تازه ګانی

logo

ولسمشر:«شل کاله مخکې لس کسه نه پیدا کېدل چې په فارسي او پښتو ولیکي».

کابل _ 4 وږی ۱۳۹۹

لیکوالان: «ولسمشر د افغانستان خلکو په ادبیاتو، پوهې او کلتور په اړه نه پوهېږي ».

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني چې درې ورځې مخکې (وږی ۳۱)  چې د اماني دورې لیکوال او ديپلومات ادیب خان افندي د اثارو مخکتنې په مراسمو کې یې وینا کوله وویل، چې شل کاله مخکې دغه هېواد کې لس تنه نه پیدا کېدل چې په فارسي او پښتو ژبو ولیکي.

هغه خبره چې ځینو سیاستوالو، لیکوالانو او فرهنګیانو، د هېواد روڼ اندو او د قلم خاوندانو ته سپکاوی بللی او د افغانستان خلکو او تاریخ په اړه یې نه پوهاوی بولي.

د علومو اکاډمۍ غړی او لیکوال حبیب الله رفیع وايي چې ولسمشر یا د دغې موضوع په اړه سم فکر نه دی کړی او یا یې د ارګ فیسبوکي لېکوالانو له مخې قضاوت کړی.

دغه راز، د ټولنیزو چارو شنوونکی ګل پادشاه بینا وايي چې ولسمشر د افغانستان خلکو په ادبیاتو، پوهې او کلتور نه پوهېږي او دغه خبرې یې د افغانستان ليکوالانو ته ننګ دی:

«د ولسمشر دغه خبره د هېواد ټولو قلموالو ته لوی سپکاوی دی»…

خو په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون استاد کمال الدین حامد وايي چې ولسمشر غواړي د عامه افکارو پام ځان ته واړوي. د ښاغلي حامد په باور، ولسمشر غواړي ووايي چې په حکومت کې یې  فارسي او پښتو ادبیاتو په برخه کې ډېر کار شوی دی، خو واقعیت دا دی چې له اوسنۍ پېړۍ نه پخوا، په دې برخه کې زیات  کار شوی دی.

په دې برخه کې مو وغوښتل څو د لیکوالانو د غبرګونونو په اړه د جمهوري ریاست ځواب هم ترلاسه کړو؛ خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وروستیو دوه ورځو کې ځواب ویلو ته حاضر نشو.

د ولسمشر پردغو خبرو باندې د لیکوالانو او فرهنګیانو د نېوکو په خواکې، د پیک موندنې ښيي چې له ۲۰۰۰ کال مخکې، د فارسي او پښتو ادبیاتو په اړه سلګونه کتابونه او مقالې خپرې شوې دي چې د بېلګې په ډول کولای شو، د حسین یمین فارسي دري ژبې لارښود کتاب، د پوهنوال ولي محمد رحیمي د لیکنې اساساتو  او په پښتو کې د مجاور احمد زیار د لیکنې لارښود، د استاګل پاد شاه الفت د الفت نثر کلیات یادونه وکړو.

د دې په خواکې ، یو شمېر سیاستوالو هم په ټولنیزو شبکو د ولسمشر په خبرو نیوکه کړې.

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي:

«که چېرې موخه، په فارسي او پښتو ژبو کې د ولسمشر او حلقې د لیکلو کوم خاص ډول وي، نه شل کاله مخکې یې چا د لیکلو وس درلود او نه به سل کاله وروسته څوک پیدا شي چې د دوی د خوښې په ډول ولیکي».

ښاغلي نبیل پردوام لیکلي چې ولسمشر، یوازې خپل مداحان شاعران بولي او هغه کسان یې د هېواد چارو په راس کې ټاکلي چې اصلن له فارسي او پښتو ژبو سره بلدتیا نه لري.

ښاغلي نبیل، د ولسمشر دغه خبرې اتیا زره ښوونکو، محصلینو او زده کوونکو ته سپکاوی بولي چې په ۲۰۰۱کال کې یوازې په کابل کې په رسمي ډول فعالیت در لود او په زده کړو بوخت وو.

خبریال شاه محمود اندیشور

..

