرستې» د ژمنې او لارښوونې نږدې دوه میاشتې تیريږي؛ خو تراوسه یې دیادې پېښې له هېڅ یوې قرباني کورنۍ سره مرسته نه ده شوې.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د (۱۳۹۹کال غويي په ۲۴ د چهارشنبې ) ورځ د دشت برچي په سل بستریز روغتون باندې له برید وروسته، له دغه ځای څخه د لیدنې پرمهال وویل:

« د ټولو شهیدانو او ټپیانو له کورنیوسره بېړنۍ مرسته کېږي».

 د دغه بنسټ مالي مدیریت ته د جمهوري ریاست د چارو ادارې حقیقت موندونکو کمېسیونونو او د سلاکارانو چارو انسجام ریاست یو رسمي لیک ښيي چې دوه میلیون او  ۲۰۰ زره افغانۍ د نقدي مرستې په موخه، د شهیدانو ۱۴ کورنیو او د ټپیانو ۱۶ کورنیو ته ځانګړې شوې دي او دغو کورنیوته یې د وېش په اړه، د حساب او مجرايي غوښتنه کړې ده.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د دشت برچي پېښې له ټولو قربانیانو سره د دغې مرستې پر بشپړ ویش د ټینګار په خوا کې، د پيک خبریالې ته له پیسو د کچې، اړیکې شمېرې او نوم سره د مستفید شویو کورنیو نوملړ هم وړاندې کړی دی.

دغه نوملړ د دې ښکارندوی دی چې یوازې ۱۴ کورنیو، د شهیدانو اووو  کورنیو هرې یوې کورنۍ ته سل زره افغانۍ او د ټپیانو اووو کورنیو هرې کورنۍ ته ۳۰ تر ۵۰ زرو افغانیو وېشل شوې دي.

خو دغه نوملړ له هغو نوملړونو سره چې له بېلا بېلو سرچینو (غیرمترقبه پېښو ته د رسېدو دیپارتمنت، د رضا کار ډاکټرانو ډلې او د کابل د دویم زون روغتیايي استازي) څخه د پیک خبریالې ته رسېدلی، له یو بل سره مطابقت او کره والی نه لري.

د کابل ښار په دیارلسمه ناحیه کې د دویم زون د روغتیا مشر سخیداد بشردوست، جمهوري ریاست ته د ۴۰ زیاتو کسانو نوملړ له وړاندې کولو او د قرباني کورنیو اکرامېې له غوښتنې سره وايي چې دغه موده کې جمهوري ریاست ته د شاملو ټولو قربانیانو نوملړ له وړاندې کولو سره، یوازې درې کورنیو مرسته ترلاسه کړې ده.

ځینې دغه کورنۍ چې نومونه یې په نوملړ کې شامل دي، د پیک له خبریالې سره په خبرو کې وايي تراوسه یې هېڅ نغدي مرسته نه ده ترلاسه کړې.

خو ځینې نورې کورنۍ چې د جمهوري ریاست لخوا په وړاندې شوي نوملړ کې شاملې دي، وايي چې یوه اندازه نغدې پیسې یې ترلاسه کړې دي.

د دشت برچي اوسېدونکی محمد  امین چې د رقیې په نوم یې  خپله ښځه په دغه پېښه کې له لاسه ورکړې، وايي یوه اوونۍ مخکې یې سل زره افغانۍ نغدي مرسته ترلاسه کړې ده.

د یادې پېښې یو قرباني غلام حسین چې ښځه یې په دغه پېښه کې وژل شوې، وايي چې ولسمشر خپلې ژمنې نه دي عملي کړې او هېڅ مرسته یې نه ده ترلاسه کړې.

علي قربان چې د روغتون دروازې مخې ته توکي پلورل او په هغه ورځ د برید کوونکو د ډزو له امله یې په پښه یوه مرمۍ لګېدلې، وايي:

«هو ویې ویل چې ولسمشر د بېړنۍ مرستې امر کړی، خو تراوسه مو کومه مرسته نه ده لیدلې…».

 دغه راز، سید قربان چې اته کاله کېږي، په پښو فلج دی او نشي کولای کار وبار وکړي، وايي چې ښځې یې ضمیرې د خیاطۍ له لارې د شپې ورځې ډوډۍ ګټله؛ خو قاتلینو ورباندې رحم ونه کړ او په ډېرې بې رحمۍ سره یې ووژله.

نوموړی په داسې حال کې چې د اووه کسیزې کورنۍ مسؤولیت هم پرغاړه لري، زیاتوي:

«ولسمشر له موږ سره ژمنه وکړه چې د دویم زون د صحي رییس له لارې مرستې درته رالېږل کېږي، خو له هغې ورځې راهیسې هېڅوک زموږ خوا ته نه دي راغلي او د مرستو څرک هم نه لګي».

 هغه څه چې د دیارلسمې ناحیې د دویم زون د روغتیا مشر سخیداد بشر دوست هم مني او وايي چې خپله یې د دغو قربانیانو نوملړ د جمهوري ریاست ته لېږلی؛ خو تراوسه یې هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې.

 ښاغلی بشر دوست زیاتوي چې د نوملړ له جوړولو او استولو وروسته، په جمهوري ریاست کې مسؤولینو ځان تېر او ویې ویل چې د عامې روغتیا وزارت ته لارښوونه شوې:

«کله مو چې د عامې روغتیا وزارت ته مراجعه وکړه؛ د دغه وزارت مسؤولینو په دې اړه بې خبري وښوده».

 سره له دې چې د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخانه مینه پال هم موضوع د عامې روغتیا له وزارت سره په تړاو کې بولي؛ خو د عامې روغتیا وزارت مسؤولین ټینګار کوي چې د دغې موضوع په تړاو، هېڅ رسمي یا شفاهي مسؤولیت نه لري.

د دشت برچي سل بستریزه روغتون یو ډاکټر سید جمال الدین منصور منش وايي:«هغه شپه چې ولسمشر له دغه ځایه لیدنه وکړه، وېې ویل چې دغه روغتون ته نقدي مرستې استول شوې دي او په قربانیانو وېشل کېږي؛ خو تراوسه مو د مرستې په نوم څه ونه لیدل».

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دې اړه څه نه وايي؛ خو ځینې شنوونکي او د هېواد په ملي شورا کې ځینې استازي په دې اړه تندې نیوکې لري.

د ولسي جرګې غړی غلام حسین ناصري؛ د دشت برچي په روغتون باندې برید بشري جنایت بللی، پردې باور دی چې دا ډول مرستې (بېړنۍ مرستې) باید درې تر یوې اوونۍ پورې ونه ځنډول شي.

ښاغلی ناصري، ولسمشر د خپلو خبرو او عمل پروړاندې په بې کفایتۍ تورنوي او زیاتوي:

«د ښاغلي غني د دغو ژمنو موخه، د رسنیو له لارې د خلکو د افکارو کنټرول دی؛ خو د عمل په ډګر کې یې پښه ګوډه ده».

د کابل پوهنتون استاد محمد واقف نوري د جمهوري ریاست په کړنو باندې نیوکې سره وايي چې ښاغلی غني د احساساتو له مخې خبرې کوي؛ خو د سیاسي ښکلتیاوو او قدرت غوښتنې له امله یې بېرته هېروي.

 د ولسمشر مرستیال ویاند ښاغلي مینه پال د دې ټولو پروړاندې زیات څه ونه ویل؛ خو ویې منله چې د ولسمشر شاو خوا کسان، کارکوونکي او باور وړ کسان نه دي.

خبریاله: فخریه رادفر

..

