تازه ګانی

logo

ولسمشر:«شل کاله مخکې لس کسه نه پیدا کېدل چې په فارسي او پښتو ولیکي».

کابل _ 4 وږی ۱۳۹۹

لیکوالان: «ولسمشر د افغانستان خلکو په ادبیاتو، پوهې او کلتور په اړه نه پوهېږي ».

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني چې درې ورځې مخکې (وږی ۳۱)  چې د اماني دورې لیکوال او ديپلومات ادیب خان افندي د اثارو مخکتنې په مراسمو کې یې وینا کوله وویل، چې شل کاله مخکې دغه هېواد کې لس تنه نه پیدا کېدل چې په فارسي او پښتو ژبو ولیکي.

هغه خبره چې ځینو سیاستوالو، لیکوالانو او فرهنګیانو، د هېواد روڼ اندو او د قلم خاوندانو ته سپکاوی بللی او د افغانستان خلکو او تاریخ په اړه یې نه پوهاوی بولي.

د علومو اکاډمۍ غړی او لیکوال حبیب الله رفیع وايي چې ولسمشر یا د دغې موضوع په اړه سم فکر نه دی کړی او یا یې د ارګ فیسبوکي لېکوالانو له مخې قضاوت کړی.

دغه راز، د ټولنیزو چارو شنوونکی ګل پادشاه بینا وايي چې ولسمشر د افغانستان خلکو په ادبیاتو، پوهې او کلتور نه پوهېږي او دغه خبرې یې د افغانستان ليکوالانو ته ننګ دی:

«د ولسمشر دغه خبره د هېواد ټولو قلموالو ته لوی سپکاوی دی»…

خو په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون استاد کمال الدین حامد وايي چې ولسمشر غواړي د عامه افکارو پام ځان ته واړوي. د ښاغلي حامد په باور، ولسمشر غواړي ووايي چې په حکومت کې یې  فارسي او پښتو ادبیاتو په برخه کې ډېر کار شوی دی، خو واقعیت دا دی چې له اوسنۍ پېړۍ نه پخوا، په دې برخه کې زیات  کار شوی دی.

په دې برخه کې مو وغوښتل څو د لیکوالانو د غبرګونونو په اړه د جمهوري ریاست ځواب هم ترلاسه کړو؛ خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وروستیو دوه ورځو کې ځواب ویلو ته حاضر نشو.

د ولسمشر پردغو خبرو باندې د لیکوالانو او فرهنګیانو د نېوکو په خواکې، د پیک موندنې ښيي چې له ۲۰۰۰ کال مخکې، د فارسي او پښتو ادبیاتو په اړه سلګونه کتابونه او مقالې خپرې شوې دي چې د بېلګې په ډول کولای شو، د حسین یمین فارسي دري ژبې لارښود کتاب، د پوهنوال ولي محمد رحیمي د لیکنې اساساتو  او په پښتو کې د مجاور احمد زیار د لیکنې لارښود، د استاګل پاد شاه الفت د الفت نثر کلیات یادونه وکړو.

د دې په خواکې ، یو شمېر سیاستوالو هم په ټولنیزو شبکو د ولسمشر په خبرو نیوکه کړې.

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي:

«که چېرې موخه، په فارسي او پښتو ژبو کې د ولسمشر او حلقې د لیکلو کوم خاص ډول وي، نه شل کاله مخکې یې چا د لیکلو وس درلود او نه به سل کاله وروسته څوک پیدا شي چې د دوی د خوښې په ډول ولیکي».

ښاغلي نبیل پردوام لیکلي چې ولسمشر، یوازې خپل مداحان شاعران بولي او هغه کسان یې د هېواد چارو په راس کې ټاکلي چې اصلن له فارسي او پښتو ژبو سره بلدتیا نه لري.

ښاغلي نبیل، د ولسمشر دغه خبرې اتیا زره ښوونکو، محصلینو او زده کوونکو ته سپکاوی بولي چې په ۲۰۰۱کال کې یوازې په کابل کې په رسمي ډول فعالیت در لود او په زده کړو بوخت وو.

خبریال شاه محمود اندیشور

..

د طالبانو په دفتر که د عجمان بازار کې اورلګېدنه ؟

کابل ـ ۱ وږی ۱۳۹۹

یو شمېر رسنیو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو په «قطرکې د طالبانو دفتر کې اورلګېدنې» ترعنوان لاندې انځورونه او ویډیو ګانې خپرې کړې دي.

د دغه خبر لومړنی خپرونکی، د افغانستان ژورنال ـ رسنیزه پاڼه ـ ده چې له هغې وروسته، زیات شمېر خلکو، خبریالانو او کاروونکو له دغې پاڼې نقل قول کړی او دغه خبر یې خپور کړی.

دغه خبر په تېرو څلوروېشتو ساعتونو  کې د ځینو خبریالانو او کاروونکو په فیسبوک پاڼو کې زرګونه خوښ او شریک شوي دي.

څرنګه چې نفیسه نوري چې ځان د بې پولې خبریالانو غړې معرفې کړی،  په فیسبوک پاڼه کې یې دغه خبر له ۱۲۰ ځلې زیات شریک او له زرو زیات خوښ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دغه خبر په نورو فیسبوک  پاڼو کې هم زرګونه خوښ او سلګونه ځله شریک شوی دی.

خو په قطر کې د طالبانو  سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین،  دغه خبر درواغ او ناسم بللی او په وټساپ کې یې د پیک خبریال پوښتنې په ځواب کې ولیکل: «حقیقت نه لري، ګنګوسې دي».

د پيک حقیقت سنجوونې موندنې هم ښيي چې د کاروونکو لخوا خپرې شوې ویډیو ګانې په قطر کې د طالبانو  سیاسي دفتر اړوند نه دي او دغه خبر ناسم دی.

د دغوموندنو له مخې، خپاره  شوي انځورونه او ویډیوګانې د ۱۳۹۹ کال زمري په ۱۵ د چهارشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو یوه بازار «عجمان ښار مرکبانو بازار» کې د اورلګېدنې اړوند دي.

چېرې چې لومړي ځل لپاره، «خلیج ټایمز» انلاین رسنۍ دغه خبر د عجمان ښار سیمه ییزو چارواکو له قوله خپور کړی او ویلي یې دي چې دغه اورلګېدنه په یوه سوداګریز بازار کې د برېښنا شارټۍ له امله رامنځ ته شوې ده.

له دې وړاندې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو، د فوتو شاپ په مرسته، د طالبانو د لوړ پوړي غړي عباس ستانکزي انځورونه داسې جعل کړي وو چې ګواکې د ښاغلي ستانکزي په خواکې د شرابو  بوتل اېښی؛ خو د پیک حقیقت سنجونې وموندله چې دغه انځور جعلي او حقیقت نه لري.

خبریال: عبدالمطلب فراجی

..

د ملي بیرغ په ورځ بیرغي درواغ

کابل ـ ۱۳۹۹ زمري ۱۱

یو شمېر خلکو، سیاسي او ټولنیزو نیوکه کوونکو یو ځل بیا د هېواد ولسمشر په درواغ ویلو او خلکو په استحمار کولو تورن کړی دی.

ولسمشر غني تېره اوونۍ په ارګ کې د ملي بیرغ ورځې په مناسبت د وینا پرمهال وویل:

«د موقت حکومت په پیل کې نیم روز ته یو پلاوی تللی وو او افغان سرتیری یې پيدا کړ چې کرتۍ یې څلور پېنځه ځایه سورۍ وه،په  دې ترڅ کې چا له نوموړي  پوښتنه کړې وه چې هلته څه کار کوي؟ هغه ویلي ۲۰ کاله کېږي چې دلته یم او دهېواد بیرغ مې رپاند ساتلی دی».