په ۹۸ او ۹۹ کلونو کې له ۲۷۰ زیاتو حکومتي چارواکو خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړې او برحاله دي

کابل ـ ۳ وږی ۱۳۹۹

په تېر کال او روان کال کې د څه باندې ۲۷۰ حکومتي چارواکو میاشتني حقوق، د شتمنیو د نه ثبتولو له امله ځنډېدلې دي؛ خو هېڅ یو چارواکی له دندې نه دی ګوښه شوی.

د جمهوري ریاست شتمنیو ثبت ادارې مسؤولین وايي چې په شرایطو برابر شمتنیو ثبت له ۳۰ زرو زیات لوړ پوړو چارواکو له ډلې، یوازې ۱۹ زرو تنو له ۱۳۹۷ کال راهیسې شتمنۍ نه دي ثبت کړې.

په دې ترڅ کې، د روان کال په ترڅ کې له ۸۰ او ۱۹۰ تنو د تېرکال په ترڅ کې، خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړې او میاشتني حقوق یې ځنډېدلې دي.

د دغې ادارې مشر عبدالودود بشريار په وینا، له دې جملې دوه تنه یې د کابینې برحاله وزیران، شپږ برحاله مرستیالان او پاتې یې ټول د ملي شورا (مشرانو جرګې او ولسي جرګې) غړي دي. د جمهوري ریاست چارو ادارې، پیک ته د دغو کسانو د هویت نوملړ وړاندې نه کړ.

د قانون له مخې، د فساد مخنیوي او د ماموریت پرمهال د چارواکو ناوړه ګټنه، د دولتي چارواکو  شتمنیو ثبت اجباري کړی.

د اساسي قانون د ۱۵۴ مادې او د شتمنیو او اشاعې د ثبت قانون پېنځمې او اوومه مادو له مخې، ولسمشر، د ولسمشر مرستیالان، وزیران، د سترې محکمې او لوی څارنوالۍ غړي، د خپلو شتمنیو په خواکې، باید د پلار، مور، ښځې او اولادونوشتمنۍ هم د مالي کال لومړۍ میاشت کې ثبت او اشاعه کړي. د دغه قانون له مخې، هغه کسان چې د خپلو شتمنیو له ثبت ډډه کوي؛ میاشتني حقوق یې قطع کېږي.

ولسمشر غني  د (۱۳۹۷چنګاښ ۳) د قانون واکمنۍ او اداري فساد پروړاندې مبارزې عالي شورا په غونډه کې د هغو چارواکو د لرې کولو او تنخوا بندولو امر وکړ کومو چې شتمنۍ نه ثبتوي.

شمېرې ښيي چې یوازې د ۲۷۲ تنو لوړ رتبه دولتي چارواکو کوم چې خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړې، تنخوا ګانې یې بندې شوې؛ خو هېڅ یو یې له دندې نه دی ګوښه شوی.

د ولسمشر ویاند د هغو کسانو په اړه چې شتمنۍ یې نه دي ثبت کړې د لارښوونې نه عملي کېدو په اړه څه نه وايي او موضوع د جمهوري ریاست چارو ادارې ته سپاري؛ خو د جمهوري ریاست چارو ادارې مسؤولین وايي چې دوی توانېدلي د هغو کسانو میاشتني حقوق کوم چې  شتمنۍ یې نه دي ثبت کړې، میاشتني حقوق بند کړي.

د مالیې وزارت مسؤولین هم، په ۹۸ او ۱۳۹۹ کلونو کې د دغو چارواکو د تنخواګانو ځنډېدل تاییدوي؛ خو د ټولیزې تنخوا په اړه یې معلومات نه ورکوي.

د دغه وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وايي چې د چارواکو تنخوا مجموعې راټولولو فرصت نه لري.

سره له دې چې د مالیې وزارت او د جمهوري ریاست د چارو ادارې، د هغو چارواکو کوم چې شتمنۍ یې نه دي ثبت کړې، نوملړ را نه کړ. خو د پیک موندنې ښيې، یو وزیر چې خپله شتمني یې نه ده ثبت کړې؛ د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر دی چې د روان کال په ترڅ کې یې تراوسه، خپله شتمني نه ده ثبت کړې.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د دغه مورد په تایید سره وايي چې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د ناروغۍ له امله له هېواد څخه بهر دی چې له بېرته ستنېدو سره به خپله شتمني ثبت کړي.