د کرونا ناروغ او ډاکټر په ډوډۍ او اوبو کې اختلاس

کابل ـ ۱۳۹۹ د غويي ۱۲

‌ هره ورځ کم تر  کمه په کابل کې د افغان جاپان روغتون کې دکوید ۱۹ ناروغانو د ډاکټرانو او  کارکوونکو د شپې ورځې ډوډۍ نیمايي حیف او میل کېږي.

د افغان ـ جاپان روغتون او دارالامان ماڼۍ د تجرید ځای د بستري ناروغانو، کارکوونکو او ډاکټرانو اعاشه چې له کانتینیتال سره یې قرار داد شوی او د هوټل او افغان ـ جاپان روغتون مسؤولینو هم تایید  کړی؛ د جدول یوه کاپي یې ښيي چې شپه ورځ کې د روغتون د یوه کارکوونکي او ډاکټر د شپې ورځې د درې وخته ډوډۍ لګښت ۳۰۰ افغانۍ او بستري ناروغ د ډوډۍ لګښت ۲۰۰ افغانۍ محاسبه او  منظور شوی دی.

سره له دې چې د هوټل مسؤولین ادعاکوي چې دغه قرار داد د ولسمشر فرمان له مخې د دوی په ګټه نه، بلکې د هر نفر په استحقاق کې له ۳۵ تر ۴۰ افغانیو زیان سره، دوی ته تمام شوی؛ خو د پیک خبریال له مسؤولینو او ناروغانو سره د پوښتنو، د خوړو له مینو څخه د بېلګې او انځور اخیستو په پایله کې موندلې چې وېشل شوي خواړه له  منظور شوې مینو سره ورته والی نه لري او هره ورځ کم ترکمه، د خوړو نیمايي مینو، کارکوونکو او ناروغانو ته نه ورکول کېږي.

هغه څه چې په افغان ـ جاپان روغتون کې ځینو کارکوونکو، ډاکټرانو او بستري ناروغانو هم د پیک له خبریال سره په خبرو کې، هغه اختلاس او ښکاره غلا بللې ده.

د دغه روغتون یوه ډاکټر چې غوښتل یې نوم یې وانخیستل شي، په داسې حال کې چې یو ځل مصرف لوښي کې لږ وریجې، یو بوتل اوبه او نیمه ډوډۍ یې په لاس کې وو، وویل: «نه میوه لرو، نه سلاد او ترکاري،  هره ورځ همدا خواړه  دي چې ګورئ …».

په همدې حال کې د افغان ـ جاپان روغتون د څارنې او ساتنې مسؤول عنایت الله فرنګ وال د دغو خبرو  په ردولو سره زیاتوي چې حتی دکرنې له وزارت سره د عامې روغتیا وزارت د تفاهم لیک له مخې، سهار کې کارکوونکو او ناروغانو ته د غوا تازه شیدو  بستې وېشل کېږي.

خو د دغه روغتون یو شمېر ډاکټران او  کارکوونکي وايي چې هېڅکله هم د سهار لخوا شېدې نه دي وېشل شوې.

دغه روغتون کې یو بستري ناروغ، ډاکټر محمد رسول چې یو وخت یې ابن سینا روغتون کې خپله د انتاني ناروغانو  درملنه کوله،  اوس په کرونا اخته شوی او تر درملنې لاندې دی، وايي:

«رېښتیا د روغتون ډوډۍ نه خورم، ځکه بسنه نه کوي او هره ورځ له کوره یخني او پرهیزانه راته  راوړي».

خو ۵۶ کلنه ذوفنون چې دوه ورځې مخکې په دغه روغتون کې بستر شوې، بل ډول لیدلوری لري. هغه وايي سره له دې چې روغتون کې ناروغ او بستري کس چېرې اشتهی لري؛ خو بیا هم د تېرو دوه شپو ورځو ډوډۍ د بسنې بولي.

د فرنګ وال په وینا، هره ورځ کم او زیات ۸۰ خوراکه ډوډۍ ډاکټرانو او کارکوونکو او ۲۰ خوراکه هم بستري ناروغانو لپاره د قرار داد له مخې، له کانتنیتال څخه را رسېږي.

خو له دې خبرو سره، د پیک خبریال موندنې د دې ښکارندوی دي که  چېرې په یوه خوراک ډوډۍ کې، د منظور شوي قرار داد له مخې، نیمايي لازمه او حواله شوي مواد کم وي، په دې مانا چې د قرار داد له نرخ سره سم، د روغتون د ډاکټر او ناروغ په هر خوراک ډوډۍ کې  ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانۍ اختلاس شوی او دغه شمېره چې د ورځې په سلو خوراکونو کې ضرب کړې، په  اوونۍ او میاشت کې، هغه عواید دي چې په دنده کې له صلاحیت څخه دکار اخیستنې سره، د ځینو مسؤولینو نا مشخصو جیبونو ته ځي.

څرنګه چې په ولسي جرګه کې د خلکو استازي توحید وحدت  هم د دغې موضوع د څېړلو غوښتنه کوي، وايي:

«هرڅوک چې د ډاکټر او ناروغ له ډوډۍ  غلا کوي،باید په نښه او د خپل عمل جزا  وویني. و لاو که اختلاس  کوونکی د هوټل وي یا روغتون…».

ښاغلی وحدت د عدلي اوقضايي بنسټونو له لارې د دغې موضوع په څارنې باندې ټینګار سره زیاتوي، سره له  دې چې د دغه اختلاس کچه لویه نه ده؛ خو د خلکو له ډوډۍ څخه غلا بدترین جرم  دی چې په هېڅ قانون او هېواد کې د  بخښنې نه دی.

د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو او  خلکو هم د داډول اختلاسونو په  اړه د نه تایید شویو مطالبو په خپرولوسره، د مسؤولینو بې کفایتۍ او ټولو ته  یو شان د خدماتو نه وړاندې کولو له امله، په ځینو مسؤولو حکومتي چارواکو  باندې کلکه نیوکه  کړې او دا داسې وضعیت د څېړلو  غوښتنه یې کړې چې له یوې خوا کرونا او اقتصادي بې وزلي او بل پلو، د « ګردنې سر غلو»  د زرګونه خلکو ژوند له ننګونو سره مخ کړی.

په همدې  حال کې د  کانتینیتال مسؤولین د افغان ـ جاپان روغتون د ناروغانو او  کارکوونکو د ډوډۍ برابرولو د کمښت او درغلۍ په برخه کې هر ډول لاسوهنه ردوي؛ خو ….. د افغان ـ جاپان روغتون سرطبیب نورزی چې په وینا یې نوی پردې دنده ګومارل شوی او په دې اړه معلومات نه لري، مني چې له هغه وړاندې  په دغه روغتون کې نیمګړتیاوې وې.

ښاغلی نورزی ژمن دی چې د دغه روغتون د کارکوونکو او ناروغانو د ډوډۍ د اختلاس موضوع په جدي توګه  څاري او پایلې به یې ژر له رسنیو  سره شریکې کړي.

خبریال: عبدالمطلب فراجي

..

موقتي کوپون، اړمنو سره مرسته که د عامه افکارو تېرایستل

کابل ـ ۲۵ وری ۱۳۹۹

د پوځیانو کورنیو ته د خوراکي توکو کوپون وېش په داسې حال کې بند شوی چې د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو سربېره، د  کرونا افت هم یو شمېر دغه کورنۍ په مرګ او لوږې ګواښي.

تېر کال ځینو دغه کورنیو کوپون اخیستی، سره له دې چې د دغومرستو له ترلاسه کولو خوښ ښکاري؛ خو لږ والي او موقتي والي ته یې د شک او چل په سترګه ګوري.

