تازه ګانی

logo

سرتیری:«په خپله له طالبانو وتښتېدو، حکومت مرسته نه ده کړې».

کابل ـ ۱۳۹۹ لړم ۵
د ملي اردو او ملي پولیسو له ۴۰ زیات سرتیري چې طالبانو سره بندیان وو، نږدې درې اوونۍ مخکې د دولتي ځواکونو او پراتیفي عملیاتو په پایله کې نه، بلکې له یوه سرښېندونکي خوځښت سره په زابل کې د طالبانو له زندان څخه وتښتېدل.


د ملي دفاع وزارت د ۱۳۹۹ کال تلې میاشتې په ۱۹ د یوې اعلامیې په خپرولوسره ویلي چې د څو ملکي کسانو په ګډون د امنیتي ځواکونو ۴۳ تنه سرتیري د امنیتي ځواکونو اوپراتیفي عملیاتو په پایله کې د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ کې د طالبانو له زندان څخه خوشي شوي دي.
خو د پیک حقیقت موندنه ښيي چې دغه سرتیري د دولتي ځواکونو د همکارۍ او مرستې په پایله کې نه، بلکې خپله د هرډول ځاني ګواښ په منلو سره توانېدلي چې د زابل ولایت نوبهار ولسوالۍ کې د طالبانو له زندان څخه وتښتي.
په تېښته بریالی یو سرتیری له دې امله چې د طالبانو لخوا به و پېژندل شي، په دغه راپور کې د خپل نوم او هویت له څرګندولو ډه ډه کوي، د پیک خبریال ته وايي چې دوی خپله د یو سلنه ژوندي پاتې کېدو چانس سره توانېدلی څو د طالبانو له زندان څخه وتښتي؛ خو د افغانستان حکومت ( ملي دفاع وزارت) دغه اتلوالي په خپل نوم کړې ده.
د پیک خبریال سره په تېښته بریالي د غه سرتیري ځانګړي مرکه ښيي چې د حکومت مسؤولینو د ۴۳ تښتېدلو سرتیرو له جملې یوازې لس تنه یې په چورلکه کې له زابل څخه کابل ته لېږدولي دي او له نورو سره یې هېڅ مرسته نه ده کړې.
له دې ډلې یوه بل یې، د خپل هویت په پټ ساتلوسره، د پیک خبریال ته وايي چې د زابل ولایت نوبهار ولسوالۍ کې یې د طالبانو په زندان کې له دوه میاشتې زیات وخت تېر کړی او ډېر شکنجه شوی؛ خو کله یې چې د تېښتې تکل وکړ، د حکومت لخوا د طالبانو له منګولو څخه د دوی د خلاصون په برخه کې هېڅ مرسته ونشوه.
د پیک خبریال له څلورو دغو سرتیرو سره هم خبرې کړې او دوی هم ادعا کوي چې د زابل والي لخوا د دوه زره افغانیو نقدي مرستې پرته، حتی کابل ته یې د لېږد په برخه کې د ژړا او زاریو سربیره، د حکومت لخوا هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې.


په د اسې حال کې چې د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان، د دغو سرتیرو خوشي کول د هېواد د امنیتي ځواکونو «اوپراتیفي فعالیت» بللی؛ خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په دې اړه بل لید لوری لري. ښاغلي مجاهد د یوشمېر بندیانو تېښته مني؛ خو ټینګار کوي چې د دولتي ځواکونو لخوا هېڅ عملیات نه دي ترسره شوي.
په همدې حال کې د چارو شنوونکی او متقاعد پوځي عتیق الله امرخیل پردې باور دی چې د هر دولتي او غیر دولتي بنسټ لخوا ناسمه اطلاع رسونه او د حقیقت پټول ناوړه کار دی کوم چې خلک د دولت پر کړنو بې باوره کوي.
خبریال: بلال خدا داد

..

له برېښنايي پېژند پاڼو د فارسي ژبې حذف مسؤول څوک دی؟

کابل ۱۳۹۹ـ لړم ۴
د برېښنايي پېژند پاڼو د نوم لیکنې په پاڼه کې د بهرنیو ژبو په کتار کې د فارسي ژبې راوړل، هغه نوی جنجال چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په مجازي فضا او ټولنیزو شبکو کې د یوشمېر خلکو له پوښتنو او غبرګونونو سره مخ شوی؛ خو هېڅ یو مسؤول دولتي بنسټ په دې اړه ځواب نه وايي.


د احصایې ملي ادارې مسؤولین چې په هېواد کې د برېښنايي تذکرو متصدي او وېش په توګه دنده لري، دغه موضوع یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سره په همغږۍ کې د دغې ادارې پخوانیو مسؤولینو اړوند «فني ستونزه» بللې ده.
خو د مخابراتو وزارت هر ډول تخنیکي ستونزه بې بنسټه بولي او ټینګار کوي چې د برېښنايي پېژند پاڼو ټوله منځپانګه او معلومات ورته د کورنیو چارو وزارت او احصایې ملي ادارې لخوا رسېدلي او په سیستم کې درج شوي دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عبدالصمد پویا د برېښنا پېژند پاڼو نوم لیکلو فورمې ته په اشارې سره ټینګار کوي چې د نوم لیکنې په فورمه کې د کورنیو چارووزارت او احصایې ارم او نښان، د دغه وزارت مسؤولیت نشتوالي ښکارندوی دی.
خود کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د پیک خبریال ته په وټساپ کې د پیغام په ترڅ کې لیکلي چې په دې اړه هېڅ معلومات نه لري او د احصایې ملي ادارې هم د دغې ادارې پخواني مسؤولین لومړۍ درجه ځواب ویوونکي بولي.
خو د احصایې ادارې پخوانی مشر شیر محمد جامي زاده ادعا کوي چې د برېښنايي پېژند پاڼو موضوع، له پخوانۍ ادارې (مرکزي احصایې ) سره هېڅ تړاو نه لري.