د ولسمشر دغه خبرې نه یوازې په ټولنیزو شبکو کې د کاروونکو لخوا له بېلابېلو  غبرګونونوسره مخ شوې،  بلکې د سیاستوالو او حقوقي چارو شنوونکو له نقد او نظر سره هم مخ شوې دي.

د دغې وینا بشپړه ویډیو چې د «ارګ ـARG» په صفحه کې کوم چې فیسبوک کې یې له ډېرو لیدونکو سره د افغانستان جمهوري ریاست غونډې، اعلامیې او خبرونه خپاره شوي؛ د لس زرو خوښوونکو سربېره، سلګونه نورو کاروونکو نورو ته د رسولو په خواکې، د دغې ویډیو  په پای کې نقد او نظرونه او مثبت او منفي پیغامونه هم لیکلي دي.

د بهرام په نوم یوه کاروونکي لیکلي: «راته جالبه نه ده، ځکه هېڅکله مې ورڅخه رښتیا خبره نه ده اورېدلې».

نه یوازې په مجازي نړۍ کې کاروونکو، بلکې د کابل دویمې ناحیې اوسېدونکي لطف معمار، د ولسمشر دغه خبرې ښکرور درواغ بللي وايي:«ډېره بده ده، خلکو ته د  احمق فکر کوي؛ خو داسې نه ده دغه ۲۱ پېړۍ کې هر ماشوم، ښځه او نارینه د رښتیا او درواغو تفکیک کولای شي…».

ملي شورا کې د خلکو ځینې استازي هم د ولسمشر د د غو پروړاندې نقد او نظر لري.

په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازی عبدالظاهر سالنګي، د ارګ ځینې سلاکاران په ناکاره توب او ناسمو مشورو په ورکولو تورن کړي، پردې باور دی چې ولسمشر غني تر ډېره د هغه څه په اړه چې وايي، فکر نه ورباندې کوي چې په وینا یې بې خریطې فیر کوي.

د ښاغلي سالنګي په وینا، دغه موضوع باندې د ښوونځي زده کوونکی هم ښه پوهېږي چې  له موقت حکومت ۲۰ کاله مخکې، په څو رژیمونو کې څلور پېنځه بیرغونه رد او بدل شوي دي. اوس پوښتنه دلته ده چې هغه څېرې کرتۍ سرتیري، په دغه موده کوم بیرغ رپاند ساتلی؟

ـ له «موقت حکومت» مخکې له سپین بیرغ سره د طالبانو حکومت

ـ له طالبانو مخکې، له تور، سپین او زرغون بیرغ سره د مجاهدینو حکومت.

ـ له مجاهدینو مخکې، له تور، سور او زرغون سره د خلقیانو او پرچمیانو حکومت.

د پیک خبریال هڅه وکړه څو په دې اړه چې د ولسمشر غني موخه کوم بیرغ وو او له دا ډول حکایت څخه یې موخه څه وه؟ د جمهوري ریاست یوه ویاند لید لوری ترلاسه کړي، خو له زیاتو هڅو سره یې کوم ځواب ترلاسه نه کړ.

هغه پوښتنه چې د ځینو شنوونکو او د خلکو د استازو په باور، په کراتو بې ځوابه پاته شوې. څرنګه چې له دې وړاندې هم په ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د ولسمشر تېروتنې لاس په لاس شوې دي.

له نویو درواغو څخه یې چې دغو ورځو  کې د خلکو په خوله دي، پېنځه کاله مخکې یې د  سراسري برښنا تامین او له هېواده بهر یې صادرول دي چې د خلکو او کاروونکو له سختو نیوکو سره مخ شوي دي.

سره له دې چې د ځینو حقوق پوهانو په باور، په تېر وتنې او ناسمو  ویلو سره د ولسمشر خبرې کومه قانوني ماخذه نه لري؛ خو بیاهم د خلکو، سیاسي ګوندونو، سیاسي مخالفینو او نړیوالو شریکانو په مېنځ کې به یې باور کم شي.

د هېواد د حقوقو پوهانو د ټولنې مشر سبحان مصباح وايي چې یوازې د اساسي قانون ۶۹ ماده ولسمشر د محکمې میز ته راکاږلی شي چې هغه هم د درواغو ویلو په اړه څه نه دي ویل شوي.

څېړونکو او لیکوال یعقوب یسنا د ولسمشر دغه خبرې د یوې مقالې په ترڅ کې « استحمار» بللې او لیکلي یې دي:

«د یوه هېواد دولسمشر لخوا درواغ ویل، د هغه هېواد د ملت استازیتوب کوي».

..

ضرب الاجل پای ته ورسېد؛ هېڅ دېوال لرې نشو

کابل ۱۳۹۹ـ زمری ـ ۲

له کلونو راهیسې کابل ښاریان، د زور واکو، حکومتي چارواکو او ځینو بنسټونو لخوا د ښار د واټونو او کوڅو له بندېدو شکایت کوي، خو تراوسه د دغو خنډونو د لرې کولو لپاره هېڅ بنسټیز کار نه دی شوی.

سره له دې چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، په دې وروستیو کې د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ په ۹ امنیتي بنسټونو ته لارښوونه وکړه چې له واټونو څخه ټول ترافیکي خنډونه او دیوالونه لرې شي او له دې وروسته دې حکومتي چارواکو ته خط السیر ونه نیول شي؛ خو تراوسه د دغو دیوالونو د لرې کولو او خط السیر د له منځه وړو لپاره عملي ګام نه دی پورته شوی.

ښاغلي غني دغه راز، د هېواد له امنیتي چارواکو غوښتي چې د لارښوونې له اعلام  درې اوونۍ وروسته، په دې اړه د عملي اجرااتو راپور جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.

په داسې حال کې چې امنیتي مسؤولین، له واټونو څخه د خنډونو او دیوالو د لرې کولو د طرحې په اړه د کار خبره کوي؛ خو د ټاکل شوي درې اوونیز ضرب الاجل په تېرېدو سره، د کابل ښار څېره کې بدلون نه دی راغلی او د ښار په ډېرو واټونو کې، تراوسه کانکریټي دیوالونه او خنډونه شته.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې د کانکریټي دیوالونو او خنډونو لرې کول، د کابل ښار امنیتي تړون پروګرام یوه برخه ده او خلکو سره د نږدې همغږۍ له لارې به پیل شي:«په لومړي قدم کې  د حکومتي چارواکو او بنسټونو څخه یې پیلوو چې خلک وګوري موږ قانون پر ځان تطبیق کوو او بیا خصوصي برخې ته ځو».

ښاغلي ارین، په دې اړه د ترافیکو پولیس ځواب ویوونکي بولي؛ خو د کابل ښار ترافیکو مسؤولینو، دغه مسؤولیت دولتي چارواکو او زور واکو سره تړاو کې بللی، زیاتوي چې د کورنیوچارو وزارت له مرستې پرته، دغه کار د دوی له وس نه پورته دی.

د کابل ښار ترافیکو د تاسیساتو مدیر سمونیار سید محمد چې د ترافیکو په استازولۍ یې خبرې کوي، وايي چې د پولیسو ترافیک چارواکو او زور واکو ته د خط سیر د نیولو په برخه کې هېڅ ونډه نه لري او خپل وسله وال یې، سړکونه بندوي او خط سیر نیسي.

ځینې کابل ښاریان هم د ښار په واټونو او کوڅو کې د ترافیکي خنډونو پراختیا او جوړولو او دولتي چارواکو ته د خط السیر نیولو له امله د لارو بندېدو څخه ستومانه شوي او امنیتي مسؤولین د خلکو امنیت ټینګښت او پروړاندې یې د خنډونو د لرې کولو په برخه کې په بې وسۍ تورنوي.