د کاپيسا اوسېدونکې بي بي ماري چې د (پولیسو افسر عبدالمعروف) کونډې او څلورو یتیمانو سرپرستي کوي او په تېرو نهو میاشتو کې یې د خوراکي توکو میاشتنۍ بستې هم ترلاسه کړې، وايي چې دغه کوپون که چېرې موقتي نه وای، په دا ډول قرنطین او بېکارۍ وضعیت کې دوی لپاره کیمیا وو.

هغه وضعیت چې په پلازمینه، هرات او ځینو نورو ولایتونو کې د کرونا ویروس خپرېدو له امله، زرګونه بې وزله او اړمنې کورنۍ (د قربانیانو کورنۍ) په لوږه ګواښي.

ولسمشر محمد اشرف غني، د پخواني حکومت له پای ته رسېدو کال مخکې، د یوه فرمان په صادرولو سره، د تدارکاتو ملي ادارې ته دنده وسپارله، څو د تېرو اتلسو کلونو په ترڅ کې د دولت له وسله والو مخالفینو سره د وژل شویو پوځیانو کورنیو ته د خوراکي توکو کوپون ووېشل شي.

د ۱۳۹۷ کال د وږي ۲۷ نیټې (۱۵۳۲) شمېرې په فرمان کې راغلي چې پوځي شهیدانو ته د درناوي او تکریم لپاره، د تدارکاتو ملي اداره مکلف ده څو د پوځیانو ۱۲ زره کورنیو ته یوازې ۹ میاشتو لپاره د خوراکي توکو  بستې ورسوي.

دغه فرمان مشخص کړې چې د دغو کورنیو نوملړ د کورنیو چارو، ملي دفاع، کاراو ټولنیزوچارو شهیدانو او معلولینو وزارتونو او ملي امنیت له لارې باید د تدارکاتو ملي ادارې ته چمتو او وسپارل شي.

د دغه فرمان له مخې، هر یوه کورنۍ د میاشتې له پينځه زره افغانیو لږ خوراکي توکي چې پکې (۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریجو، ۵ کیلو غوړیو، ۷ کیلو ادس، ۵ کیلو بوره  او ۱ کیلو چای) شامل دي ترلاسه کړي.

دا چې د خوراکي توکو بستې چاته وېشل شوې او ایا په دغه لنډ مهاله موده کې د اړمنو کورنیو لپاره بسنه کوي او که نه؟ له  ۱۲۰ زیاتو کورنیو د پیک خبریال سره په ټیلیفوني اړیکو او حضوري خبرو کې ځواب ورکړی.

د ۱۲ زره  کورنیو نوملړ چې د تدارکاتو ملي ادارې لخوا د پیک خبریال ته وړاندې شوی، یوازې د کابل،پروان، کاپیسا، وردګو او لوګر ولایتونو دی. د ولسمشر مرستیال ویاند طارق محمود وايي چې د ولسمشر د منظورۍ په صورت کې به دغه مرستې نورو ولایتونو ته هم پراخې شي؛ خو نه وايي چې دغه مرستې به کله پيل شي.

په داسې حال کې چې ولسمشر غني ویلي وو؛ چې د قربانیانو کورنیو سره د دغو مرستو لګښت، له پراختیايي پروژو څخه د سپما شویو ۱۸ میلیارد افغانیو یوه برخه ده چې د تدارکاتو ملي ادارې لخوا ورکول کېږي.

هغه لګښت چې هرې کورنۍ لپاره نږدې ۵ زره افغانۍ ځانګړی شوی او ۱۲ زره کورنیو لپاره د نهه میاشتني کوپون لګښت ۶۰ میلیون افغانۍ هم نه کېږي.

د دې سربېره چې د قربانیانو له ۷۰ سلنه زیاتو کورنیو د حکومت  دغه کار ستایلی؛ خو نورو ویلي دي چې ښه دا وه څو د بې کیفیته خوراکي توکو پر ځای د نغدو پیسو مرسته  شوې وای.

د کابل ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکې او د وروستیو دوه لسیزوجګړې د قربانیو پاتې هاجره وايي:« نه یې غوړي د کارونې وړ وو او نه یې هم غله دانه، نغدې پیسې یې چې ورکړې وای ښه وو…».

په همدې توګه له ۲۰ سلنه زیاتو کورنیو چې د پیک خبریال پوښتنې یې ځواب کړې، ویلي چې د ډېرې یا لږ نغدي او جنسي مرستې څخه د قربانیانو او لادونو راتلونکې او ښوونې او روزنې ته پاملرنه، د دوی د اړتیاوو له لومړیتوبونو څخه دي او حکومت باید په دې برخه کې ډېره پاملرنه وکړي.

هغه څه چې د پوځي چارو ځینې شنوونکو هم ورباندې ټینګار کړی او د دغه  بهیر دوام یې د پوځي قربانیانو د سرښېندنو د ملاتړ او د دوی د اولادونو د برخلیک په برخه کې لازمي بللی او حکومت د دغه  چارې په ترسره کولو مکلف بولي.

د پوځي چارو شنوونکی عتیق الله امرخیل سره له دې چې د حکومت دغه کار ستايي؛ خو په ټول هېواد کې د دوه لسیزو په ترڅ کې د قربانیانو کورنیو شمېر او وضعیت ته په پام سره، دغه مرستې کافي نه بولي او هیله څرګندوي چې د افغانستان دولت په راتلونکې کې وکړای شي دغو کورنیو ته په سمه توګه رسېدنه وکړي.

خو د پوځي چارو بل شنوونکی جاوید کوهستاني بیا په دې اړه بل ډول شننه لري. نوموړی په هېواد کې د دوه لسیزو په  ترڅ کې د قربانیانو  د ۶۰ تر ۷۰ زره کورنیو شمېر ته په پام سره، د حکومت دغه کار، د ملي او نړیوالو بنسټونو، رسنیو او د قربانیانو کورنیو د اعتراض پایله بللې او حتی ( ۱۲ زره کورنیو ) لپاره د کو پون وېش شمېر ته هم د شک په سترګه ګوري.

ښاغلی کوهستاني زیاتوي چې د حکومت دغه کار، ډېر ناوخته (د حکومت د کاري کال په پای کې) لنډ مهاله او ټاکنیز تبلیغات وو چې د رایو ترلاسه کولو او عامه افکارو تېرایستلو په موخه عملي شوي دي.

د ښاغلي کوهستاني په وینا، که چېرې دغه بهیر دوام وکړي، نو غوره کار  او تاریخي خدمت به وي؛ خو د افغانستان حکومت د رامنځ ته شوي کړکیچ مدیریت چې هره ورځ له خلکو  قرباني اخلي، نه لري.

سره له دې چې د امنیتي بنسټونو مسؤولینو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو د ملي دفاع وزارت ټینګار کړی چې د ملي اردو قربانیانو ورثو څخه د ملاتړ په موخه، د دغه وزارت د طرحې او وړاندیز له مخې به اوږدمهال کې د کو پون وېش پروګرام عملي شي.

..

د قرنطین سرغړونکی، جریمه او زنداني کېږي؟

کابل ـ ۱۳۹۹ وږی ۱۸

د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د کابل ښار قرنطین کېدو له اعلام څخه لس ورځې تېرې شوې؛ خو کابل ښار تراوسه له ګڼې ګوڼې ډک دی.                                                                       

د هېواد  په لوېدیځ کې له هرات ولایت  وروسته، د حکومت لخوا د کرونا ګواښ له امله په کابل ښار کې له کوره د وتلو منع اعلام شوه. خو دغه ممنوعیت د بېلابېلو عواملو له امله، د ډېرو ښاریانو  لخوا مراعات نشو او حکومت په  سختوکړنو لاس پورې کړ. کابل والي محمد یعقوب حیدري چې هممهاله په کابل کې د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي بېړنۍ کميټې مسؤول دی، د یکشنبې په ورځ د وری ۱۷ یې وویل: «له نن وروسته، هرچا چې په کابل ښار کې د تګ راتګ محدودیت نقض کړ، د ساري ناروغۍ د لېږد په تور مجازات کېږي».