د اداري فساد پروړاندې د مبارزې ګډې خپلواکې کمېټې لوړ پوړی سلاکار مرتضی نوري، د دغه بهیر بشپړولو لپاره په کسر معاش بسنه نه کوي. ښاغلی نوري پردې باور دی چې د شتمنۍ په نه ثبت ډیری چارواکي تنخوا ته اړتیا نه لري او حکومت باید د دغو اشخاصو د شتمنیو څېړلو لپاره نورې لارې چارې ترلاس لاندې ونیسي.

د افغانستان شفافیت څارډلې هم، د تنخوا ځنډول ښه ګام بللی؛ خو ټینګار کوي چې سرغړونکي چارواکي باید عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شي.

خبریال: شاه محمود اندیشور

..

د طالبانو په دفتر که د عجمان بازار کې اورلګېدنه ؟

کابل ـ ۱ وږی ۱۳۹۹

یو شمېر رسنیو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو په «قطرکې د طالبانو دفتر کې اورلګېدنې» ترعنوان لاندې انځورونه او ویډیو ګانې خپرې کړې دي.

د دغه خبر لومړنی خپرونکی، د افغانستان ژورنال ـ رسنیزه پاڼه ـ ده چې له هغې وروسته، زیات شمېر خلکو، خبریالانو او کاروونکو له دغې پاڼې نقل قول کړی او دغه خبر یې خپور کړی.

دغه خبر په تېرو څلوروېشتو ساعتونو  کې د ځینو خبریالانو او کاروونکو په فیسبوک پاڼو کې زرګونه خوښ او شریک شوي دي.

څرنګه چې نفیسه نوري چې ځان د بې پولې خبریالانو غړې معرفې کړی،  په فیسبوک پاڼه کې یې دغه خبر له ۱۲۰ ځلې زیات شریک او له زرو زیات خوښ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دغه خبر په نورو فیسبوک  پاڼو کې هم زرګونه خوښ او سلګونه ځله شریک شوی دی.

خو په قطر کې د طالبانو  سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین،  دغه خبر درواغ او ناسم بللی او په وټساپ کې یې د پیک خبریال پوښتنې په ځواب کې ولیکل: «حقیقت نه لري، ګنګوسې دي».

د پيک حقیقت سنجوونې موندنې هم ښيي چې د کاروونکو لخوا خپرې شوې ویډیو ګانې په قطر کې د طالبانو  سیاسي دفتر اړوند نه دي او دغه خبر ناسم دی.

د دغوموندنو له مخې، خپاره  شوي انځورونه او ویډیوګانې د ۱۳۹۹ کال زمري په ۱۵ د چهارشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو یوه بازار «عجمان ښار مرکبانو بازار» کې د اورلګېدنې اړوند دي.

چېرې چې لومړي ځل لپاره، «خلیج ټایمز» انلاین رسنۍ دغه خبر د عجمان ښار سیمه ییزو چارواکو له قوله خپور کړی او ویلي یې دي چې دغه اورلګېدنه په یوه سوداګریز بازار کې د برېښنا شارټۍ له امله رامنځ ته شوې ده.

له دې وړاندې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو، د فوتو شاپ په مرسته، د طالبانو د لوړ پوړي غړي عباس ستانکزي انځورونه داسې جعل کړي وو چې ګواکې د ښاغلي ستانکزي په خواکې د شرابو  بوتل اېښی؛ خو د پیک حقیقت سنجونې وموندله چې دغه انځور جعلي او حقیقت نه لري.

خبریال: عبدالمطلب فراجی

..

د تېرکال جرګې یوازې ۵۷ سلنه مشورې عملي شوې دي

کابل ـ ۱۳۹۹ زمري ۲۰

په داسې حال کې چې ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې پرانیستې وینا کې، د تېرکال مشورتي لویې جرګې ۹۰ سلنه پرېکړو د عملي کېدو خبره کړې؛ خو د پیک موندنې ښيي چې له دغو پرېکړو یوازې ۵۷ سلنه یې عملي شوې دي.