د کابل ښار درېیمې ناحیې اوسېدونکی ۴۵ حبیب الله وايي چې ورځ تر بلې د کابل ښار واټونو کې د لارو بندېدل زیات شوي او ځینو چارواکو او زور واکو د خنډونو د لرې کولو پرځای، حتی کوڅې د کانکریټي خنډونو په اېښودو سره، د سیمې د خلکو پرمخ تړلې دي.

نوموړی وايي هرچا حق ناحق په کوڅو کې کانکریټي خنډونه اېښي دي:

«که چېرې همدغه کوڅې او فرعي سړکونه پرانیستي وي، سړکونو کې راه بندان نه کېږي».

د کابل ښار شپږمې ناحیې اوسېدونکی نقیب الله چې نیم عمر یې موټر چلولی، زیاتوي چې د لارو، واټونو او حتی کوڅو د بندېدو له امله، موټرچلول ورته ستونزمن شوي دي: « هر زور واکي او دولتي چارواکي د یوه دفتر یا خپل کور لپاره یو سړک بند کړی، څوک نشته چې پوښتنه وکړي چې ولې…؟».

د کابل ښار دغه اوسېدونکی زیاتوي چې ډیرو خلکو پانګه پیدا کړه او ښاري شول؛خو د ښاري ژوند اخلاق  چې د ښاري ټولنې اساسي اړتیا ده، تراوسه یې نه دي زده کړي.

هغه څه چې د ټولنیزو چارو کار پوه، ګل پادشاه بینا یادوي وايي چې وطن مور ده او د بیا رغاونې په برخه کې یې باید ټول هڅه وکړي: «چا چې د انسانیت په ښوونځي کې درس لوستی وي، د ښار کوڅې او واټونه نه بندوي».

ښاغلی بینا زیاتوي چې وطن ته خدمت او ورسره مینه کول، د ایمان یوه برخه ده؛ خو په خواشینۍ سره چې زیات شمېر  (د خدای جل جلاله ) قانون باندې عمل نه کوي، نو د ولسمشر لارښوونه (د بنده حکم) خو پرځای پرېږده.

د ټولنیزو چارو دغه شنوونکی خبرداری ورکوي؛ تر هغې چې دولت او خلک د یو بل په مرسته د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ لپاره کار ونه کړي، دغه ستونز ه او خنډونه به د خلکو له مخې لرې نشي.

خو اصلي پوښتنه دلته ده چې ایا بنسټونه، حکومتي چارواکي او زور واکي دغې همغږۍ او سرښېندنې ته به حاضر شي؟

هغه پوښتنه چې د ولسي جرګې ځینې غړي یې په ځواب کې وايي: «د دغې لارښوونې د عملي کولو لپاره، اړتیا ده چې لومړي قدم کې، ولسمشر او کابینه یې له خپل ځان نه پیل کړي او له هغې وروسته، له نورو د دغې لارښوونې د عملي کولو تمه ولري».

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې روبینا جلالي وايي دغه لارښوونه د یوه شعار په بڼه پاتې نشي او ولسمشر باید په حتمي توګه د عملي کولو لپاره یې، له ځان نه پیل کړي.

اغلې جلالي زیاتوي چې خلکو منځ ته ورتګ د صمیمیت رامنځ ته کېدو او د لارو بندېدل د تاوتریخوالي او دولت څخه د لرې والي لامل کېږي. د نوموړې په وینا: «که مو څه نه وي خوړلي، نه ډارېږو».

بل پلو، په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازی سید اشرف الدین عیني هم نا امنۍ د افرادو اوچارواکو لخوا د لارو بندېدو مهم دلیل بللی او له حکومت  څخه غواړي چې د یوه ښار امنیتي منظم ستراتيژیک پلان په جوړولو سره، د دغو خنډونو د لرې کولو  په  برخه کې باید اقدام وکړي.

کابل ښار د بل هر وخت په  پرتله، د امنیتي ګواښونو  د زیاتوالي له  امله، د کانکریټي دیوالونو ، ترافیکي خنډونو او سختې ترافیکي ګڼې ګوڼې سره مخ دی او له  دې وړاندې څو  ځلې د حکومت لخوا ژمنه  شوې چې د کابل ښار څېره  به د دغو خنډونو په لرې کولو سره  بدله  کړي.

درې کاله مخکې هم کابل ښاروالۍ د ښار له  واټونوڅخه د امنیتي دیوالونو د  لرې کولو کمپاین پيل  کړ؛ خو له لږ ځنډ وروسته دغه کمپاین د ناڅرګند دلیل له مخې بند شو.

اوس هم  د کابل ښاروالۍ  د نشراتو  رییس نعمت الله بارکزی وايي چې د کانکریټي دیوالونو  او ترافیکي خنډونولرې کول، د امنیتي وضعیت  مطالعې ته اړتیا لري او پردغه  پروګرام باندې اوس هم ګډ کار روان  دی.

 خبریال: شاه محمود اندیشور

..

هغه ډاکټر چې د ډالر لپاره ناروغ وژني؟!

کابل ـ ۱۳۹۹ د چنګاښ ۲

د فیسبوک په لویه ټولنیزه شبکه کې د درواغو او جعل بازار ورځ تربلې تودېږي.

د سمو او ناسمو خبرونو د خپرېدو سربېره، په دې شپو ورځو کې د فیسبوک کاروونکو ترمنځ د جعلي عکسونو او ویډیو ګانو لاس په لاس کېدل، د بل هر خبر او مطلب په پرتله، د ډېرو مخاطبانو پام ځان ته اړولی دی.

په دې وروستیو کې د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکي او خلک، نږدې یوه دقیقه ویډیو لاس په لاس کوي کوم چې له معتبرې سرچینې پرته، د عامې روغتیا وزارت ډاکټران د ناروغانو په وژنې تورنوي:

یوه کاروونکي د «حقیقت تریخ دی» ترعنوان لاندې د ۲۰۲۰کال جون په ۱۸ خپله فیسبوک پاڼه کې د دغې ویډیو په خپرولوسره لیکلي:

«د کابل په روغتونونو کې د ناروغانو وژل، په دې پلمه چې د کرونا ناروغۍ له امله وفات شوي».

د دغې ویډیو شاکې داسې غږ اضافه شوی چې څرګندوي، ماسک لرونکی ډاکټر، یو ځوان له ستوني په نیولوسره، د درې زره ډالرو په ورکړې ګواښي. یوازې په همدې صفحه کې له دا ډول منځپانګې سره یې له ۱۵ زرو زیات لیدونکي لرلي دي او نږدې ۴۰۰ ځلې هم شییر شوې ده.

بل کاروونکي د ( Sadat international network page ) په نوم پاڼه کې د دغې ویډیو په خپرولوسره لیکلي:

«ډاکټر لخوا د ناروغ وژل، خلک څرنګه روغتونونو ته مراجعه وکړي؟»

دغه ویډیو چې له نه چندان ښه کیفیت سره، څه باندې میاشت راهیسې د انټرنټ د زرګونه کاروونکو ترمنځ لاس په لاس کېږي، د دې ښکارندوی ده چې یو کس له ډاکټري جامو او ماسک سره، په بستر کې ناروغ په خوله باندې فشار راوړي؛ خو د هېڅ یوه غږ نه اورېدل کېږي.

د پیک حقیقت سنج موندنې ښيي چې دغه ویډیو د لومړي ځل لپاره، د ۲۰۲۰ کال د مې په ۱۴ د (Syl News BD ) انټرنټي ویبپاڼې لخوا په بنګله دیش کې خپره شوې.

په بنګله دیش کې ډیری کاروونکو هم ګنګوسه کړې وه چې په یوه روغتون کې زوی غواړي خپل پلار ووژني.