هغه مجازات چې د افغانستان د جزا کود په ۷۰۸ او ۷۱۸ مادوکې یې نقدي جریمه او حتی د زندان حکم شوی دی.

مسؤولینو ویلي چې د حکومت دغه کار، هممهاله په بلخ، هرات،فراه او نیمروز ولایتونو کې عملي کېږي. ښاغلي حیدري دکرونا ویروس پروړاندې د خلکو د بې پروايي او روغتیايي لارښوونو د نه مراعات کولو په اړه د اندېښنې په څرګندولوسره زیاته کړه چې له دې وروسته، د قرنطین سرغړوونکي تر ۱۸ زره افغانیو پورې نقدي جریمه او د تکرار او نا فرمانۍ په صورت کې به، حتی په زندان به محکوم شي.

د کابل والي، لس ورځې مخکې د کابل ښار قرنطین د طرحې جزییاتو وړاندې کولو سره، د دغه ښار له ټولو اوسېدونکو غوښتي وو چې له کوره بهر نشي او ګڼ میشتو سیمو ته لاړ نشي. خو دغه طرحه، د خلکو له خوا په سمه توګه عملي نشوه.

د حکومت لخوا د دغې اجرايي طرحې له مخې، د دولتي او غیردولتي بنسټونو، روزن ځایونو، کلپونو، تفریح ځایونو او حتی عبادت ځایونو فعالیتونه بند شوي او هغه موټر چې له څلورو کسانو زیات مسافر ولري، په کابل ښار کې د ګرځېدو اجازه نه لري.

تېره پنجشنبه د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش هم د دغه وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولوسره وویل:« ادارې مکلف دي چې سخت تدابیر عملي کړي. له دې پرته ممکن کابل ښاریان د دغه ویروس د خپرېدو له امله له جدي ګواښ سره مخ شي».

قرنطین یا رخصتي؟

 ځینې کابل ښاریان د عامې روغتیا وزارت لارښوونو او مسؤولینو خبرو او  له بابېځه ګڼلو سره او روغتیايي لازمو په پام کې نه نیولوسره د نورو رخصتیو ورځو په څېر په تفریح ځایونواو ګڼ میشتو سیمو کې چکر وهي او یا هم په ورځنیو کارونو بوخت دي.

څرنګه چې په ټولنیزو شبکو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د غېږنیونې، ډله ییزو میلو، چرګانو او سپیو جنګولو او دغم اوښادۍ غونډو  تصویرونه لاس په  لاس کې کېږي.

د ټولنیزو عادتونو پرېښودل لکه ( لاس ورکولو، روغبړ کولو، مخ ښکولولو، یو ځای ناستي او فزیکي اړیکې) د هېواد د روغتیايي مسؤولینو لخوا د کرونا ویروس پروړاندې د مبارزې په برخه کې یوه بله تګلاره ده چې تراوسه هم د ځینو  خلکو له خوا بابېځه ګڼل شوې او د دیني او  کلتوري عقایدو خلاف یې بولي.

د کابل ښار  د څلورمې ناحیې اوسېدونکی حسیب الله چې قرغې ته روان دی، وايي چې له قرنطین څخه ستړی شوی او غواړی  چې میلې ته لاړ شي. نږدې دوست یې عبدالجبار چې ورسره دی، پردې باور دی چې تفریح انسان ته ګټه کوي او میلې ته  تلل ورزش دی او د بدن  د مقاومت زیاتوالي لامل کېږي. نوموړی وايي: «موږ یو بل سره فزیکي اړیکه نه لرو، څو  دقیقې قدم وهو چې تازه هوا واخلو».

د کابل ښار اوولسمې ناحیې اوسېدونکی احمد جابر، په داسې حال کې چې د کرونا ویروس له وېرې یې ماسک او دستکش اغوستي دي؛ وايي: «یوه مقوله ده چې وايي؛ اوبه چې چېرې ډېرې پاتې شي، خوسا کېږي. په همدې توګه انسان هم په کورکې له ډېر پاتې کېدو ستړی کېږي».

جابر زیاتوي سره له دې چې کرونا جدي ګڼي او له  تېرو دوه  اوونیو راهیسې په کورکې قرنطین دی؛ خو ډېری ګاونډیان  او شاوخوا کسان  یې نه یوازې داچې روغتیايي لارښوونې نه مراعات کوي،  بلکې سرغړونه او ګنګوسې هم کوي.

لوږه، له کرونا وژونکې ده؟

مسؤولینو د قرنطین طرحې له تطبیق سره، نه  یوازې  د خلکو د ګڼې ګوڼې او ګرځېدو مخنیوی نه دی کړی، بلکې تراوسه د ښار په واټونو کې په کراچیو  کې د پېر او پلور بازار هم تود دی.

د سړک غاړې ځینې کارو باریان پردې باور دي چې دوی سرغړونکي نه، بلکې اړ دي چې د یوې  مړۍ ډوډۍ پیداکولو لپاره له  کوره بهر شي.

د هرات ولایت ۲۱ کلن اوسېدونکی عبدالمنان، د هغه ځای له قرنطین  کېدو وروسته، کابل ته  راغلی او څلور ټایره  کراچۍ سره،  د ښار په واټونو کې هراتي حلوا پلوري. هغه وايي چې اړ  دی شپږ کسیزې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي.

د نوموړي په څېر ډیری  کار وباریان شته چې د امنیتي مسؤولینو له  وېرې په مشخص ځای کې کار نشي کولای او وخت ناوخته د واټ له یوې  غاړې بلې ته او له یوه ځایه بل ځای ته د تلو هڅه کوي، څو  خپل توکي له ګټې یا تاوان سره وپلوري او د کورنۍ  د شپې ورځې نفقې لپاره څه پيسې وګټي.

د کابل ښار د درېیمې ناحیې  اوسېدونکی کبیر چې په کوټه سنګي کې کیلې خرڅوي، د امنیتي مسؤولینو له وېرې، څو ساعتونو لپاره په یوه ځای کې کار نشي کولای. هغه وايي: «کار ونه کړو څه وکړو، کرونا مهمه ده او که د څلورو  اولادونولوږه…».

د کابل ښار د قرنطین طرحې له  مخې، ښاري کوچني ترانسپورټي موټر هم له  درې تنو د زیاتو کسانو د لېږد اجازه نه لري؛ خو د تهیې مسکن د میوو اوسبو په مارکیټ  کې د روزمزد سراچې موټر چلوونکی ۳۰ کلن فرهاد وايي چې اته کسیزې کورنۍ ته د  ډوډۍ برابرولو سربېره، ۳۰۰ افغانۍ باید د موټر خاوند ته  هم ورکړي.

نوموړی په  داسې حال کې چې قسم کوي چې دسترخوان  کې  د کورنۍ د یوې شپې ډوډۍ نه لري، وايي:«له درې تنو سورلۍ او شل افغانۍ کرایې سره، څه وکړم؟ د کرونا  په ویلو سره  کورکې کینو چې خدای یې له  اسمان راکوي…».