د تېر کال (۱۳۹۹ غويي ۱۴) لویه مشورتي جرګې د سولې بهیر په اړه له پينځه ورځني بحث وروسته، په ۲۳ مادو کې یو پرېکړه لیک صادر کړ چې له دې جملې دوه بنده یې (۱ او ۲۰) بندونه یې د لویې جرګې د غړو ژمنې او مسؤولیتونه بیانوي، ۱۳ بندونه یې عملي شوي او ( ۲،۳،۴،۶،۷،۹،۱۵،۱۶ او ۱۸) بندونه یې نه دي عملي شوي.

د تېرکال لویې مشورتي جرګې ۱۳ بندونه چې عملي شوي دي:

  1. جمهوریت ساتل؛

۸.د امنیتي او دفاعي بنسټونو پیاوړتیا او ساتنه؛

۱۰.له افغانستان څخه په مسؤولانه ډول بهرنیو ځواکونو وتلو لپاره د مهال وېش ترتیب او تنظیم؛

۱۱.د سولې پروسې مخ ته وړلو لپاره ملي او سیاسي اجماع؛

۱۲.له هغو مخکې شرطونو ډ ډه کول چې مستقیمې خبرې محدودوي؛

۱۳.د دواړو خواوو له اسیرانو سره ښه چلند؛

۱۴.نړیواله او سیمه ییزه اجماع؛

۱۷.د سولې عالي شورا کې اصلاحات؛

۱۹.د طالبانو د مشروع غوښتنو په نښه کول؛

۲۱. د سولې خبرو له پرمختګ څخه د جرګې د غړو خبرول؛

۲۲.د جګړې د دوام او زیاتوالي مخنیوي لپاره هڅې؛

۲۳. د دغه پرېکړه لیک چاپ او خپرول؛

هغه نهه بندونه چې تراوسه عملي شوي نه دي:

۲.جرګې له طالبانو وغوښتل چې له دښمنۍ لاس واخلي او د وطن ابادولو لپاره کاروکړي؛

۳.له اسلام څخه واحد قرات؛

۴.دایمي او ژر اوربند؛

۶.داساسي قانون ساتل؛

۷.د وینا ازادۍ پیاوړتیا او ساتل؛

۹.په افغانستان کې د طالبانو سیاسي دفتر پرانیستل؛

۱۵.د سیمې هېوادونو د لاسوهنې په صورت کې، ملګرو ملتونو کې د شکایت درج کول؛

۱۶.د دغې جرګې مشورو په پام کې نیولو سره، د ټول شموله او جامع پروګرامونو جوړول او عملي کول؛

18.مرکچي پلاوي کې د معلولینو او لږکیو شاملول.

دغه دوه بندونه د لویې جرګې غړو مسؤولیتونو اړوند دي:

۱.په هېواد کې پایداره سولې ته د لویې جرګې غړو ژمنتیا؛

۲۰. سیمې او ځایونو ته د بېرته ستنېدو پرمهال د سولې پیغام رسول؛

په همدې حال کې ځینو کسانو چې په دواړو مشورتي جرګو کې برخه اخیستې، دغه جرګې یې نمایشي بللې، زیاتوي چې مشوروته یې پام نه دی شوی  او د یادې جرګې د نه قانوني والي له امله نشي کولای د حکومت له غاړې ونیسي.

 په لویه جرګه کې د هلمند د خلکو استازی یوسف خان خادم او د بامیان ولایت حاجي محمد حسن اضغري کوم چې په دواړو جرګو کې یې برخه اخیستې، وايي چې مشورې یې په نسبي ډول عملي شوې دي.

په همدې حال کې، د حقوقي چارو کارپوه وحید فرزه ای، د لویې جرګې جوړول، زندانیانو ازادول، له ۹۱ کود څخه لګښت د افغانستان اساسي قانون نقض له ښکاره مواردو بولي.

ښاغلی فرزه يي زیاتوي چې د ټولنیزو رسنیو قانون کې تعدیل (چې وروسته، د رسنیو مسؤولینو او مدني فعالانو د غبرګون له امله لغو شو) او د روان کال لویه جرګه کې د یوه ځوان د خولې بندول او … د وینا ازادۍ خفه کولو ښکاره نقض دی.