له دې وړاندې د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو او خلکو د احصایې ملي ادارې باندې په تندو نیوکو سره، د برېښنايي پېژند پاڼو د نوم لیکنې په پاڼه کې د بهرنۍ ژبې په توګه د فارسي ژبې لیکل ملي خیانت بللی دی.
دغه راز، د فرهنګي چارو ځینو شنوونکو د حکومتي بنسټونو دغه کار، «فرهنګ ستیزي» بللې ده.
لیکوال او د فرهنګي چارو شنوونکی محمد افسر رهبین وايي:«چا چې دغه کار کړی، یا داچې د دغه ټاټوبي په تاریخ او فرهنګ نه پوهېږي او یا یې له قصد او کینې دغه کار کړی دی».
سره له دې چې ولسي جرګې د تلې په ۲۱ دوشنبې په ورځ، د احصایې ملي ادارې اوسنی رییس د برېښنايي پېژندپاڼو لومړی درجه مسؤول او برېښنايي پيژند پاڼو د وېش کار په برخه کې د هر ډول فني ستونزې او منځپانګې ځواب ویوونکی بللی او عدلي او قضايي بنسټونو ته یې د نوموړي د معرفي کولو غوښتنه کړې، خو د ولسي جرګې نایب منشي حجت الله خردمند وايي چې ښاغلی رسولي تراوسه عدلي اوقضايي بنسټونو ته نه دی معرفي شوی او ټاکل شوې چې بیا د جرګې د داخلي امنیت، عدلي او قضايي کمېسیونونو لخوا ځواب ویلو لپاره ور وغوښتل شي.
خبریال: عبدالمطلب فراجي

..

«د ولسمشر مرستیال له مړې ګېډه پرېکړه کوي»

کابل ـ ۱۳۹۹ لړم ۳
د کابل ښار له واټونو څخه د لاس پلورونکو او سوالګرو راټولولو په برخه کې د ولسمشر لومړي مرستیال له پرېکړې یوه اوونۍ وروسته، تراوسه د کابل ښار واټونه د لاس پلورونکو او سوالګرو ډک دي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د تلې په ۲۶ د شنبې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه کې ولیکل چې د ولسمشر د لارښوونې له مخې، د پلازمینې امنیت ټینګول ورته سپارل شوي دي او د همدې لارښوونې له مخې به ډېر ژر د کابل ښار د ښه امنیت ټینګولو په موخه، نوې پرېکړې عملي کړي.


ښاغلي صالح په خپله لومړنۍ پرېکړه کې، دولس مهم موارد لیکلي او له کابل ښاریانو څخه یې له پولیسو او د حکومت له اجرايي بنسټونو سره د همکارۍ غوښتنه کړې.
د دغې پرېکړې په درېیمو او شپږمو بندونو کې چې د ښاغلي صالح په فیسبوک پاڼه کې خپره شوې، راغلي چې سوالګر او لاس پلوري د کابل ښار په واټونو کې د خپل غوړوني هوارولو اجازه نه لري چې د کورنیو چارو وزارت په ملاتړ د کابل ښاروالۍ له واټونو او پليو لارو څخه د دغو کسانو لرې کول تطبیق کوي.
هغه کار چې نه یوازې په ډېرو واټونو کې نه دی عملي شوی او د ځینو لاس پلورونکو او سوالګرو له اعتراض سره هم مخ شوی دی.
د کابل ښار اوومې ناحیې اوسېدونکې شیما چې هره ورځ د ده افغانانو او پوهنې وزارت شاو خوا پلیو لارو کې سوالګري کوي، وايي: « د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره سوالګري ونه کړم، څه وکړم؟ ومرم»؟