خو د چهار قلعه چهاردهي اوسېدونکی،  توفیق الله بیا د فرهاد لید لوري خلاف، د کوټه سنګي دارالامان ترمنځ په کرولا موټر کې مسافر وړي. نوموړی روغتیاد خدای لوی نعمت او د د نیا لویه شتمني بولي، وايي چې له درې تنو سره  هم  کار  کوي او د شکر په ویلو سره بسنه کوي. « روغتیا لوی نعمت دی، سړی چې روغ وي،  پيسې  هم پیدا کېږي».

په کابل  کې د اسلامي طب محقق محمد عارف عرفان هم په  ښاري ترانسپورټي موټرو  کې د واټن  پر رعایت ټینګار  کوي او خبرداری ورکوي چې د خلکو  ترمنځ د واټن رعایت، لږ ترلږه یو متر، مطلق ضرورت دی.

امر او نهی او د ناورین  خبرداری

خو له دې سره، د چارو د مسؤلینو  لخوا امر  او نهی،  سرغړونه  او د خلکو بې وزلي او په  کرونا (کوید19)  ویروس باندې د اخته کسانو شمېر زیاتوالی په  ځانګړي ډول پلازمینه کې د کرونا تشخیص مرکز وروستیو درې ورځو کې ورکړل  شوي معلومات  په کابل کې د کرونا ویروس چټکې پراختیا ښکارندوی دي.

د عامې روغتیا وزارت  ویاند وحید الله مایار د یکشنبې په ورځ د وری په  ۱۷ وویل، چې وروستیو دوه ورځو کې په کابل کې د کرونا مثبتې بیلګې له هرات څخه زیاتې دي او په دغه  پينځه میلیوني ښار کې د ویروس ګردش خطرناک او ناورین رامنځ  ته کوونکی دی.

د یکشنبې په ورځ د وری په ۱۷ په  ټول هېواد په کرونا ویروس  داخته  کسانو شمېر ۳۵۷ تنو ته  رسېدلی. هرات د ۲۳۰ مواردو سره لومړي او  کابل د ۵۳ مواردو په  لرلوسره، دویم ځایګي کې دی.  له کابل وروسته، فراه، نیمروز او سمنګان ولایتونه دهېواد په کچه د کرونا ویروس  ډېری اخته کسان لري.

د ښاغلي مایار په وینا،تراوسه په هېواد په کرونا  ویروس اته تنه اخته کسانو  خپل ژوند  له لاسه ورکړی او ۱۵تنه نور ښه شوي دي.

په همدې  حال کې د کابل والي،  یو ځل بیا له  کابل ښاریانو غوښتي چې بې ضرورته له  کوره بهر نشي او په ټولو ځایونوکې روغتیايي لارښوونې  رعایت کړي.

ښاغلی حیدری خبرداری ورکوي که چېرې خلک په خپله دغه  کار کې برخه وانخلي او کرونا جدي ونه ګڼي، کابل  ښار به د کرونا ویروس له امله  د زرګونه کسانو د مړینې شاهد وي.

سره له دې چې د چارو مسؤولین د خلکو  لخوا د قرنطین او  روغتیايي لازمو په پام کې نه نیولو په  برخه کې د سرغړونو او بې پروايي شاهدان  دي؛ خو تراوسه له دغه کار څخه د سرغړونې په تور څوک نه جریمه  او نه هم زنداني شوي دي او روښانه هم نه ده چې دغه سخت تدابیر به  په پلازمینه او قرنطین لاندې ښارونو کې د  کرونا ویروس مخنیوي کې کوم مثبت بدلون  راولي!

د ښاغلي عرفان په  باور،  دغه تدابیر د حکومت د ناچارۍ او د خلکو نه پاملرنې له  امله تر  یوه حده سم دي؛ خو په ښه توګه  د قرنطین  طرحې د تطبیق لپاره عمومي حشر ته  اړتیا ده او خلک باید په مسؤولانه ډول پکې برخه واخلي چې له  دې پرته به د هېواد په  تاریخ کې لوی انساني ناورین ثبت شي.

خبریال: شاه محمود اندیشور

..

علما: «جومات ته تلل، اختیاري دي»

کابل ـ ۲ ورۍ ۱۳۹۹

د کرونا ویروس د خپرېدو له امله، د ورزشي، تفریحي، روزنیزو بنسټونو او د خلکو د راټولېدنې د نورو ځایونو د  بندېدو له امله، د افغانستان حکومت د اعلامیې له خپرېدو وروسته، ځینې دیني علما خبرداری ورکوي  چې جوماتونه له دغه امر څخه مستثنې دي او  خلک کولی شي چې د روغتیايي لازمو په  رعایت کولو سره،  د جومات لمونځونو کې ګډون وکړي.

په داسې حال  کې چې د کورنیو  چارو وزارت په خپله  نوې اعلامیه  کې، له هر ډول سرغړونکو سره د جدي چلند او هر ډول راټولېدو د مخنیوي خبره کړې؛ خو  د مذهبي غونډو (په جومات کې د لمانځه اداکولو) ته یې هېڅ اشاره نه ده کړې. د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ویاند  صابر  مومند هم په ټول هېواد کې د هرډول فرهنګي غونډو او مراسمود ممنوعیت خبره  کړې، زیاتوي چې  وروستیو دوه لسیزوکې لومړي  ځل لپاره د نوي کال جشن او مزار  شریف کې د جهندې پورته کول د کرونا ګواښ له امله لغو شوي دي، خو دلمانځه او جومات په اړه څه نه وايي:

د کورنیو چارو وزارت  د ۱۳۹۸ کال د کب ۲۸ په  اعلامیه  کې راغلي:

«د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي او وقایې په موخه، د عامه اړیکو دولتي کمېټې  پریکړه وکړه څو د هوټلونو، لمبوځایونو، حمامونو او ورزشي سالونونه او هغه محلونه چې خلک پکې راټولېږي، ثاني امر پورې دې ممنوع شي».

خو داچې ولې جوماتونه د خلکو راټولېدو په توګه نه دي ذکر شوي؛ د کورنیوچارووزارت مرستیال ویانده مروه امیني د دغې پوښتنې په ځواب کې د پیک خبریال ته  د واتساپ  په پیغام خونه کې ولیکل:

«د جوماتونو په اړه، د حج اوقافو وزارت نظر څرګندوي».

هغه وزارت چې ویاند یې موضوع د هېواد د جیدو علماوو له پرېکړې او فتوا سره اړوند بللې او ټینګار کوي چې تراوسه په دې اړه کومه پرېکړه او ځانګړی تدبیر نه دی نیول شوی.

د ارشاد حج او قافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني وايي چې دغه وزارت ته د کرونا ویروس نړیوال ګواښ په اړه د دیني علماوو وروستۍ توصیې همدا وې چې د لمانځه خطبې دې لنډې وي او هغه کسان چې د دغه ویروس په اړه شک لري، باید جومات ته لاړ نشي. خو دغه تدابیرو د ځینو دیني علماوو (تسنن او تشیع) نقد او نظرونه له ځان سره لرلي دي.

د افغانستان د علماوو سراسري شورا غړي مصباح شهرستاني پردې باور دی چې جماعت فرض نه دی؛ خو ځان ساتل فرض دي.

د ښاغلي شهر ستاني په وینا، د جوماتونو ملاامامانو له لارې دې خلکو ته پوهاوی ورکړل شي چې په غونډو (جنازې مراسمو،فاتحو، ودونو او میلو) کې باید ګډون ونه کړي او د بل هر کار په پرتله، د ځان او کورنۍ د ساتنې او وقایې په فکر کې وي.