سره له دې چې د دغه پرېکړه لیک په اتلسمه ماده کې د سولې خبرو مرکچي پلاوي کې د لږکیو په شمولیت ټینګار کوي؛ خو په ولسي جرګه کې د هندوانو او سیکهانو استازی نریندر سنګ خالصه وايي: «تراوسه څوک نه دي معرفي شوي او موږ هڅه کوو چې حکومت یو څوک معرفي کړي».

په همدې حال کې جاوید کوهستاني د مشورتي جرګې په پرانیستغونډه کې د ولسمشر خبرې عوام فریبانه بللې، زیاتوي کله چې ولسمشر خپلې ګټې له ګواښ سره مخ وویني، نو د داډول نمایشي جرګې په جوړولو یې لاس پورې کړی، غواړي خپل قدرت ته دوام ورکړي.

سره له دې چې و مو غوښتل په دې اړه د جمهوري ریاست نظر هم ولرو؛ خو د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

د تېرکال مشورتي جرګې ځینې غړي هم په داسې حال کې د نمایشي جرګو خبره کوي چې حکومت په دې وروستیو کې د ۴۰۰ طالب بندیانو خلاصون په اړه د پرېکړې نیولو په موخه بله لویه جرګه جوړه کړه او پایلې په ۲۵ مادو پرېکړه لیک کې خپاره شوي دي.

خبریال شاه محمود اندیشور

..

بلقیس روشن: زما پروړاندې د تاو تریخوالي لامل، د سولې وزارت کارکوونکې شکیبا صافي ده

کابل ـ ۱۳۹۹ ـ زمري ۱۹

په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازې بلقیس روشن د سولې مشورتي جرګې په لومړۍ ورځ کله چې ولسمشر غني وینا کوله، د سپینې ټوټې چې پکې لیکل شوي وو: «وحشي طالبانو ته باج ورکول، ملي خیانت دی»؛ د اعتراض په ډول پورته شوه او له دې سره سم، د یوې ښځې لخوا له تاوتریخوالي سره مخ شوه.

اغلې روشن پیک خبریال سره د خبرو پرمهال وايي چې د اعتراض په ډول یې غوښتل مجلس پرېږدي؛ خو نا څاپه د یوې ښځې لخوا له تاوتریخوالي سره مخ شوه.

اغلې روشن په داسې حال کې چې باور لري، دغه ښځه د همدې کار (اعتراض مخنیوي) لپاره ګومارل شوې وه، وايي:

«دغه ښځه، د سولې په چارو کې د دولت وزارت اداري برخې څلورم بست کارکوونکې شکیبا صافي ده».

د سولې په چارو کې د دولت وزارت یوې معتبرې سرچینې هم ویلي چې شکیبا صافي د دغه وزارت کارکوونکې ده او د مشورتي لویې جرګې د ترتیب او تنظیم په برخه کې ګومارل شوې وه.

خو د دغه وزارت ویانده ناجیه انوري د پیک خبریال د پرلپسې اړیکو سره، په دې اړه ځواب ویلو ته حاضره نشوه.

په همدې حال کې، ولسي جرګې د یوې اعلامیې په خپرولوسره، د خلکو د استازې پروړاندې د دغې ښځې چلند، د ملت کورته سپکاوی بللی او د اغلې روشن د حیثیت اعاده کولو غوښتنه یې کړې.

دغه راز، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم، د خلکو د استازې بلقیس روشن پروړاندې ترسره شوی عمل، د وینا ازادۍ، بشري حقونو او د هېواد اساسي قانون ارزښتونو نقض بللی او محکمې ته یې د دغه تاوتریخوالي او سرغړونې عامل را کاږلو غوښتنه کړې.

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو هم لوی څارنوالۍ ته د اغلې شکیبا د معرفي کولو غوښتنه کړې؛ خو د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي چې دغه بنسټ په رخصتۍ دی او په دې اړه معلومات نه لري.

له دې وړاندې هم د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو له اغلې روشن سره د یوې ښځې فزیکي چلند ویډیو ګانې او عکس په خپرولوسره، لیکلي  چې دغه ښځه د جمهوري ریاست ساتنې عمومي ریاست کارکوونکې ده.

خو د ارګ جمهوري ریاست ساتنې عمومي رییس ریاض ارین، دغه موضوع ناسمه بللې او د پیک له خبریال سره یې په اړیکه کې ویلي چې دغه ښځه د (پي پي اس) ریاست کارکوونکې نه ده.