ځینو هندي کاروونکو هم ادعا کړې وه چې د هند په یوه روغتون کې یو ډاکټر د یوه ناروغ د وژلو په حال کې دی.

خو د (alt news ) هندي حقیقت موندونکې رسنۍ د یوتیوب یوه کاروونکي له قوله راپور ورکړ چې په حقیقت کې زوی غواړي پلار ته درمل ورکړي؛ خو پلار د دغه کار مخنیوی کوي.

بل پلو، په اصلي ویډیو کې چې د لومړي ځل لپاره خپره شوې، د (  syl News BD .com) لوګو لیدل کېږي او دغه راز، د ویډیو له خپل غږ پرته چې (سم هم نه اورېدل کېږي) تر شا یې بل غږ هم نشته؛ خو افغانستان کاروونکو دغه ویډیو د لوګو په لرې کولو او له فارسي اضافي غږ په زیاتولوسره، خپره کړې.

هغه څه چې د معلوماتي ټکنالوژۍ مسایلو کارپوهانو په باور، د افترایفکت پروګرام په کارولوسره، یو ساده کار دی.

په همدې حال کې د افغانستان د خبریالانو مرکز رییس احمد قریشي، فیک نیوز یا جعلي خبرونه ډموکراسۍ، ازاد بحث او معاصرې نړۍ ټولنیز نظم لپاره لوی ګواښ بللی وايي چې د انټرنټ او ټولنیزو شبکو له رامنځ ته کېدو سره د درواغو خبرونو خپرولو زمینه ډېره شوې ده.

ښاغلی قریشي دغه راز زیاتوي چې د دغه کار د مخنیوي لپاره، د اساسي قانون، د ټولنیزو رسنیو قانون او اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون په پام کې نیولو سره، باید نوې مقررې په پام کې ونیول شي.

خبریال: شاه محمود اندیشور

..

«موږ افغانان نه یو…، موږ عرب نه یو»؛ کوم یا هېڅ یو؟

کابل ـ ۱۳۹۹ غبرګولې ۲۱

په ټولنیزو رسنیو کې د انځور او ویډیو خپرولو په برخه کې جعل او درغلۍ، ورځ تربلې زیاتېږي. ترکومه چې د فیسبوک،ټویټر او… نورو نیوکه  کوونکو په وینا، دغه شبکې له جعلي او درواغو معلوماتو ډکې دي.

په امریکا کې دپولیسو لخوا د تورپوستي جورج فلوید له وژل کېدو او هغه هېواد کې له اعتراضونو وروسته، په فیسبوک او ټویټر کې د لاریون کوونکو یو انځور لاس په لاس کېږي چې د یوه مظاهره کوونکي په لاس کې یوه تابلو کې په انګلیسي ژبه لیکل شوي:

«موږ افغانان نه یو چې موږ ووژنۍ او پټه خوله اوسو».

د شقایق په نوم د فیسبوک یوې کارکوونکې په خپله پاڼه کې کاږلي چې امریکايي تور پوستي دا ډول شعار ورکوي.

د همایون تندر په نوم یو بل کاروونکي د دغه انځور په خپرولو سره، د پيک خبریال پوښتنې په ځواب کې لیکي چې لومړی نه پوهېده دغه انځور جعلي دی؛ خو بیا یې هم د خوځښت رامنځ ته کولواو کاروونکو پام اړولو په موخه یې خپور کړی.

دغه انځور تراوسه د فیسبوک او ټویټر شبکو زرګونه کاروونکو ترمنځ له غبرګونونو، پیغامونو مثبت او منفي کومنټونو سره لاس په لاس کېږي او ډیری دغو کاروونکي، حتی د انځور د اصلیت او جعل په اړه نه پوهېږي.

په داسې حال کې د پيک حقیقت موندنې له مخې، دغه انځور جعلي (فوتو شاپ) دی او د هغو لاریونونو اصلي انځور دی چې د ۱۳۹۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸ د رویټرز خبري اژانس عکاس (جوشا Jousha) لخوا خپور شوی چې پکې داسې لیکل شوي دي:

«زموږ له وژلو لاس واخلئ!»

دغه لاریونونه هغه مهال تر سره شوي چې امریکايي فیلاندو کاستیل (Philando Castile) په نوم تور پوستی د ترافیکي قانون د نقض له امله، د پولیسو یوه افسر د ډزو په پایله کې ووژل شو.

هغه انځور چې نه یوازې په افغانستان کې د کاروونکو بلکې د پاکستاني، سوریې او عراق وګړو ترمنځ هم له ورته شعار سره، (موږ عرب نه یو چې موږ ووژنۍ او پټه خوله  پاتې شو)، تراوسه په فیسبوک او ټویټر  کې لاس په لاس کېږي.

په انټرنتي فضا کې د ټولنیزو رسنیو له رامنځ ته کېدو سره، د اطلاعاتو او تبلیغاتو د تبادلې لپاره دومره زمینه برابره شوې چې د رسنیو د ځینو فعالانو په باور، نن د انټرنټ هر کاروونکی کولای شي سم او ناسم معلومات ترلاسه او وړاندې کړي.

د رسنیو د څار ډلې یا نی مسؤول نصیر احمد نوري وايي چې ډیری جعلي معلومات د خلکو ترمنځ د تفرقې او پاڅون رامنځ ته کولو په موخه خپرېږي او تراوسه د مسؤولینو لخوا په  انټرنټي شبکو کې د ناسمو خبرونو، انځورونو او ګنګوسو د خپرولو مخنیوي په برخه کې هېڅ تدبیر نه دی نیول شوی.

خبریال: شاه محمود اندیشور

..

د حظیرې اخیستل، د مخاطبانو تېر ایستل

کابل ـ ۱۳۹۹ غبرګولې ۲

په ټولنیزو شبکو او ډله ییزو رسنیو کې د تخار والي خبرو کې غلط فهمي او اطلاع رسولو په برخه کې یې افراط شوی.تېره اوونۍ، د تخار والي عبدالحق شفق د یوې خبري غونډې پرمهال په دغه ولایت کې د کرونا پروړاندې د مبارزې په برخه کې د ځانګړې شوې بودیجې لګښت څرنګوالي په اړه خبریالانو ته معلوماتو ورکړل او ویې ویل  چې دغه ولایت ته د څه باندې سل میلیون افغانۍ ځانګړې بودیجې څخه، نهه میلیون یې کرونا ناروغانو لپاره ځانګړې شوې حظیرې ته چې پکې غسل ورکولو خونه او نور اړوند مسایل شامل دي، په پام کې نېولې دي.

د دغې غونډې له پای ته رسېدو ساعت وروسته، ځینو رسنیو د ښاغلي شفق له قوله ولیکل چې د تخار والي په نهه میلیون افغانۍ حظیره اخیستې ده.

دغه خبر نه یوازې داچې هممهاله په ځینو نورو چاپي او انلاین رسنیو کې خپور شو، بلکې په ټولنیزو شبکو (فیسبوک او ټویټر) کې هم له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شو.

د دغه خبر پروړاندې د ځینو سیمه ییزو چارواکو او کاروونکو لخوا د غبرګونو له زیاتوالي سره، ځینو رسنیو خپلو سرلیکونو او متنونو کې بیا بدلون راووست او ځینو هم تراوسه نه دي اصلاح کړي.

ځینو کاروونکو په خپلو پاڼو کې د انځورونو او طنزي سرلیکونو له کاږلو سره، نقد او ناسمې خبرې وکړې او ځینو هم دغه خبر ته د شک په سترګه وکتل او رد یې کړ.