هغه څه چې د ارشاد حج او قافو وزارت د جوماتونو د انسجام له مسؤولیتونو بلل کېږي.

د دغې ادارې رییس، فضل کریم سراجي د کرونا ویروس د الهي عذاب نښه بللې، وايي چې د جوماتونو دروازې به د تړل کېدو پرځای د خلکو پرمخ پرانیستې وي، څو خلک له دغه ویروس څخه د خلاصون لپاره په عاجزۍ او پاکیزه ګۍ سره، دعا او عبادت وکړي او له هرڅه زیات  پاکوالی او نورو سره د اړیکو نه ټینګول مراعات کړي.

ښاغلی سراجي زیاتوي سره له دې چې تراوسه د هېڅ یوې مرجع له خوا د جوماتونو د دروازو د تړلو او نه تړلو په اړه کومه پرېکړه او فتوا نه ده صادره شوې؛ خو خلک اختیار لري او حتی که چېرې لږ ټوخی او ریزش هم ولري او یا مشکوک وي، جوماتونو ته له تلو دې ډه ډه وکړي.

کابل ښار کې ځینې نور دیني علما او د جوماتونو امامان دغه نړیوال ګواښ یو عذاب او نورو ته یې د عبرت لپاره الهي ازمېښت بللی، وايي: « خلک باید له پخوا زیات په لمانځه او عبادت ټینګ وي».

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د جومات دغه امام چې د نوم له اخیستو ډه ډه کوي، د کرونا ویروس له امله په جومات کې دلمونځ کوونکو ورځ تربلې کموالی مني؛ خو د جوماتونو د دروازو تړل په دین تیری او له دین او مذهب سره د ښمني بللې، ټنیګارکوي چې هېڅ ځواک به د نړۍ مسلمانانو جماعت نشي پاشلی.

هغه جماعت چې ځینې عادي خلک هم ورباندې ټینګارکوي او پردې باور دي چې د دیني او مذهبي عقایدو پروړاندې یې له هېڅ ګواښ نه وېريږي او د جماعت لمنځونه نه پرېږدي.

د کابل ښار د پېنځمې ناحیې اوسېدونکی ۲۷کلن احمد رشاد په داسې حال کې چې په وینا یې  پېنځه وخته لمنځونه نه قضا کوي، وايي «له دغه نړیوال افت څخه د خلاصون لار، لمونځ او الهي دربار ته دعا ده».

خو د کابل ښار د درېیمې ناحیې اوسېدونکی ۵۴ کلن جواد چې ځان له ځوانانو زیات د کرونا ویروس پروړاندې زیانمن بولي، وايي:« ماته کور او جومات دواړه یو دي. خو له دغې ناروغۍ څخه د خوندیتوب لپاره، کور غوره ګڼم».

بل پلو، د فرهنګي ټولنیزو چارو مسایلو شنوونکي او مدني فعالان، د کرونا ویروس ژر خپرېدل او په ګاونډي هېواد او نړۍ کې یې پر ځای پاتې اغېزې، په هېواد کې د روغتیايي ظرفیت نشتوالي له امله خطرناک او ناورین رامنځ ته کوونکې بولي او جوماتونو ته د خلکو پر عمومي ممنوعیت ټینګارکوي.

د دیني او فرهنګي چارو کار پوه ګل پاچا بینا،  جومات ته د تلو او نه تلو وروستۍ پرېکړې په برخه کې د ځینو دیني علماوو په تند لارې توب نیوکه کوي او وايي چې اسلام د اکراه دین نه دی او په داسې حالت کې چې خطرناک ویروس هره ورځ نړۍ کې له سلګونه  کسانو قرباني اخلي، دیني علما په ځانګړي ډول (جید علما، مفتیان او د علماوو رهبري شورا) بهتره ده چې خلکو ته ووايي چې «صلو في بیوتکم» یعني جومات ته مه ځئ  او پېنځه وخته لمونځونه په کور کې ادا کړي.

څرنګه چې مولوي بشیر احمد نثار مفتي او د کابل د علماوو شورا غړی، د حضرت محمد (ص) حدیث دا ډول بیانوي:

«د پیغمبر (ص) په زمانه کې، یوه ورځ سخت باران ورېده او په جمع د لمونځ کولو امکان نه ؤ، رسول الله (ص) مؤذن ته لارښوونه کړې وه چې اذان کې ووايي، لمونځونه په کور کې ادا کړئ».

دغو روایتونو او د دیني علماوو نظرونو ته په پام سره، د عامې روغتیا وزارت هره ورځ له ګاونډي ایران څخه د زرګونه ( کرونا شکمنو) د راتګ او په  ځینو ګڼ میشتو ځایونو کې په عادي توګه د غونډو جوړېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره، د حج اوقافو وزارت څخه غوښتي څو د دغې خطرناکه ښکارندې پروړاندې د مبارزې په برخه کې د هېواد د لویو علماوو د وروستۍ پرېکړې او تصمیم په رڼاکې، د عامې روغتیا له وزارت سره مرسته او همکاري وکړي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند توحید شکوهمند وايي چې تراوسه یې په دې اړه له دیني علماوو کوم پیغام نه دی ترلاسه کړی.

په  داسې حال کې چې د ملي او نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، ډېرو اسلامي هېوادونو د کرونا ویروس د پراختیا زیاتوالي د اندېښنو په درشل کې، په دې اړه شرعي فتوا ګانې صادرې کړې دي. خو د افغانستان د علماوو سراسري شورا او د حج اوقافو وزارت کې د دارالافتا په نوم نوي جوړ شوي بنسټ تراوسه په دې اړه پټه خوله دي.

سره له دې چې د قاهرې د الازهر د دارالافتا په نوم یو لیک په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې خپور شوی، د افغانستان دولت ته پکې لیکل شوي چې د مسلمانانو د ځان خوندیتوب، د بل هرڅه په پرتله مهم او ارزښتناک دي. نو له دې امله، د جماعت لمونځ او ټول ډله ییز فعالیتونه ممنوع دي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، دغه فتوا متحده عربي اماراتو، عمان، عراق، لیبیا  او ځینو نورو اسلامي هېوادونو کې هم صادره شوې ده.

خو د حج اوقافو وزارت د داډول فتوا د ترلاسه کولو په اړه بې خبري ښيي. ښاغلی حسیني د قاهرې الازهر دارالافتا ته، جومات ته د خلکو د تلو او جمعې لمونځ په اړه د کرونا د ګواښ له امله د افغانستان دولت لخوا د لیک استول مني؛ خو ټینګار کوي چې تراوسه یې په دې اړه ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د نړیوال روغتیايي سازمان موندنې ښيي چې د ۱۵۸ هېوادونو له ډلې، د ۱۳۹۹ وری لومړۍ نیټې د جمعې تر ورځې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له دوه سوه زره زیات شوی او په دغه ویروس باندې له اته زره زیات اخته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. چین هېواد په دغه ویروس باندې له ۹۰ زره زیات اخته کسان او له درې زره زیاتو کسانو مړینې سره، په نړۍ کې د کرونا ویروس اخته او قرباني کسانو مړینې سره د شمېرو په سرکې دی. ایټالیا ۲۵ زره اخته او له زرو زیاتې مړینې سره دویم او ایران کرونا ویروس باندې د ۱۵ زره اخته او زرو تنو مړینې سره، درېیم هېواد دی چې تراوسه یې قرباني ورکړې ده.