خبریاله: فخریه رادفر

..

د ملي بیرغ په ورځ بیرغي درواغ

کابل ـ ۱۳۹۹ زمري ۱۱

یو شمېر خلکو، سیاسي او ټولنیزو نیوکه کوونکو یو ځل بیا د هېواد ولسمشر په درواغ ویلو او خلکو په استحمار کولو تورن کړی دی.

ولسمشر غني تېره اوونۍ په ارګ کې د ملي بیرغ ورځې په مناسبت د وینا پرمهال وویل:

«د موقت حکومت په پیل کې نیم روز ته یو پلاوی تللی وو او افغان سرتیری یې پيدا کړ چې کرتۍ یې څلور پېنځه ځایه سورۍ وه،په  دې ترڅ کې چا له نوموړي  پوښتنه کړې وه چې هلته څه کار کوي؟ هغه ویلي ۲۰ کاله کېږي چې دلته یم او دهېواد بیرغ مې رپاند ساتلی دی».

د ولسمشر دغه خبرې نه یوازې په ټولنیزو شبکو کې د کاروونکو لخوا له بېلابېلو  غبرګونونوسره مخ شوې،  بلکې د سیاستوالو او حقوقي چارو شنوونکو له نقد او نظر سره هم مخ شوې دي.

د دغې وینا بشپړه ویډیو چې د «ارګ ـARG» په صفحه کې کوم چې فیسبوک کې یې له ډېرو لیدونکو سره د افغانستان جمهوري ریاست غونډې، اعلامیې او خبرونه خپاره شوي؛ د لس زرو خوښوونکو سربېره، سلګونه نورو کاروونکو نورو ته د رسولو په خواکې، د دغې ویډیو  په پای کې نقد او نظرونه او مثبت او منفي پیغامونه هم لیکلي دي.

د بهرام په نوم یوه کاروونکي لیکلي: «راته جالبه نه ده، ځکه هېڅکله مې ورڅخه رښتیا خبره نه ده اورېدلې».

نه یوازې په مجازي نړۍ کې کاروونکو، بلکې د کابل دویمې ناحیې اوسېدونکي لطف معمار، د ولسمشر دغه خبرې ښکرور درواغ بللي وايي:«ډېره بده ده، خلکو ته د  احمق فکر کوي؛ خو داسې نه ده دغه ۲۱ پېړۍ کې هر ماشوم، ښځه او نارینه د رښتیا او درواغو تفکیک کولای شي…».

ملي شورا کې د خلکو ځینې استازي هم د ولسمشر د د غو پروړاندې نقد او نظر لري.

په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازی عبدالظاهر سالنګي، د ارګ ځینې سلاکاران په ناکاره توب او ناسمو مشورو په ورکولو تورن کړي، پردې باور دی چې ولسمشر غني تر ډېره د هغه څه په اړه چې وايي، فکر نه ورباندې کوي چې په وینا یې بې خریطې فیر کوي.

د ښاغلي سالنګي په وینا، دغه موضوع باندې د ښوونځي زده کوونکی هم ښه پوهېږي چې  له موقت حکومت ۲۰ کاله مخکې، په څو رژیمونو کې څلور پېنځه بیرغونه رد او بدل شوي دي. اوس پوښتنه دلته ده چې هغه څېرې کرتۍ سرتیري، په دغه موده کوم بیرغ رپاند ساتلی؟

ـ له «موقت حکومت» مخکې له سپین بیرغ سره د طالبانو حکومت

ـ له طالبانو مخکې، له تور، سپین او زرغون بیرغ سره د مجاهدینو حکومت.

ـ له مجاهدینو مخکې، له تور، سور او زرغون سره د خلقیانو او پرچمیانو حکومت.

د پیک خبریال هڅه وکړه څو په دې اړه چې د ولسمشر غني موخه کوم بیرغ وو او له دا ډول حکایت څخه یې موخه څه وه؟ د جمهوري ریاست یوه ویاند لید لوری ترلاسه کړي، خو له زیاتو هڅو سره یې کوم ځواب ترلاسه نه کړ.

هغه پوښتنه چې د ځینو شنوونکو او د خلکو د استازو په باور، په کراتو بې ځوابه پاته شوې. څرنګه چې له دې وړاندې هم په ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د ولسمشر تېروتنې لاس په لاس شوې دي.