د دغه خبر له خپرېدو څو ساعته وروسته د ځینو کاروونکو په پاڼو کې د لیدونکو، لوستونکو او پیغام لیکوونکو (کمنټ) شمېر زرګونه ته ورسېد؛ تر هغې چې د تخار ولایت مقام په څو ساعتونو کې، غبرګون وښود او د ښاغلي شفق ویډیو په استناد یې، دغه خبر ناسم او د رسنیو سرغړونه اعلام کړه.

د تخار والي ویاند محمد جواد هجري په خپله فیسبوک پاڼه کې د دغه خبر له ردولو سره، د پيک خبریال ته وویل:

«دغه خبر په بشپړډول بې بنسټه دی او د خبریال لخوا غلط فهمي شوې ده».

خو هغه خبریال چې د لومړي ځل لپاره دغه خبر د خپلې اړوند رسنۍ له لارې خپور کړی، د خپل راپور پر سموالي باندې د ټینګار په خوا کې، ادعا کوي چې د دغه خبر له خپرېدو سره، د والي د ځینو نږدې کسانو لخوا، کاري او جاني ګواښل شوی. خو د تخار والي ویاند د ګواښ هر ډول ادعا رد کړې.

په تخار ولایت کې سیمه ییز خبریال بشیر احمد بشار، د پيک خبریال ته وویل:

«والي صاحب په خپل کنفرانس کې د حظېرې اخیستو څرنګوالي په اړه خبریالانو ته جزییات نه دي ورکړي».

خو د دغه خبر له خپرېدو سره سم، ځینو سیمه ییزو چارواکو هم په خپلو فیسبوک پاڼو کې، له ترخو او تندو کنایو سره لیکلي چې هېڅ ځمکه نه ده اخیستل شوې، بلکې یوه میاشت مخکې د ښارجوړولو، حج اوقافو او تالقانو ښاروالۍ ګډې کمېټې لخوا د بادام درې په سیمه کې ۸ جریبه دولتي ځمکه تثبیت او د کرونا پروړاندې د مبارزې کمېټې په رسمي غونډه کې تایید شوې ده.

په دغه ولایت کې د کرونا پروړاندې د مبارزې بودیجې لګښت څرنګوالي په اړه د ۱۳۹۹ کال غويي ۱۸ پنجشنبې ورځې خبري غونډې تصویري ویډیو ښيي چې د تخار والي داسې ویلي:

«د کرونا ویروس له امله مړه شویو خښولو لپاره، یوه ځانګړې حظیره چې د شهردارۍ او اراضي انګړ نه بهر ده، د اته جریبو په مساحت ځمکه د بادام درې په سیمه کې په پام کې نیول شوې چې د غسل خانې لګښتونو او نورو ضروریاتو سره به له نهه میلیون زیاتې افغانۍ لګښت ولري».

هغه څه چې ښاغلي هجري یې پر سموالي ټینګار کړی، زیاتوي سره له دې چې ټاکل شوې وه، دغه موضوع د ولایت مقام د رسنیو سرغړونو کمېسیون لخوا وڅارل شي؛ خو د دغه راپور له خپرېدو یوه ورځ وروسته، سرغړونکي خبریال په خپلې تېروتنې اعتراف کړی او له ښاغلي شفق څخه یې بخښنه وغوښته.

سره له دې چې ښاغلي بشار د راپور ناسموالي په اړه د بخښنې غوښتنې او اعتراف په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د هېواد د مدني فعالانو او رسنیو ملاتړ په باور، کله چې دا ډول ناسم خبرونه د ځینو خبریالانو لخوا د هېواد په رسنیو کې خپرېږي، د خبریالۍ کار او رسنۍ اعتبار ته به لوی زیان وي.

د نی یا رسنیو څار ډلې مسؤول نصیر احمد نوري وايي سره له دې چې د والي خبر په اړه شکایت نه دی ترلاسه شوی؛ خو له دې وړاندې هم په ځینو رسنیو کې د خبر نا مسلکي توب او ناسموالي په اړه د ځینو حکومتي چارواکو لخوا دغه بنسټ ته شکایتونه رسېدلي دي.

د ښاغلي نوري په وینا، د ناسمو او درواغو خبرونو خپرول او نشرول، نه یوازې د دې لامل کېږي چې په ټولنه کې د خبریالۍ کار او اطلاع رسول زیانمن شي، بلکې په «رسنیو او خبریال» باندې به د خلکو باور هم کم شي.

څرنګه چې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې حقوقي سلاکار محمد قاسم رحماني هم د ناسمو خبرونو خپرولو له امله د اطلاع رسولو کار په زیانمېدو ټینګار کړی، زیاتوي چې دا ډول رسنیزې سرغړونې باید قانوني څار ولري.

خبریال: عبدالمطلب فراجي

..

حاتم بخشی، د خلکو له جیبونو نه کېږي

کابل ـ ۱۳۹۹ کال  غويي ۲۰

«تشې خبرې هر څوک کوي، چېرې دی د عمل سړی…!؟»

‌هغه خبره چې د کابل ښار درېیمې ناحیې اوسېدونکي د پیک خبریال ته کړې.

ذبیح الله چې ۴۵ کلن دی له کرايي موټر سره، په کابل ښار کې ټکسي  چلووي، تر پېنځه زره افغانيو پورې د پېنځه کسیزې  کورنۍ د کور کرایه، اوبه،ډوډۍ او نورې اړتیاوې برابروي؛ خو په وینا یې چې د قرنطین او د حکومت د فرمانونو سربېره، که چېرې د هرې میاشتې له ۳۰ نیټې مخکې د کور کرایه ورنه کړي، د کور څښتن لخوا له کوره د شړلو ګواښ سره مخ  کېږي.

«د کور له څښتن څخه مې وغوښتل چې د همدې قرنطین او بېکارۍ له امله، حداقل د کور په کرایه کې تخفیف راولي، ویې ویل:که یې نشې ورکولای، کور خوشې کړه…».

د کور څښتن هم ځان په حقه بولي. د کابل ښار شپږمې ناحیې اوسېدونکی ۵۷ کلن عبدالله، د خپل کور پاسنی پوړ په اته زره افغانیو په کرایه ورکړی. نوموړی په داسې حال کې چې ځان د اته کسیزې کورنۍ یوازینی نفقه برابرونکی او د کور کرایه د میاشتني عاید نیمايي عاید بولي، وايي:

«مرسته باید دولت وکړي، بنګله لرونکي یې باید وکړي، زه خپله یو مجبور او ناتوان سړی یم، کار نشته، عاید نشته، کرایه وانخلم، څه وکړم څه وخورم…؟».

حتی دولت ځینو کرایه ورکوونکو هم ویلي چې دولت ته د کلنې اجارې د ورکړې لپاره، مجبور دي خپله میاشتني کرایه راټوله کړي. څرنګه چې پلازمینه کې په شخصي او دولتي لیلیو کې د لرو پرتو ولایتونو ځینې محصلین او مساپر وايي:

«د لیلېې اجاره دار ته مو وویل چې قرنطین دی، پیسې نه لرو، څنګه کېږي…، ویل یې پیسې چې نه لرې اتاق پرېږدی».

 د دوی په شان، سلګونه مزدوران، لاس پلوري، کسبګر، هټیوال، بار ورړونکي، ټکسي چلوونکي او کارمندان چې د سرپناه نشتوالي او ناوړه اقتصاد له امله په پلازمینه کې په کرايي ځایونو او کورونو کې ژوند کوي، د قرنطین له سختو شپو ورځو سره لاس او ګرېوان دي.

د ملګروملتونو وګړو صندوق (UNFPA) یوه سروې چې د ۱۳۹۲ او ۱۳۹۳ کلونو ترمنځ په ټول افغانستان کې شوې؛ ښيي چې د پلازمینې له ۲۷ سلنه زیات اوسېدونکي په کرايي کورونو کې اوسېږي.