د محمد هاشم په نوم لاس پلوری چې په وینا یې له تېرو شلو کلونو راهیسې د ده افغانانو زیرزمیني په سیمه کې برقي وسایل پلوري، وايي چې دولسمشر لومړی مرستیال په مړه ګېډه پرېکړه کوي او د خلکو له تشې ګېډې نه دی خبر.
نوموړی په داسې حال کې چې بازار کې لاس پلوري ځان او کورنۍ لپاره د حلالې روزۍ پیدا کولو یوازینۍ لار بولي، د پیک خبریال ته وايي: « ښاغلی مرستیال صاحب مخکې له دې چې زموږ له خولې یوه مړۍ ډوډۍ واخلي، لومړی دې لطف وکړي بدیله لار دې را وښيي چې له دې کار پرته، څه وکړو او څنګه ژوند وکړو».
هغه پوښتنه چې د چارو ځینو شنوونکو او مدني فعالانو په باور، یو غیر معقول ګام بلل شوی او د ناوړه پایلو په اړه یې خبرداری ورکړل شوی دی.
ټولنپوه ضیاالحق شمس وايي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال له دغه کار سره، نه یوازې دا چې له ټولنې یوه ستونزه نه ده لرې شوې، بلکې د خلکو ستونزې به څو چنده کړي.
ښاغلی شمس زیاتوي چې دولتي چارواکي باید د خلکو اړتیاوو په پام کې نیولو سره، دا ډول سخت اقدامات لاس لاندې ونیسي.
بل پلو، د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمع مشر عزیز رفیعي، پردې باور دی چې د ښار له واټونو د سوالګرو او لاس پلورو راټولول به د بې وزلو خلکو په روحیې ناوړه اغیز وکړي او حتی په ټولنه کې به د تشنج او هرج مرج لامل هم شي.
د ښاغلي رفیعي په وینا، په هېواد کې د ورځ تر بلې نا امنیو او غلاوو سره یو ځای د بېکارۍ او بې وزلۍ له زیاتوالي سره، د حکومت دغه کار د ټولنې په خیر ښېګڼې نه، بلکې خطرناکه راتلونکې به ولري.
خبریال: بلال خداداد

..

په دولتي بنسټونو کې ماسک اچول جبري که اختیاري؟

کابل ـ ۱۳۹۹ـ لړم ۱
په احتمالي ډول په هېواد کې د کرونا ویروس دویمې څپې پراخوالي سره، د عامې روغتیا وزارت په دې وروستیو کې اعلام کړی چې د دولتي بنسټونو ټول کارکوونکي باید په کار ځای کې ماسک واچوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور د تلې په ۲۹ د شنبې په ورځ د یوې خبري غونډې پرمهال وویل چې له دې وروسته، د دولتي بنسټونو ټولو کارکوونکو باندې د ماسک اچول جبري دي او دوی مکلف دي څو د ځان او نورو د خوندیتوب او دغه راز، په ټولنه کې د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي لپاره، د ماسک اچول، پرلپسې ډول لاسونو مینځل او ټولنیز واټن ساتل په جدي توګه مراعات کړي.
خو د پیک حقیقت موندنې ښيي چې د یوې اوونۍ په تېرېدوسره، د دولتي بنسټونو ډیرو کارکوونکو دغه امر ته غاړه نه ده ایښې او ماسک هم نه اچوي.


د لوړو زده کړو وزارت یو کار کوونکی چې غواړي نوم یې وانخیستل شي، د پيک خبریال ته وايي چې خپله او د دغه وزارت کې ډېری کارکوونکي او مسؤول چارواکي دغه امر ته پاملرنه نه کوي او ماسک نه اچوي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت کار کوونکې شاپیری هم ادعا کوي چې د دغه وزارت کار کوونکو ترمنځ د ماسک اچول اختیاري دي، او په دې اړه یې د هېڅ مقام لخوا جبري امر نه دی ترلاسه کړی.
هغه څه چې د ځینو وزارتونو ځینې مسؤولین هم مني او وايي چې د عامې روغتیا وزارت او یا هم ارګ لخوا یې د ماسک جبري کولو په اړه هېڅ فرمان نه دی ترلاسه کړی.


د اقتصاد وزارت وزارت ویاند نذیر الله عنایت وايي سره له دې چې په دې برخه کې د حکومت کابینې مصوبه شته؛ خو د ماسک جبري کولو په برخه کې تراوسه دغه وزارت ته کوم رسمي لیک نه دی رسېدلی او د کار کوونکو ترمنځ د ماسک اچول اختیاري دي.
خو د ښار جوړولو او اراضي وزارت ویاند حشمت ناصري هم په اختیاري ډول د دغه وزارت کارکوونکو ترمنځ د ماسک اچولو خبره کوي او زیاتوي چې تراوسه یې په دې اړه هېڅ جبري او الزامي امر نه دی ترلاسه کړی.
خو د عامې روغتیا وزارت، د دولتي کارکوونکو او ویاندونو خبرې ناسمې بولي او ټینګار کوي چې دغه پرېکړه د حکومت د کابینې لخوا شوې او په ټولو دولتي بنسټونو الزامي او د اجراء وړ ده.
ښاغلي سمسور پیک خبریال سره د ټیلیفوني اړیکې په ترڅ کې وویل: «د کابینې مصوبې په ذریعه ټولو دولتي بنسټونو ته ابلاغ شوې او د تلې له ۲۶ په کار ځای کې د ماسک اچول حتمي او جبري دي.»
خو د دغې مصوبې یوه کاپي چې د پیک خبریال ته رسېدلې، پکې د ماسک جبري کولو خبره نه تر سترګو کېږي.
په همدې حال کې ښاغلی سمسور زیاتوي چې تراوسه په دولتي بنسټونو کې د دغه امر اجرايي کېدو په اړه د څېړنې او څارنې بهیر نه دی پیل شوی؛ چې د دغه بهیر له پیل سره به له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان په لوېدیځ کې د کرونا ویروس رسېدو او پېژندنې لومړنۍ ورځې راهیسې، تراوسه له ۱۵۰۰ تنو زیاتو کسانو په دغه ویروس باندې د اخته کېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
خبریاله: فخریه رادفر

..