د افغانستان د عامې روغتیاوزاردت اعلام کړی چې تراوسه د هېواد په اووه ولایتونو  کې د کرونا ۲۴ مثبتې پېښې په نښه او قرنطین شوې دي، چې له نیکمرغه تراوسه هېڅ یو وګړی په هېواد کې د ننه په دغه ویروس باندې د  اخته کېدو له امله نه دی مړ شوی. له دې وړاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، په ایران کې کرونا ویروس باندې د اخته کېدو له امله د لسو افغانانو د مړینې خبره کړې وه.

..

مشرانو جرګه: د خلکو سلګونه شکایتونه څېړل شوي

کابل ـ ۱۰ کب ۱۳۹۸

د هېواد مشرانو جرګې په خپل نوي کلنی راپور کې، د دغه بنسټ اړوندو کمېسیونونو کې د ۲۹۱ شکایتونو د څېړلو خبره کړې.

د هېواد مشرانو جرګې اوولسمې دورې لومړي کال راپور کې چې یوه کاپي یې داطلاعاتو غوښتنې د پاڼې په بدل کې د پیک خبریال ته وړاندې شوې، د نامعلومو شکایتونو، ستاینلیکونو د ورکړې او لسګونه مورده تکراري مواردو په اړه ضد او نقیض معلومات درج شوي دي.

د مشرانو جرګې د اطلاع رسولو برخې مسؤول جاوید احمد فایق په وینا، ټولو (۲۹۱ مورده شکایتونو) ته د جرګې د اړوندو کمېسیونونو له لارې رسېدنه  شوې او د همدې رسېدلو شکایتونو له مخې، له ۶۳۰ ځله زیات، د وزیرانو، مرستیالانو او رییسانو په ګډون د استجواب لپاره جرګې ته بلل شوي دي.

په داسې حال کې چې د مشرانو جرګې د استول شوي نوملړ له څېړنو څخه د پیک حقیقت سنج موندنې ښيي چې د ۲۹۱ شکایتونو له جملې، یوازې ۱۱ مورده یې دولتي او غیردولتي چارواکوته ۹۵ ستاینلیکونو ورکول او ۴۴ مورده یې تکراري دي چې په دې اساس، یوازې ۲۳۶ مورده یې د شکایت په نوم ثبت شوي.

هغه شکایتونه چې د مشرانو جرګې د اطلاع رسولو د برخې مسؤولینو په وینا، ټول یې څېړل شوي؛ خو د پيک موندنې د دې ښکارندوی دي چې ډیری دغه شکایتونه نه دي څېړل شوي.

د بېلګې په ډول، د مشرانو جرګې د مخابراتواو مواصلاتو کمېسیون ته یو رسېدلی شکایت، جوزجان ولایت ته د الوتنو د نشتوالي په اړه د دغه ولایت د خلکو شکایت دی د دغې جرګې د غړې نبیه مصطفی زاده په وینا، ډیری امنیتي ځواکونه او دولتي کارکوونکي د نا امنیو زیاتوالي له امله د ځمکې له  لارې پلازمینې ته تګ راتګ نشي کولای.

سره له دې چې د مشرانو جرګې د اطلاع رسولو برخې مسؤولین ټینګار کوي چې دغه  ستونزه څېړل شوې؛ خو مېرمن مصطفی زاده وايي چې د اریانا اوکام ایر هوايي شرکتونو د مسؤولینو له ژمنو سره، تراوسه جوزجان ته هېڅ الوتنه نه ده شوې.

مېرمن مصطفی زاده زیاتوي: «دولت ساز ډله چې د واک په راس کې ده، د سیاسي مخالفتونو له امله یې جوزجان ولایت ته د کورنیو الوتنو مخنیوی کړی.»

د کام ایر هوايي شرکت مسؤولینو په دې اړه ځواب ورنه کړ؛ خو د اریانا هوايي شرکت د بازار موندنې برخې مسؤول ضیا الحق ضیاد پيک خبریال سره  ټیلیفوني اړیکې په  ترڅ کې وویل:« د رییس صاحب جمهور د حکم له مخې، د اریانا شرکت بهرنۍ الوتنې ترسره کوي او کورنۍ الوتنې د باختر هوايي شرکت لخوا چې ډېر ژر به خپل فعالیت  پيل کړي، ترسره کېږي.»

د دولت ساز ډلې ټاکنیزې او جمهوري ریاست ویاندویانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کابل ښار کوڅه او پس کوڅو، د کور لارې په اوږدو کې د موبایلونو، موټرو او کورونو وسله والې غلاوې او نا امنۍ، د جرګې د امنیتي او دفاعي چارو کمېسیون ته زیاتره رسېدلي شکایتونه دي چې بېلګه یې هغه هم د کابل ښار د څلورمې ناحیې د اوسېدونکي عبدالاحد شکایت دی چې په وینا یې درې ځلې له وسله والو غلو تښتېدلی دی.

نوموړی په داسې حال کې چې له غلو سره د نښتې پرمهال ټپي شوی، وايي:« په داسې حال کې چې  کرولا موټر د پولیسو له  څو چک پاینټونو هم تېر شو، خو په چړو او تومانچو سمبالو غلو زموږ څخه هر څه واخیستل…».

داسې شکایتونه هم  شته چې د مشرانو جرګې د د فاعي چارو کمېسیون د مسؤولینو په وینا، له امنیتي مسؤولینو سره یې په ( استماعیه او استجوابیه) غونډوکې شریک شوي؛ خو د پایلو څرک یې نه لګي.

د مشرانو جرګې د دفاعي چارو کمېسیون مرستیاله نظیفه کاکړوايي: «د ولسمشر کار پایله نه لرله، زموږ کار او اجرااتو پایله خو پرېږده، چې عادي ماموره یمه . .. ».

لږ هغه شکایتونه چې د دغې جرګې د کمېسیونونو لخوا ورته رسېدنه  شوې، یو هم په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د محصلینو شکایت دی چې د پوهنتون د مشرتابه  لخوا د یوه سمستر د زیاتوالي د اعتراض له امله د مشرانو جرګې د پوهنې او تحصیلاتو کمېسیون  ته رسېدلی دی. خو د دغه پوهنتون مسؤولینو د پيک خبریال ته ویلي چې دغه موضوع د مشرانو جرګې له غړو او د لوړو زده کړو وزارت مسؤولینو سره  په همغږۍ کې حل شوې.

د لوړو زده کړو وزارت د علمي پروګرامونو د پراختیا رییس زبیر صدیقي تاییدوي چې د محصلینو اعتراض ته رسېدنه شوې او د پوهنتون مشرتابه ژمنه کړې چې له محصلینو څخه به اضافي فیس نه اخلي.

خو له دې سره، د مشرانو جرګې د کمېسیونونو لخوا د دولتي او غیر دولتي بنسټونو او خلکو شکایتونو څېړل او نه څېړل، د ځینو حقوق پوهانو په وینا، د اساسي قانون له ۹۰ مادې سره په ټکر کې دي.

د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مرستیال سبحان مصباح پر دې باور دی چې د (ملي شورا) مشرانو جرګه قانون جوړونکی بنسټ دی او د هېواد داساسي قانون له مخې، د شکایتونو څېړلو مرجع نه ده.

د ښاغلي مصباح په وینا، دغه جرګه کې څو کمېسیونونه تر ډېره سیاسي او اخلاقي بڼه لري او په دولتي بنسټونو باندې د فشار مرجع په توګه جوړ شوي دي.

سره له دې سره چې د مشرانو جرګې د اطلاع رسولو برخې مسؤولینو په خپل کلني راپور کې، د شپاړسمې دورې کال پای کې د خلکو د ۲۸۰ شکایتونو او عریضو د څېړلو، له ۶۴۰ ځلې زیات د وزیرانو او مسؤولینو د استجواب او استماعیه په اړه راپور هم ورکړی؛ خو د خلکو ځینې استازي او د مشرانو جرګې غړي پر دې باوردي چې دغه راپورونه نه یوازې دا چې د مشرانو جرګې اصلي او قانوني دنده نه ده، بلکې د حکومت مشرتابه ته به له خوش خدمتۍ پرته بل څه نه وي.