په کرونا ویروس باندې د اخته کېدو مخنیوي په موخه د حکومت لخوا د قرنطین اعلام او سختو تدابیرو سره؛ ډیری وګړي چې له روز مزدورۍ او سختو کارونو سره د کورنیو نفقه برابروي، بېکاره شوي او خپل ورځني عواید یې له لاسه ورکړي دي.

څرنګه چې د اقتصاد وزارت هم، د رامنځ ته شوي وضعیت له امله د شاخوا ۷۰۰ زره کسانو د بېکاره کېدو خبره کړې  او ویلي یې دي چې له دغې شمېرې سره، په هېواد کې د بیکارۍ کچه څه باندې ۴۰ سلنه زیاته شوې.

د دغه وزارت ویاند یونس سالک، په هېواد کې د کرونا ویروس له امله د کوچنیو او لویو اقتصادي زیانونو له امله د اندېښنې په څرګندولو سره، خبرداری ورکړی چې د بیو له لوړوالي او عوایدو له کموالي سره به په هېواد کې د بې وزلۍ کچه له ۵۴ تر ۶۸ سلنې زیاته شي.

دغه وضعیت ته په پام سره، حکومتي مسؤولینو په هېواد کې د کرونا ویروس پرضد د مبارزې لپاره د ایمني، مالي او روغتیايي تدابیرو په خواکې، د کرايي کورونو او ځایونو له ټولو مالکانو غوښتي چې د قرنطین تر پایه مستاجران یې د کرایې له ورکړې معاف دي.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري د (۱۳۹۹ کال غويي ۴) د یوې خبري غونډې پرمهال ټینګار وکړ چې له دغه امر څخه د مالکانو د سرغړونې په صورت کې به له دوی سره جدي چلند وشي.

هغه امر چې تراوسه یې یو سلنه هم د حکومت لخوا نه دی عملي شوی، بلکې په ټولنیزو شبکو کې د ځینو خلکو، مدني او حقوقي فعالانو له شوخو او تندو نیوکو سره هم مخ شوی.

د رسنیو یو فعال نصیر فیاض چې په وینا یې، د موروثي کور کرایه یې د قرنطین تر پایه  معاف کړې، په  خپله فیسبوک پاڼه کې کاږلي:

«جناب والي صاحب د نورو له جیبونو د دغې نیک نامۍ پرځای، د برېښنا بل او مالیاتو څخه د معافیت په فکر کې اوسی چې د دولت  مالکیت  دي، څو خلک وکړای شي باور وکړي چې حد اقل له  خروار څخه مو دخس مرسته کړې وي».

ښاغلی فیاض زیاتوي سره له دې چې د کرایې ته اړتیا نه لري او یو شمېر نورو کرایه  اخیستوونکو هم د والي له  امر پرته او له  هغې وړاندې د انساني او اخلاقي قاعدې په پام کې نیولو سره، تر خپلې وسې کرایه یا معاف کړې او یا یې هم تخفیف ورکړی؛ خو شته داسې کسان چې د دغې بخښنې او تخفیف وس نه لري.

د اقبال نوري په نوم بل کاروونکي لیکلي چې د کابل والي صاحب د چا حق د بخښنې صلاحیت نه لري او که  چېرې یې په خلکو زړه سوځي، باید له خپله جیبه یا هم د دولت له خزانې او یا هم د نړۍ له  میلیاردي مرستو، یوه اندازه په دا ډول سختو او بیړنیو حالاتو کې کرایه نشینانو ته  ځانګړې کړي.

هغه څه چې په ملي شورا کې د خلکو ځینو استازو له سختې نیوکې سره مخ هم مخ شوي. پارلمان کې د کابل د خلکو  استازې روبینا جلالي وايي چې حکومت د خلکو له جیبونو  د بخشش پرځای، د قرنطین دوره کې د برېښنا لګښتونه معاف کړي.

اغلې جلالي د کرونا پروړاندې د مبارزې په برخه کې د بودیجې د لګښت د وېش بهیر باندې نیوکې سره  زیاتوي:

«هغوی چې د قرنطین په شپو ورځو کې ډوډۍ نه لري، باید د برېښنا لګښت له ورکړې معاف شي».

سره له دې چې حکومتي مسؤولینو د کرونا ویروس پروړاندې په مبارزې باندې ټینګار کړی او د تجرید ګاه د جوړولو، پرمختللو طبي وسایلو د اکمال او لسګونه  زره  بسترونو د برابرولو خبره یې کړې؛ خو اغلې جلالي، په هېواد  کې دکرونا ویروس لپاره  د ځانګړې شوې بودیجې لګښت او وېش سلیقه يي او غیر شفاف بولي.

د ځینو  معتبره رسنیو  د راپورونو له مخې؛ په افغانستان کې د کرونا ویروس پر ضد مبارزې لپاره  د حکومت لخوا له دوه نیم میلیارده  زیاتې افغانۍ او ۴۰۰ میلیون ډالره د نړیوال بانک لخوا ځانګړي شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت لخوا نوې ورکړل شوې شمېرې ښيي چې په ټول هېواد کې په  کرونا ویروس د اخته کسان شمېر نږدې  څلور زرو تنو ته رسېدلی، له سلو زیاتو کسانو له دې امله خپله ژوند له لاسه  ورکړی او نږدې  پېنځه سوه تنه نور بیا روغ شوي دي.

خو کاروونکو، خلکو او د خلکو د استازو لخوا د نورو له جیبونو څخه د بخشش پروړاندې د نیوکو سره، د کابل والي ویلي:

«که چېرې کرایه نشین د کور خاوند لخوا  د کرایې ورکړې ته مجبور شي، د ولایت مقام ته دې شکایت وکړي».

خو د کابل  والي ویاند ناصر مهري د پيک خبریال ته وايي چې تراوسه یې  په دې اړه کوم شکایت نه دی ترلاسه کړی.

په همدې حال کې د کابل علماوو  شورا مرستیال ګل احمد صدیقي بې وزلو سره په سختو ورځو کې د صدقې او  سخاوت  په  خواکې ټینګار سره پردې باور دی چې د قرنطین په ورځو کې د کور کرایې معاف کول، اړمنو سره لویه مرسته او اجر لري. دغه دیني عالم د حضرت  محمد  (ص) حدیث شریف په  ویلو سره وايي:

«بهترین  خلک هغه دي چې نورو ته  یې خیر ورسېږي».

خبریال: شاه محمود اندیشور

..

د کابل دروازې د کرونا پرمخ خلاصې دي

کابل ـ ۱۳۹۹ غويي ۷

کابل قرنطین دی؛ خو هره ورځ زرګونه غټ او کوچني مسافر وړونکي موټر ښار ته  د ننوتونکو دروازو له لارې پلازمېنې ننوځي او د روغتیايي او امنیتي مسؤولینو  لخوا یې هېڅ څارنه نه کېږي.

په پلازمینه کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له زیاتوالي سره، د کابل والي د ۱۳۹۹ د  وري په  ۲۳ نیټه په دارالاامان ماڼۍ کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل چې د ولسمشر د لارښوونې له مخې،  سر له نن څخه د ۱۵ ورځو  لپاره د کابل ښارننوتونکو درازو په اوږدو کې سخت قرنطین رامنځ ته کېږي او تګ راتګ بندېږي.

دغه راز د کورنیوچارو وزارت تیره  اوونۍ د چهارشنبې  په ورځ د یوې اعلامیې په  خپرولوسره ولیکل چې د کابل ښار دروازې په جدي توګه تر څار لاندې دي او د هرډول تګ راتګ مخنیوی  کېږي.