د برېښنا پېژند پاڼو لرل اختیاري دي که اجباري؟

کابل ۱۳۹۹ کال تله ۲۷
د پیک حقیقت موندنې ښيي چې د ملي احصایې ادارې په ګډون ځینو دولتي ادارو کارکوونکو لپاره د برېښنا تذکرو اخیستل جبري شوي دي.
د ملي احصایې ادارې مشر احمد جاوید رسولي، چهارشنبې (۱۳۹۹کال تلې ۲۱) د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې د برېښنا تذکرو اخیستل جبري نه دي او دغې ادارې ته هېڅ ډول جبري فیصله نه ده رسېدلې.
خو د دغې ادارې ویاندې روبینا شهابي د پیک خبریال سره د ټیلیفوني اړیکې په ترڅ کې وايي چې دغه پرېکړه د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې د ۱۳۹۹/ ۶/ ۲۷ شمېرې مصوبې له مخې شوې ده.


هغه مصوبه چې پکې د وزارتونو او دولتي ادارو ټول کارکوونکي د برېښنا تذکرو په ا خیستو مکلف کړي دي. د دغې مصوبې په یوه برخه کې راغلي:«وزارتونه او ادارې مکلف دي څو په دولتي ادارو کې د برېښنا پېژند پاڼو بهیر چټکولو په موخه، د استازي په توګه د بشري سرچینو او ټکنالوژۍ مسؤلینو معرفي کولو په برخه کې اقدام او د دولتي ادارو رهبري له دغه بهیر څخه په جدي توګه څارنه وکړي.»
بل پلو، د ځینو وزارتونو رسمي لیکونه او اطلاعیې چې د پیک خبریال ترلاسه کړې؛ د دې ښکارندوی دي چې له دې وروسته، د دغه وزارت هېڅ کارکوونکی به د برېښنايي پېژند پاڼې پرته، د میاشتني معاش مستحق نه وي.
څرنګه چې د ځینو وزارتونو او دولتي بنسټونو کارکوونکي هم د پیک خبریال سره په خبرو کې مني چې دغه بهیر جبري شوي او د برېښنايي پېژند پاڼې د نه اخیستو په صورت کې به له میاشتنۍ معاش څخه بې برخې شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چې په همدې دلیل د کسر معاش او دندې له لاسه ورکولو له امله غواړي نوم یې وانخیستل شي، وايي: « حتی موږ ته اخطار راکړل شو چې له کورنیو سره یوځای برېښنايي پېژند پاڼې واخلئ».
هغه څه چې د ښار او کور جوړولو او ټولګټو وزارتونو په جلا لیکونو کې هم درج شوي دي.

دغه وزارتونو ته په استول شويو لیکونو کې راغلي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت کړنلارو او د ملي احصایې د اطلاعیې له مخې، د دغو وزارتونو د ټولو رسمي، قرار دادي او بالمقطع کارکوونکو په ګډون مکلف دي څو د ۲ یا ۳ کاري ورڅو په ترڅ کې برېښنايي پېژند پاڼې واخلي، له دې پرته هغه کارکوونکي چې برېښنايي پېژند پاڼې ونه لري، میاشتنی معاش به یې اجراء نشي.


د ټولګټو او د ښار او کورجوړولو وزارتونو ویاندویانو د پيک خبریال د پرلپسې هڅو سره، اړیکې ته څواب ورنه کړ.
په همدې حال کې د ولسي جرګې غړی غلام حسین ناصري وايي چې دغه مسله به دولسي جرګې په غونډه کې مطرح کړي او ټینګار یې وکړ چې د برېښنايي پېژند پاڼو اخیستو جبري کول، د هېواد اساسي قانون خلاف دي.
دولتي کارکوونکو ته د برېښنايي پېژند پاڼو وېش بهیر په داسې حال کې جبري کېږي چې له دې وړاندې د ملي احصایې او نفوسو احوالو ثبت مرستیال طارق صدیقی په یوې ځانګړې مرکې کې د پیک خبریال ته ویلي وو:«راتلونکې یوې اوونۍ پورې به د کاغذي برېښنايي پېژند پاڼو بهیر بند شي او دغه اداره به یوازې برېښنايي پېژند پاڼې ووېشي».
خبریال: فخریه رادفر

..

له طالبانو سره د شهیداني یو ځای کېدل

کابل ۱۳۹۹ ـ تلې ۲۳
د ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالرحمن شهیداني، ایا له طالبانو سره یو ځای شوی؟
هغه پوښتنه چې وروستیو دوه ورځو کې د ښاغلي شهیداني له جدي غبرګون او دغه راز، د ټولنیزو شبکو د کاروونکو او خلکو له ډېرو نظرونو سره مخ شوې.
د طالبانو له ډلې سره د د ولسي جرګې د پخواني غړي عبدالرحمن شهیداني یو ځای کېدو خبر، د لومړي ځل لپاره په ټولنیزو رسنیو کې د بامیان والي لخوا خپور شو.