خبریال: عبدالمطلب فراجي

..

هېڅ هنرمند سره، نغدي مرسته نه ده شوې

کابل ـ ۱۴ د سلواغه ۱۳۹۸

د ۵۰ هنرمندانو (سندرغاړو) له ډلې، هېڅ یوه یې د «مرستې» په نوم نغدي مرسته نه ده ترلاسه کړې.

یوه نیمه میاشت مخکې، ولسمشر غني د ( همایش سیر هنر در صد سال پسین ) د هنر جشنوارې د درناوي په موخه، د هېواد له هنرمندانو سره د نغدي د مرستې په اړه  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وړاندیز له ۹۱ کود څخه منظور کړ.

له هغي یوه ورځ وروسته، د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د لیندۍ په ۲۹ د دغې منظورۍ د اعلان په اړه ولیکل:« ولسمشر د دغې جشنوارې د درناوي په موخه، د استاد ګل زمان په ګډون د اووو څانګو هر یوه هنر مند سره د ۵۰ زره افغانیو مرسته وکړه.»

خو پیک خبریالۍ څېړنیز مرکز موندنې ښيي چې نه یوازې له هنرمندانو سره مرسته نه ده شوې، بلکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسؤولینو هم د اطلاعاتو د غوښتنې پاڼې د ترلاسه کولو سربېره، د څه باندې یوې میاشتې په ترڅ کې حاضر نشول چې د ۵۰ هنرمندانو ترتیب شوی نوملړ او د مرستې د وړاندې کولو څرنګوالی د پیک خبریالې ته وړاندې کړي.

د هېواد د وتلي سندر غاړي استاد ګل زمان کورنۍ هم چې دغه ۵۰ کسیزه نوملړ کې شامله بلل شوې، د هرډول مرستې ادعا بې ځایه او ناسمه بولي.

د استاد ګل زمان زوی نصیب زیاتوي چې پلار یې سخت ناروغه دی او اوس هم کابل کې د ساړه ژمي له امله، خوست کې د خپلو دوستانو سره دی.

ښاغلي نصیب له هنرمندانو سره مرسته په ځانګړي ډول یې ولسمشر سره یې د پلار انځور ناسمه بولي او وايي: « پلار سره مې د جمهوري ریاست لخوا هېڅ مرسته نه ده شوې  او د مرستو ګنګوسې هم درواغ او تېرایستل دي او بس.»

 ځینې نور هنرمندان هم ادعا کوي چې مسؤولینو په سلیقه یي ډول چلند کړی او دوی سره هېڅ مرسته نه ده شوې.

د ملي راډیو ټلویزیون د موسیقي پخوانی مدیر رسول زمری چې په وینایې د موسیقي په څانګه کې یې ۴۰ کاله خدمت کړی، هنرمندانو ته د حکومت له نه پاملرنې شکایت کوي او وايي چې ټولو هنرمندانو خدمت کړی؛ خو مرسته او پاملرنه تل غیر مستحقو کسانو سره شوې.

بل پلو، د هنرمندانو د ټولنې مشر فاروق نبي زاده وايي چې د وړاندیز له منظورۍ یوه میاشت وروسته، د هنر له هرې برخې اووه تنه د وزارت او هنر عالي شورا لخوا د وړاندې شویو معیارونو له مخې نوماند شول؛ خو تراوسه ویل کېږي چې اداري کارونه یې دوام لري او لازمه بودیجه ورته نه ده تخصیص شوې.

ښاغلي نبي زاده زیاتوي:«د موسیقي برخې نوماند هنرمندان مرستې ته عاجله اړتیا لري.»

سره له دې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د هنر عالي شورا، د دغې مرستې د ځنډ لامل، د بودیجې نشتوالی بللی او د غیر قانوني دلایلو په وړاندې کولو سره یې د نوملړ او وړاندیز له وړاندې کولو ډه ډه کړې؛ خو د یوې نیمې میاشتې په تېرېدو سره،  دغه وزارت د سلواغې په ۱۳ د نغدي مرستې د ۵۰ مستحقو هنرمندانو نوملړ په خپله فیسبوک پاڼه کې خپور کړ.

له دې وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ د اطلاع رسونې مسؤولې مینه ابراهیم خیل د پیک خبریالې ته وویل چې تراوسه د هنرمندانو هېڅ نوملړ نه دی چمتو شوی.

په داسې حال کې چې د هنر عالي شورا مرستیال تیمور حکیم یار وايي:«نوملړ چمتوشوی له وړاندیز سره یوځای، مرستیال صاحب سره دی او کله چې مرستیال صاحب له بهر څخه راستون شي، له تاسې سره به شریک شي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند هم د نوملړ د شتون او نشتون په اړه بې خبري ښيي او وايي چې دغه مرسته کې د ځنډ اصلي دلیل، مالیې وزارت سره د دغه وزارت تخنیکي ستونزه ده.

ښاغلي مومند زیاته کړه: «هرکله چې مالیې وزارت سره زموږ ستونزه حل شوه، نوملړ در کول کېږي.»

په همدې حال کې د مالیې وزارت په ډاګه کوي چې دغه وزارت ته د هنرمندانو نوملړ او اسناد په ځنډ رسېدلي او له همدې امله یې اجراات وخت نیسي.

د مالیې وزارت د مطبوعاتو امر فریدون معرفتي وايي:«موږ ته اسناد هغه وخت ورسېدل چې مالي کال ختم وو او د مالي کال له پای ته رسېدو سره، ټول حسابونه تړل کېږي، د نوي مالي کال بودیجې له تصویب سره به اجراات وشي.»

په همدې حال کې جمهوري ریاست د دغې مرستې په اړه له ځواب ویلو ډه ډه کوي او د مسؤولیت پېټی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند بولي.

 د جمهوري ریاست ویاند دواخان مینه پال وايي: «د ۵۰ هنرمندانو نوملړ جوړول، د معیارونو ټاکل، د بودیجې او اداري مسایل د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند دي او د جمهوري ریاست لخوا یواځې حکم ورکړل شوی.»

جمهوري ریاست ته د وړاندیز له وړاندې کولو مخکې، دغه مرستې ته د هنرمندانو د مستحق والي لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د هنر عالي شورا لخوا ټاکل شوي معیارونه، له ۶۵ کاله زیات سن، تقاعد او ناوړه اقتصادي وضعیت بلل شوی.

هنرمندانو سره د نغدي مرستې وړاندیز، هغه مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا جمهوري ریاست ته وړاندې شو چې له دې وړاندې استاد ګل زمان په یوه ټلویزیوني مرکه کې، د ناوړه اقتصادي ستونزو او روزګار له امله وژړل.

نوموړي د اریانا له خصوصي ټلویزیون سره د مرکې پرمهال پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل چې هنرمندان یې هېر کړي دي.

په همدې حال کې د ولسمشر لخوا د مرستې وړاندیز له منظورۍ د ورځې راهیسې تراوسه، د پیک خبریالي څېړنیز مرکز موندنې د دې ښکارندوی دي چې تراوسه په نوملړ کې شاملو ۵۰ هنرمندانو سره،  یوه سره یې ۵۰ پوله مرسته نه ده شوې او یوه نیمه ناسمه ادعا ده.

خبریاله: پلوشه عظیم

..