خو  د دغو پېنځلس ورځو په تېرېدو سره، تراوسه د کابل ښار دروازې د پلي تګ کوونکو او موټرو پرمخ پرانیستې دي او حتی په ځینو دروازو کې هېڅ لابراتواري ازموینې او څېړنې نشته.

د کابل ښار له څلورو دروازو وڅخه د پیک خبریال مرکې، تصویرونه او ویډېوګانې ښيي چې د امنیتي او  روغتیايي کارکوونکو  په  شتون کې کوچني ۵ کسیزه او لوی موټر د کابل ښار  د  ورودي دروازو او یا هم فرعي لارو ښارته  ننوځي او پردغه  وضعیت  باندې هېڅ څارنه نشته.

څرنګه چې د کابل ـ لغمان د لارې د کرولا ډوله موټر چلوونکی ۵۰ کلن عبدالحمید وايي:

«لس کاله کېږي چې په همدې لین کې کار کوم، د خدای فضل دی نه دلته او نه هم لغمان  کې مې هېڅ کوم قید او شرط د کار  پروړاندې نه دی خنډ شوی…».

۳۸ کلن اشګل چې له درې مسافرو سره، له ماسک،  دستکش او د واټن له رعایت پرته د عبدالحمید  په موټر کې لغمان ته روان دی، وايي:

« یوازینی توپير چې په دې ورځو  کې د کرونا له امله  رامنځ ته شوی، موټر لږ پيدا کېږي او کرایې زیاتې شوې، ګني تیل خو  هم ارزانه شوي…».

۳۲ کلن نور رحمان بل مسافر دی چې جلال اباد ته  روان دی، وايي که په یوه موټر کې یو کس هم دولتي کارت ولري،کولای شي چې د پولیسو له  پوښتنې پرته څو تنه نور هم له  ځان سره ولیږدوي.

په داسې حال کې چې د کابل والي ویلي: «یوازې پوځي  کسان، مرستندویان، روغتیايي کارکوونکي، خبریالان او د مخابراتي شبکو کارکوونکي د رسمي اجازه  لیک په  ښوولو سره، له دغه محدودیت  څخه معاف دي».

د شمالي دروازو څارنه هم چندانې نشته. کله چې د موټرو پرمخ دروازه تړل کېږي، سلګونه موټر چې له شپاړسو شمالي ولایتونو څخه کابل ته راځي، په ورودي دروازو کې داسې کتار او د لارې بندېدل رامنځ ته کېږي چې پکې هره شیبه به د دغه ویروس خپرېدل له امکان څخه لرې نه وي.

د کابل شمالي دروازې د پولیسو قوماندان خواجه مشتاق د پیک خبریال ته وايي سره له دې چې دوی ته لارښوونه شوې څو له دولتي موټرو پرته چې مشخص شوي، د هرډول موټرو مخنیوی وکړي؛ خو د خلکو د ګڼې ګوڼې پروړاندې هېڅ هم نشي کولای.

«هره ورځ له څو ولایتونو څخه زرګونه موټر راځي او داچې زرګونه موټر خپله لوی ګواښ دی، مجبور یو چې خوشي یې کړو».

۲۵ کلن عبدالمجیب چې له درې مسافرو سره په یوه کرولا ډوله موټر کې له بغلان څخه کابل ته راغلی، د خلکو او مسؤولینو له نه پاملرنې په ځانګړي ډول د ګڼې ګوڼې د نه مخنیوي په برخه کې په کلکه نیوکه کوي او وايي:

«د خلکو او مسؤولینو لخوا هېڅ ډول د مسؤولیت منل نشته، نه فاصله مراعات کېږي او نه هم د ننوتلو پرمهال تست او معاینه کېږی، دغه وضعیت ډېر خطرناک دی».

خو د ښاغلي مشتاق په خبره، روغتیايي کارکوونکي د سهار له اتو بجو بیا د مازدیګر تر څلورو بجو پورې د مسافرو روغتیايي معاینه کوي او له څلورو بجو وروسته مسافر له معاینې پرته تیرېږي.

په دغه دروازه کې موظف روغتیايي مسؤولین د پیک خبریال سره خبرو ته حاضر نشول.

بل پلو ځینې خلک او مسافر، حکومتي مسؤولین په نه پاملرنې او بې کفایتۍ تورنوي وايي که چېرې حکومت وکړای شي چې د قرنطین په شرایطو کې د خلکو اوبه او ډوډۍ اړتیاوې برابرې کړي، خلک ولې له خپلو کورونو ووځي؟

۳۵ کلن نصیر احمد چې په فلاینکوچ موټر کې له ماسک، دستکش او له لسو مسافروسر ه د واټن له رعایت کولو پرته له لوګر څخه کابل ته راغلی، وايي: « پور وړي پسې راغلي یو چې یوه اندازه پیسې او اذوقه کورته یوسو، څو کورکې پاتې شو، خی څنګه وکړو…؟».

ډیر خلک، د سالم قرنطین په برخه کې د مدیریت او بې وزلو خلکو سره د مرستې په برخه کې د حکومت له بې وسۍ ګیله من دي، ادعا کوي چې دوی د کورنیو د نفقې برابرولو لپاره مجبور دي چې له کوره ووځي؛ ځکه لوږه له کرونا لوی ګواښ بولي.

په همدې حال کې د کورنیو چارووزارت مني چې پلازمینه کې د قرنطین شرایط، په ښه  توګه نه مراعات کېږي او پولیس په یوازې توګه نشي کولای چې دغه وضعیت په سمه توګه کنټرول او مدیریت کړي.

د کورنیوچارووزارت ویاند طارق ارین په وټس اپ کې د غږیزپیغام په خپرولوسره، د قرنطین د سختولو او ګرځېدو د مخنیوي خبرې کړې او د پیک خبریال ته یې ولیکل:

«مهم شرط، مسوولیت منل او د خلکو همکاري ده چې له دې پرته، پولیس په یوازې توګه نشي کولای وضعیت کنټرول کړي».

په همدې حال کې د کابل والي ویاند محمد ناصر مهري وايي چې د کابل قرنطین د غويي تر ۲۰تمدید شوی او په پلازمینه کې د کرونا ویروس اخته کسانو شمېر زیاتوالي ته په پام سره، وقایوي او د خلکو د ګرځېدو او راټولېدو مخنیوي تدابیر زیات شوي دي.

د روغتیايي لارښوونو بابېځه ګڼل او هغو ته نه پاملرنه او د خلکو او حکومتي مسوولینو لخوا د مسوولیت نه منلو باندې په داسې حال کې نیوکه کېږي چې روښانه نه ده، هره ورځ څومره شکمن او کرونا ویروس باندې اخته کسان د وردوي دروازو له لارې کابل ته د ننه شوي او څومره خلکو سره په اړیکه کې دي. په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې په کرونا ویروس داخته کسانو وروستۍ شمېرې ښيي چې کابل ښار د زیات شمېر اخته کسانو سره، د ولایتونو په سرکې راغلی او د ورځې په تېرېدو سره د اخته کسانو شمېر زیاتېږي.

د عامې روغتیا وزارت نوې شمېرې ښيي چې تراوسه په ټول هېواد نږدې یو نیم زر تنه په کرونا ویروس اخته شوي چې له دې جملې، له دوه سوه زیات کسان ښه شوي او نږدې ۵۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د غويي په ۶ د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، کابل د کرونا ویروس له امله د ۴۴۶ تنو ناروغانو او ۱۴ تنو ژوند بایلونکو سره د هېواد د ولایتونو په سرکې دی او د هرات ولایت چې تېرې اوونۍ پورې دغه ځایګي کې وو، اوس د ۳۸۶ اخته کسانو او ۷ ژوند بایلوونکو سره، دویم ځایګي کې دی.