د بامیان ولایت مقام لخوا د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته د (۵۲۹ شمېرې ۲۰/۰۷/۱۳۹۹ نیټې) صادر شوي لیک کې راغلي، چې د دوی د موندنو له مخې، په ولسي جرګه کې د بامیان ولایت پخوانی غړی، عبدالرحمن شهیداني د طالبانو له ډلې سره یو ځای شوی او قطر ته تللی دی.
د بامیان والي سید انور رحمتي د دغه رسمي لیک په پای کې لاسلیک کړی دی.
خو د بامیان والي ویاند لطیف عظیمي د دغه لیک تایید په خواکې، وايي چې دغه کار د هغو ادعاګانو له مخې چې د ښاغلي شهیداني پروړاندې وې، ترسره شوی دی.
په همدې حال کې د ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالرحمن شهیداني چې اوس په دوبۍ کې دی، د دغه خبر له خپرېدو یوه ورځ وروسته یې په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې ډېر ژر به هېواد ته ستون شي او له هېواد څخه بهر ته د سفر ټول اسناد او مدارک به له رسنیو او خلکو سره شریک کړي.


ښاغلي شهیداني دغه خبر د بامیان والي لخوا ښکاره دسیسه بللې او زیاته کړې یې ده:
«د دغه تور نه ثابتېدو او زما لخوا د بخښنې غوښتنې په صورت کې به، د هر ډول ولسي حرکت پایلې د هغو کسانو پرغاړه وي چې په تاوتریخوالي ټینګار کوي».
نوموړي پردوام کاږلي چې د شخصي کار او درملنې لپاره د یوه ملي سوداګر په کوربتوب یې متحده عربي اماراتو ته سفر کړی او هېڅکله قطر ته نه دی تللی.
هغه څه چې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم رد کړې او له دغې ډلې سره یې د ښاغلي شهیداني یو ځای کېدل درواغ بللي دی.
په همدې حال کې د افغانستان د حقوق پوهانو ډلې غړی وحید الله فرزه يې پر دې باور دی، سره له دې چې د ولایت مقام لیک منځپانګه الزامي بار نه لري او د څارنوالۍ له څېړنو وروسته به مشخص شي؛ خو د دغه تور نه ثابتېدو په صورت کې، ښاغلی شهیداني حق لري د حیثیت اعاده وکړي.
خبریال عبدالمطلب فراجي

..

آیا ولسمشر غني، ټول افغانستان اباد کړی؟

کابل ـ ۱۸ تله، ۱۳۹۹
«هېڅ چا ونه ویل چې ما افغانستان وران کړی، ټول وايي چې اباد کړی مې دی.»…
دا د یوه عادي وګړي خبرې دي چې د ولسمشر د نویو غوغا جوړونکو خبرو په غبرګون کې یې کړې دي. نوموړی ځان ۴۵ کلن محمد موسی د کابل ښار ۱۵ ناحیې اوسېدونکی معرفي کوي وايي سره له دې چې کافي سواد نه لري او د ښار په واټونو کې د اوبو او څښاک توکو له پلورلو، خپله پېنځه کسیزه کورنۍ تمویلوي؛ خو ښه پوهېږي چې چا هېواد اباد او چا وران کړی دی.
هغه پوښتنه چې پکتیکا کې د ولسمشر غني له نوې وینا وروسته یې، مجازي او رسنیزه فضا له نقد او غوغا ډکه او د ټولنیزو شبکو کاروونکو له کنایو سره مخ شوې ده.
د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني د (شنبې تلې ۱۲) سویلي ولایت پکتیکا ته د سفر په ترڅ کې د یوشمېر سیمه ییزو مشرانو، پوځي او ملکي کارکوونکو په شتون کې د وینا په یوه برخه کې وویل: «د کلیو پراختیا وزیر ته مې وویل چې ما خو ټول افغانستان جوړ کړ، تا باندې څه شوي چې یوې پکتیکا ته پام نشي کولای؟ ما خو ټول افغانستان جوړ کړی، نه مې دی جوړ کړی؟.»
د غونډې یو شمېر برخوالو په داسې حال کې چې د ولسمشر غني دغه خبرې له چک چکو او نارو سره بدرګه کړې؛ خو حکومت باندې یو شمېر نیوکه کوونکو، سیاسي مخالفینو، شنوونکو په دې اړه تند غبرګون ښوولی دی.
د ولسي جرګې نایب منشي حجت الله خردمند په هېواد کې د امنیتي، اقتصادي، بشري حقونو، پوهنې، روغتیا، فساد پروړاندې مبارزې او نشه يي توکو په برخو کې د هېواد ناوړه وضعیت په بیانولو سره وايي حیران دی چې ښاغلی غني د کومې ابادۍ خبره کوي.
ښاغلی خردمند په ټول هېواد کې د ناامنۍ، بېکارۍ او بې وزلۍ زیاتوالي ته په اشارې سره زیاتوي: «د ولسمشر یوه ژمنه همدا وه چې د خلکو په دسترخوان کې به بدلون راولي او نن ټول پوهېږي چې دغه بدلون سره، حتی د خلکو دسترخوان کې ډوډۍ پاتې نشوه».
د اقتصادي چاروشنوونکی او د کابل پوهنتون استاد پوهنیار احسان الله محسن وايي: «هغه وخت ورته اباد افغانستان ویلی شو چې د بېکارۍ کچه صفر او سرانه ملي عاید څو زرو ته ورسېږي».
ښاغلی محسن زیاتوي چې په تېرو لسو کلونوکې د بې وزلۍ کچه له ۳۰ سلنې ۹۰ سلنې ته رسېدلې او هر کال سرانه ملي عاید مخ په کمېدو دی، په همدې توګه، ورځ تر بلې نا خوالې دي چې خلک یې تر پوزې راوستي دي؛ پرمختګ او ابادۍ په کوم ځای کې ښکاري؟
هغه ځواب چې جمهوري ریاست د پيک خبریال پوښتنې ته په وټساپ کې لیکلی دی:«د افغانستان حکومت په بېلابېلو اقتصادي، ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي؛ خو خلکو لپاره د حکومت پروګرامونو پروړاندې لوی خنډ، د ترهګرو ورانکار بریدونه دي چې وخت نا وخته ټول ګټې تاسیسات ویجاړوي. خو له دې سره د افغانستان حکومت د خلکو په ژوند کې د ښه بدلون راوستو لپاره د پروګرامونو عملي کولو ته ژمن وو او دی».
دغه ځواب په داسې حال کې ویل کېږي چې څه موده وړاندې، ولسمشر غني خپله د خلکو د ۹۰ سلنې بې وزلۍ او د دغه وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې د اندېښنې خبره کړې وه.
خبریال: عبدالمطلب فراجي