له نویو درواغو څخه یې چې دغو ورځو  کې د خلکو په خوله دي، پېنځه کاله مخکې یې د  سراسري برښنا تامین او له هېواده بهر یې صادرول دي چې د خلکو او کاروونکو له سختو نیوکو سره مخ شوي دي.

سره له دې چې د ځینو حقوق پوهانو په باور، په تېر وتنې او ناسمو  ویلو سره د ولسمشر خبرې کومه قانوني ماخذه نه لري؛ خو بیاهم د خلکو، سیاسي ګوندونو، سیاسي مخالفینو او نړیوالو شریکانو په مېنځ کې به یې باور کم شي.

د هېواد د حقوقو پوهانو د ټولنې مشر سبحان مصباح وايي چې یوازې د اساسي قانون ۶۹ ماده ولسمشر د محکمې میز ته راکاږلی شي چې هغه هم د درواغو ویلو په اړه څه نه دي ویل شوي.

څېړونکو او لیکوال یعقوب یسنا د ولسمشر دغه خبرې د یوې مقالې په ترڅ کې « استحمار» بللې او لیکلي یې دي:

«د یوه هېواد دولسمشر لخوا درواغ ویل، د هغه هېواد د ملت استازیتوب کوي».

..

اصلي بیرغ کوم دی؟

کابل ـ ۱۳۹۹ زمري ۹

د ملي بیرغ ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې ډیر هېواد وال، د هېواد د اصلي بیرغ په اړه نه معلومات نه لري.

ځینو خلکو په رسنیو او ټولنیزو شبکو (فیسبوک، ټویټر،انستاګرام او …) کې د هېواد د درې رنګه بیرغ انځورونو په خپرولو سره، د دغې ورځې مبارکي یو بل ته ویلې او دغه راز د هېواد د درې رنګه بیرغ په اړه وايي او بولي. خو ځینې دغه هېواد وال په پوهې او ناپوهۍ سره د هېواد د درې رنګه بیرغ انځور په خپرولو کې تېروتنه کوي.

یعنې  د اصلي او رسمي بیرغ پرځای، چې له ارم، نښې او مشخصې اندازې درې رنګه ټوټو سره تزین شوی؛ د تېرو حکومتونو درې رنګه بیرغ په کارونې سره یې، په خپلو فیسبوک پاڼو کې دغه ورځ نمانځلې ده.

د حسین محمدي په نوم یوه کاروونکي په داسې حال کې چې خپله فیسبوک پاڼه کې یې د درې لسیزو وړاندې درې رنګه بیرغ انځور په خپرولو سره، دوستانو ته مبارکي ویلې، د پیک خبریال ته وايي چې د اوسني بیرغ او تېرو بیرغونو د نښو او بدلېدو په اړه څه نه پوهېږي.

نه یوازې یو، دوه، بلکې لسګونه او سلګونه نورو کاروونکو هم د هېواد اصلي بیرغ په اړه د ناسم پوهاوي له امله؛ خو بیا هم دغه ورځ په ډېر درنښت سره ونمانځله. څرنګه چې ځینو هم، د خپل فیسبوک بڼه د درې رنګه بیرغ په عکس او طرحو ښکلې کړې او یایې هم له بیرغ سره خپل نوي عکسونه اېښي دي.

د زمري اوومه د افغانستان ملي بیرغ ورځ، تېر کال د هېواد خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت د ولسمشر د فرمان له مخې، د دولت په رسمي کلیزه کې ثبت شو ه او دغه ورځ به هر کال په ټول هېواد کې ونمانځل شي.

هغه ورځ چې د لومړي ځل لپاره، په رسمي ډول د کابل ښار زړه د وزیر محمد اکبر خان غونډۍ باندې لوی درې  رنګه بیرغ له ۶۸ متره اوږدوالي، ۳۰ متره  سور او ۸۵ متره لوړوالي سره رپاند شو.

د ځینو تاریخ لیکوونکو په باور، دافغانستان بیرغ، تیره یوه سلیزه کې، د نظامونو او حکومتونو له بدلون سره، له لس ځلې زیات یې په شکل، ارم او نښان کې بدلون راغلی؛ خو اوسنيو درې رنګو کې یې لږ بدلون راغلی.