په همدې حال کې دعامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار، په ښه توګه د روغتیايي لارښوونو د عملي کولو په ځانګړي ډول د واټن په مراعات کولو او د ګڼې ګوڼې په مخنیوي ټینګار کړی، زیاتوي چې کابل کې د کرونا ویروس د بل هر ځای په پرتله د ګردش په حال کې دی او خلک باید له کورونو بهر نشي.

خبریال: مجتبی بیګزاد

..

ایا کرونا الهی رحمت دی؟

کابل ـ ۲۸ وری ۱۳۹۹

سره له دې چې د کرونا ویروس هره ورځ له خلکو قرباني اخلي؛ په هېواد  ځینې دیني علما، دغه ویروس مسلمانانو لپاره الهي رحمت او کافرانو ته الهي عذاب انګیري.

د هرات ولایت د ګذرګاه جومات خطیب مولوي مجیب الرحمن انصاري، د جمعې ورځې لمانځه په خطبه کې وویل چې د کرونا ویروس له امله رامنځ ته شوې ناروغي مسلمانانو لپاره الهي رحمت دی اوکه څوک د دغې ناروغۍ له امله ومري، د شهادت درجه یې نصیب کېږي. نوموړي دغه ویروس کافرانو لپاره الهي عذاب بللی:

«دغه ویروس د رب العالمین له طرفه راغلی او کافر او مسلمان پېژني».

 هغه خبره چې په ټولنیزو شبکو او  رسنیو  کې له زیاتو غبرګونونو سره مخ شوې.

د ټولنیزو شبکو یوه  کاروونکي محمد جعفري په خپله فیسبوک پاڼه کې کاږلي:

«بېچاره اسلام له څه ورځې سره  مخ شوی چې دا ډول کسان مبلغ شوي دي».

د ټولنیزو  شبکو یوه بل کاروونکي عبدالرووف توانا هم کاږلي:

«له کوچني جومات تر نبوي جومات او کعبې پورې دروازې یې وتړلې،  دا څرنګه رحمت دی».

د نوموړي په باور، هغه کسان چې د کرونا افت مسلمانانو لپاره رحمت بولي، خپله د اسلام له لارښوونو او منشور څخه بې خبره دي.

هغه څه چې ځینو دیني علماوو او د اسلامي مسایلو څېړونکو هم هغه غیر عقلاني او ګمراه کوونکي بللي.

د کابل د علماوو شورا مرستیال مولوي ګل احمد صدیقي، کرونا الهي عذاب بللی او د مولوي انصاري خبرې ناسمې بولي.دغه دیني عالم وايي:

«هغه علما چې خلک جومات ته د جمعې لپاره ور بولي، که چېرې خلک په مبتلا شوي ویروس ومري، دغه علما به د قتل شریکان وي».

د افغانستان د علماوو سراسري شورا مرستیال او کابل ښار کې د مدینته العلم جومات امام (شیعه) مصباح شهرستاني، د مولوي انصاري له دې خبرو  سره مخالف دی او وايي چې هېڅ تاریخي او شرعي روایت نشته چې (کروناویروس) دې خلکولپاره رحمت تعریف شي.

 دغه دیني عالم څرګندوي که چېرې دغه ویروس د بشر د لارښوونې لامل شي او د ځمکې پر سر خدایانو ته هدایت وکړي، کولای شي په رحمت تبدیل شي؛ خو که د دې لامل شي چې جنازو ته  په سمه توګه غسل ورنه کړای شي، ټولنیزې او توحیدي اړیکې له منځه لاړې شي، هدېرې له مړو ډکې شي، په یقین چې الهي عذاب دی.

بل پلو، د افغانستان د علماوو سراسري شورا  ویاند محمد قاسم حلیمي، د قرآن عظیم الشان د فتحې د اووم سورت په استناد وايي چې خدای (ج) ناروغۍ خپل لښکرې نومولې دي.

ژباړه: فتح سورت ۷ آیت:« او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې لښكرې دي او الله له ازله ښه غالب، ښه حكمت والا دى».

 ښاغلی حلیمي زیاتوي چې د کرونا ویروس یو مصیبت دی او  د کافر او مسلمان ترمنځ توپیر نه لري،  نو باید خلک د دا ډول کسانو بې بنسټه او ګمراه کوونکو خبرو ته غوږ ونه نیسي.

د مولوي مجیب الرحمن انصاري نظر ترلاسه کولو په برخه کې د پیک خبریال هڅې بریالۍ نه شوې.

خو د حج او قافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني وايي چې مولوي انصاري او هغه جومات چې دی پکې امامت کوي، د دغه وزارت سره رسمیت نه لري او خبرې یې عالمانه نه دي.

د دیني چارو د مسؤولینو او ځینو دیني علماوو د لید لورو سربېره، د اسلامي مسایلو څېړونکي او په مصر کې د افغانستان سفیر محمد محق «ایا کرونا الهي رحمت دی که نه؟» تر عنوان لاندې مقاله کې ټینګار کړی، سره له دې چې په دې اړه قاطع ځواب نشته؛ خو د وبا، طاعون، کرونا افت او … په برخه  کې یې د حنفي مذهب لید لوری قوي بللی دی.

ښاغلي محق کاږلي چې خلک باید «وقایه» غوره کړي، ځکه وقایه په خپل ذات کې «خیر دی» او که  چېرې خلک د جهالت له مخې په کرونا ویروس اخته سیمې ته لاړ شي او یا هم وقایه  ونه کړي، ځانونه په هلاکت  کې اچوي او د قتل نفس مرتکب کېږي هم.

د خبرو، جومات ته د ور بللو او  جومات کې لمونځ کولو په اړه غبرګونونه په داسې حال کې د ټولنیزو شبکو کاروونکو په ګرمو تبصرو بدل شوي چې تر نن پنجشنبې د وري ۲۸  پورې د عامې روغتیا وزارت  لخوا د ورکړل شویو شمېرو له مخې، نږدې  ۸۰۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي چې له دې جملې، ۳۸ تنه  ښه  شوي او ۲۹ نورو خپل ژوند  له  لاسه ورکړی  دی.

په همدې حال کې د حج اوقافو وزارت په هېواد د دیني مسایلو د رهبري کوونکي او کلیدي بنسټ په توګه، د اسلامي نړۍ د علماوو  د شرعي فتوا د هر کلي په خوا کې، د کرونا ویروس پر ضد مبارزې د څرنګوالي په برخه کې د خلکو د عامه پوهاوي په برخه کې شرعي فتوا صادره کړې ده:

۱ـ د کرونا ناروغۍ د وقایې په موخه، د وقایوي تدابیرو اخیستوحکم

۲ـ په کرونا ناروغۍ د اخته کېدو د وېرې له امله د جماعت او جمعې لمونځونو د ترک کولو حکم

۳ـ د کرونا ناروغۍ خپرېدو د وېرې په حالت کې د جمعې لمونځونو کې د واټن رامنځ ته کولو حکم

۴ـ او د کرونا ناروغۍ له امله د وفات شویو اشخاصو د غسل، کفن او جنازې لمانځه اداکولوڅرنګوالي حکم

دغه وزارت،دغه راز له خلکو غوښتي څو د عامې روغتیا وزارت، ډاکټرانو او رسنیو لارښوونو ته  غوږ شي او د امکان  ترحده ورباندې  عمل وکړي. څو د دغې شرعي فتوا او د قرآن احکامو په رڼا کې، له افراط او تفریط لرې خپل دیني او ټولنیز مسؤولیتونه  ترسره، ځان،  کورنۍ او هېواد د دغه ویروس له شره وژغوري.

خبریال: شاه محمود اندیشور

..