..

د پروان سېلاب ځپلو ته هېڅ سرپناه نه ده جوړه شوې

کابل ـ ۱۳۹۹ تله ۲

په داسې حال کې چې په پروان ولایت کې د سیلاب له امله سلګونه زیانمنې شوې کورنۍ سرپناه نه لري؛ خو د طبیعي چارو ته د رسېدو وزارت، تراوسه دغو اړمنو ته هېڅ سرپناه نه ده جوړه کړې.
درې اوونۍ وړاندې، ولسمشر محمد اشرف غني له خپل لومړي مرستیال او یو شمېر دولتي چارواکو سره، د پروان ولایت له زیانمنو سره ولیدل چې له اړمنو او زیانمنو سره یې د نغدي او جنسي مرستو د ژمنو په خواکې وویل: «راتلونکې اوونۍ پورې د پېښو چارو ته د رسېدو وزارت او عملیاتي اداره مکلف دي څو څلور سوه څو کورنیو بیا استوګنې لپاره چې بیړنۍ اړتیا لري، جامع طرحه چمتو کړي څو له مخې حق حقدار ته ورسېږي.»


ښاغلي غني په دغه ویناکې ویلي وو چې زیانمنې کورنۍ باید له (کلي او نسبي) تفکیک سره، په نښه شي، څو له مخې یې اړمنو ته لازمه سرپناه په پام کې ونیول شي.
اوس چې د ولسمشر له دغې ژمنې څه باندې درې اوونۍ تېرېږي، خو نه یوازې دا چې هېڅ اړمنه کورنۍ د سرپناه څښتنه شوې نه ده، بلکې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې ویاند حجت الله مجددي ټینګار کوي چې ډېر ژر به په دې اړه د طبیعي پېښو چاروته د رسېدو وزارت سره په همغږۍ کې به جمهوري ریاست ته یاد دښت، وړاندې کړي.
دغه ژمنې تراوسه په داسې حال کې نه دي عملي شوې چې د طبیعي پېښو چارو ته د رسېدو وزارت د معلوماتو له مخې، په پروان ولایت کې د سېلابونو له امله، له ۱۳۳۰ زیات کورونه تخریب شوي چې له دې جملې، له ۴۳۶ زیات کورونه په بشپړ ډول له منځه تللي.
د پیک خبریال د پروان ولایت زیانمنو کورنیو نوملړ ترلاسه کړی چې ښيي، اړمنو کورنیو ته د سرپناه جوړولو په برخه کې تراوسه هېڅ کار نه دی شوی.
ځینې دغه کورنۍ ادعاکوي چې د ځاني تلفاتو سربېره یې هر څه له لاسه ورکړي؛ خو تراوسه چا یا کوم بنسټ یې سروې نه ده کړې او یا هم تراوسه د سرپناه په نوملړکې نه دي شامل شوي.
د پروان مرکز چارېکارو ښار (یوولسمې پارچې) اوسېدونکی سید اغا چې په وینا یې، د سېلاب له امله یې د کورنۍ اته غړي له لاسه ورکړي، د پیک خبریال ته وايي: «تراوسه مې کور چا نه دی سروې کړی، د ولایت مقام او پېښو چارو ریاست ته مې عریضه وړاندې کړه، ویل یې سروې پای ته رسېدلې ده. …»
د دغې سیمې بل اوسېدونکی محمد رفیق چې د ښځې په ګډون یې د کورنۍ درې غړي په سېلاب کې له لاسه ورکړي چې د ړنګ کور مځکې پرته ورته بل څه نه دي پاتې، وايي چې اوس په خیمه کې ژوند کوي خو له دې سره، سیمه ییزو چارواکو یې غوښتنه رد کړې او په سروې کې نه دی شامل شوی.
بل پلو په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازې ذکیه سنګین په سیمه ییزو او مرکزي چارواکو باندې نیوکې سره وايي: « تراوسه د مستحقو او زیانمنو کورنیو کره سروې نه ده شوې او د حکومت لخوا هم بې سرپناه کورنیو لپاره ضریب نه دی ټاکل شوی.»
خو د پروان والي ویانده وحیده شهکار دغه تورونه ردوي او وايي:
«سر ه له دې چې زموږ د سروې پروسه پای ته رسېدلې؛ خو یو شمېر کورنۍ چې پاتې دي، کولای شي د پېښو چارو ریاست ته مراجعه وکړي.»
د سیلاب له امله د زیانمنو شویو کورنیو د سرپناه نشتوالي ستونزه، یوازې پروان ولایت کې د څو زیانمنو خلکو له کیسو سره نه خلاصه کېږي. د طبيعي پېښوپه چارو ته رسېدو د دولت وزارت د معلوماتو له مخې، یوه میاشت وړاندې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د درې زره زیاتو زیانمنو کورنیو کورونه، په بشپړ یا نسبي ډول ویجاړ شوي او سرپناه ته اړتیا لري.
د طبیعي پېښو چارو ته رسېدو وزیر غلام بهاالدین جیلاني د وږي په ۳۰ د یکشنبې په ورځ د خبري غونډې پرمهال د پیک خبریال پوښتنې په ځواب کې وویل: « هغو کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول له منځه تللي، ۱۳۰ زره افغانۍ په پام کې نیول شوې دي.»
ښاغلي جیلاني زیاته کړه چې له درې زره زیاتو کورنیو لپاره د سرپناه جوړولو او برابرولو پروسه نړیوالو مرستو او وخت ته اړتیا لري.
خو له دې سره، په داسې حال کې چې د ژمي په را رسېدو سره سلګونه کورنۍ د سرپناه له نشتوالي رنځېږي؛ خو ښاغلی جیلانی وايي: « موږ نشو کولای په نږدې وخت کې ټولو هغو کسانو ته چې کورونه یې ویجاړ شوي، کورونه جوړ کړو.»

خبریال: بلال خدا داد

..

ولسمشر:«شل کاله مخکې لس کسه نه پیدا کېدل چې په فارسي او پښتو ولیکي».

کابل _ 4 وږی ۱۳۹۹

لیکوالان: «ولسمشر د افغانستان خلکو په ادبیاتو، پوهې او کلتور په اړه نه پوهېږي ».

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني چې درې ورځې مخکې (وږی ۳۱)  چې د اماني دورې لیکوال او ديپلومات ادیب خان افندي د اثارو مخکتنې په مراسمو کې یې وینا کوله وویل، چې شل کاله مخکې دغه هېواد کې لس تنه نه پیدا کېدل چې په فارسي او پښتو ژبو ولیکي.

هغه خبره چې ځینو سیاستوالو، لیکوالانو او فرهنګیانو، د هېواد روڼ اندو او د قلم خاوندانو ته سپکاوی بللی او د افغانستان خلکو او تاریخ په اړه یې نه پوهاوی بولي.

د علومو اکاډمۍ غړی او لیکوال حبیب الله رفیع وايي چې ولسمشر یا د دغې موضوع په اړه سم فکر نه دی کړی او یا یې د ارګ فیسبوکي لېکوالانو له مخې قضاوت کړی.

دغه راز، د ټولنیزو چارو شنوونکی ګل پادشاه بینا وايي چې ولسمشر د افغانستان خلکو په ادبیاتو، پوهې او کلتور نه پوهېږي او دغه خبرې یې د افغانستان ليکوالانو ته ننګ دی:

«د ولسمشر دغه خبره د هېواد ټولو قلموالو ته لوی سپکاوی دی»…

خو په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون استاد کمال الدین حامد وايي چې ولسمشر غواړي د عامه افکارو پام ځان ته واړوي. د ښاغلي حامد په باور، ولسمشر غواړي ووايي چې په حکومت کې یې  فارسي او پښتو ادبیاتو په برخه کې ډېر کار شوی دی، خو واقعیت دا دی چې له اوسنۍ پېړۍ نه پخوا، په دې برخه کې زیات  کار شوی دی.

په دې برخه کې مو وغوښتل څو د لیکوالانو د غبرګونونو په اړه د جمهوري ریاست ځواب هم ترلاسه کړو؛ خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وروستیو دوه ورځو کې ځواب ویلو ته حاضر نشو.

د ولسمشر پردغو خبرو باندې د لیکوالانو او فرهنګیانو د نېوکو په خواکې، د پیک موندنې ښيي چې له ۲۰۰۰ کال مخکې، د فارسي او پښتو ادبیاتو په اړه سلګونه کتابونه او مقالې خپرې شوې دي چې د بېلګې په ډول کولای شو، د حسین یمین فارسي دري ژبې لارښود کتاب، د پوهنوال ولي محمد رحیمي د لیکنې اساساتو  او په پښتو کې د مجاور احمد زیار د لیکنې لارښود، د استاګل پاد شاه الفت د الفت نثر کلیات یادونه وکړو.

د دې په خواکې ، یو شمېر سیاستوالو هم په ټولنیزو شبکو د ولسمشر په خبرو نیوکه کړې.

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي:

«که چېرې موخه، په فارسي او پښتو ژبو کې د ولسمشر او حلقې د لیکلو کوم خاص ډول وي، نه شل کاله مخکې یې چا د لیکلو وس درلود او نه به سل کاله وروسته څوک پیدا شي چې د دوی د خوښې په ډول ولیکي».

ښاغلي نبیل پردوام لیکلي چې ولسمشر، یوازې خپل مداحان شاعران بولي او هغه کسان یې د هېواد چارو په راس کې ټاکلي چې اصلن له فارسي او پښتو ژبو سره بلدتیا نه لري.

ښاغلي نبیل، د ولسمشر دغه خبرې اتیا زره ښوونکو، محصلینو او زده کوونکو ته سپکاوی بولي چې په ۲۰۰۱کال کې یوازې په کابل کې په رسمي ډول فعالیت در لود او په زده کړو بوخت وو.

خبریال شاه محمود اندیشور

..

په ۹۸ او ۹۹ کلونو کې له ۲۷۰ زیاتو حکومتي چارواکو خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړې او برحاله دي

کابل ـ ۳ وږی ۱۳۹۹

په تېر کال او روان کال کې د څه باندې ۲۷۰ حکومتي چارواکو میاشتني حقوق، د شتمنیو د نه ثبتولو له امله ځنډېدلې دي؛ خو هېڅ یو چارواکی له دندې نه دی ګوښه شوی.

د جمهوري ریاست شتمنیو ثبت ادارې مسؤولین وايي چې په شرایطو برابر شمتنیو ثبت له ۳۰ زرو زیات لوړ پوړو چارواکو له ډلې، یوازې ۱۹ زرو تنو له ۱۳۹۷ کال راهیسې شتمنۍ نه دي ثبت کړې.

په دې ترڅ کې، د روان کال په ترڅ کې له ۸۰ او ۱۹۰ تنو د تېرکال په ترڅ کې، خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړې او میاشتني حقوق یې ځنډېدلې دي.

د دغې ادارې مشر عبدالودود بشريار په وینا، له دې جملې دوه تنه یې د کابینې برحاله وزیران، شپږ برحاله مرستیالان او پاتې یې ټول د ملي شورا (مشرانو جرګې او ولسي جرګې) غړي دي. د جمهوري ریاست چارو ادارې، پیک ته د دغو کسانو د هویت نوملړ وړاندې نه کړ.

د قانون له مخې، د فساد مخنیوي او د ماموریت پرمهال د چارواکو ناوړه ګټنه، د دولتي چارواکو  شتمنیو ثبت اجباري کړی.

د اساسي قانون د ۱۵۴ مادې او د شتمنیو او اشاعې د ثبت قانون پېنځمې او اوومه مادو له مخې، ولسمشر، د ولسمشر مرستیالان، وزیران، د سترې محکمې او لوی څارنوالۍ غړي، د خپلو شتمنیو په خواکې، باید د پلار، مور، ښځې او اولادونوشتمنۍ هم د مالي کال لومړۍ میاشت کې ثبت او اشاعه کړي. د دغه قانون له مخې، هغه کسان چې د خپلو شتمنیو له ثبت ډډه کوي؛ میاشتني حقوق یې قطع کېږي.

ولسمشر غني  د (۱۳۹۷چنګاښ ۳) د قانون واکمنۍ او اداري فساد پروړاندې مبارزې عالي شورا په غونډه کې د هغو چارواکو د لرې کولو او تنخوا بندولو امر وکړ کومو چې شتمنۍ نه ثبتوي.

شمېرې ښيي چې یوازې د ۲۷۲ تنو لوړ رتبه دولتي چارواکو کوم چې خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړې، تنخوا ګانې یې بندې شوې؛ خو هېڅ یو یې له دندې نه دی ګوښه شوی.

د ولسمشر ویاند د هغو کسانو په اړه چې شتمنۍ یې نه دي ثبت کړې د لارښوونې نه عملي کېدو په اړه څه نه وايي او موضوع د جمهوري ریاست چارو ادارې ته سپاري؛ خو د جمهوري ریاست چارو ادارې مسؤولین وايي چې دوی توانېدلي د هغو کسانو میاشتني حقوق کوم چې  شتمنۍ یې نه دي ثبت کړې، میاشتني حقوق بند کړي.

د مالیې وزارت مسؤولین هم، په ۹۸ او ۱۳۹۹ کلونو کې د دغو چارواکو د تنخواګانو ځنډېدل تاییدوي؛ خو د ټولیزې تنخوا په اړه یې معلومات نه ورکوي.

د دغه وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وايي چې د چارواکو تنخوا مجموعې راټولولو فرصت نه لري.

سره له دې چې د مالیې وزارت او د جمهوري ریاست د چارو ادارې، د هغو چارواکو کوم چې شتمنۍ یې نه دي ثبت کړې، نوملړ را نه کړ. خو د پیک موندنې ښيې، یو وزیر چې خپله شتمني یې نه ده ثبت کړې؛ د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر دی چې د روان کال په ترڅ کې یې تراوسه، خپله شتمني نه ده ثبت کړې.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د دغه مورد په تایید سره وايي چې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د ناروغۍ له امله له هېواد څخه بهر دی چې له بېرته ستنېدو سره به خپله شتمني ثبت کړي.

د اداري فساد پروړاندې د مبارزې ګډې خپلواکې کمېټې لوړ پوړی سلاکار مرتضی نوري، د دغه بهیر بشپړولو لپاره په کسر معاش بسنه نه کوي. ښاغلی نوري پردې باور دی چې د شتمنۍ په نه ثبت ډیری چارواکي تنخوا ته اړتیا نه لري او حکومت باید د دغو اشخاصو د شتمنیو څېړلو لپاره نورې لارې چارې ترلاس لاندې ونیسي.

د افغانستان شفافیت څارډلې هم، د تنخوا ځنډول ښه ګام بللی؛ خو ټینګار کوي چې سرغړونکي چارواکي باید عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شي.

خبریال: شاه محمود اندیشور

..