د نړیوالو چارو شنوونکی او څېړونکی احمد ادریس رحماني، د افغانستان بیرغ تاریخچه، د ۱۸ پېړۍ له پیل سره تړاو کې بللې، پردې باور دی چې د افغانستان بیرغ د ۲۰ پیړۍ له پیله، د امان الله خان د واکمنۍ پرمهال، د پرې والي سیاست په موخه او دغه راز، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د نږدې والي په موخه، په درې رنګه (تور، سور او زرغون) باندې بدل شو او له دې وړاندې، د امیر حبیب الله خان او عبدالرحمان خان په دوروکې، یوازې تور رنګ او سپین نښان او یاهم بې نښانه وو.

څېړونکی او د افغانستان علومو اکاډمۍ غړی حبیب الله رفیع، د بیرغ د رنګونو په اړه لیکلي چې تور رنګ، د ظلم او تیارې، سوررنګ، د مبارزې او شهادت او زرغون رنګ د هوساینې او ارامۍ بېلګې دي چې په ۱۳۰۷ لمریزکال کې د پغمان په لویه جرګه کې د امان الله خان لخوا یې وړاندیز وشو او د جرګې غړو هم تصویب کړ.

د ښاغلي رفیع په وینا، له هغې وروسته یو ځلې، د حبیب الله کلکاني په وخت کې، په (تور، سور او سپین) رنګ باندې، یو ځل د نور محمد تره کي په وخت کې (مکمل ډول سور او د خلق نښان) سره، بل ځل بیا د استاد برهان الدین رباني په وخت کې په (تور، سپین او شین) رنګ باندې او وروستي ځل باندې هم د طالبانو اسلامي امارت په وخت کې په (بشپړ سپین او کلمې له لیکلو) سره یې بدلون کړی دی.

د دغو شنوونکو په باور، هروخت او په تېرو حکومتونو کې د بیرغ تغییر، ځانته مانا او مفهوم درلود او تر ډېره په دیني، سیاسي او اقتصادي ارزښتونو ولاړ وو. څرنګه چې د څېړونکي او اساسي قانون د لویې جرګې د غړي کمال الدین حامد په وینا، د مجاهدینو حکومت پرمهال د سور رنګ لرې کولو فلسفه له هغه ځایه منشاء اخیستې چې د خلقيانو حکومتونو، د بیرغ رنګ په بشپړ ډول سور او د پخواني کمونستي بیرغ ته یې ورته کړی و.

د طالبانو  اسلامي امارت چې په دې ورځو کې له امریکا او د افغانستان دولت سره د سولې په خبرو بوخت دی؛ دوه لسیزې وړاندې یې هم تر سپین بیرغ لاندې حکومت کړی او اوس مشخص نه ده، چې د دغې ډلې مشران به د افغانستان دولت سره د سولې هوکړې په پایله کې، د راتلونکي حکومت لپاره د سیاسي او رسمي ځواک لپاره کوم بیرغ غوره کړي؟

هغه پوښتنه چې د افغانستان حکومت مشرانو د ملي بیرغ ورځې په مناسبت، نه بدلېدونکی ځواب ورکړی. د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپله  فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي:«افغانستان نور د څو بیرغي پېر ته نه ور ګرځي».

د افغانستان اوسنی بیرغ، درې رنګه، تور، سور او زرغون، د دولت ملي نښان له سپین رنګي محراب او منبر څخه جوړ دی چې په دوو څنډو کې یې دوه بیرغونه او د منځ په پاسنۍ برخه کې کلمه طیبه او «الله اکبر» او راختونکي لمر وړانګې او په لاندنۍ برخه کې یې د۱۲۹۸ هجري لمریزتاریخ  او د افغانستان کلمه راغلي چې دوو خواوو څخه دغنمو وږي پرې را ګرځول شوي دي.

خبریال: عبدالمطب فراجي

..

د طالبانو سلفي، د ویاندویانو فوتو شاپ

کابل ۱۳۹۹ – د زمري ۵

د بدخشان شورابک برېښنا بند کې د طالبانو انځورونه فوتو شاپ نه دي.

په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د بدخشان ولایت شورابک بند کې یاد ګاري انځورونه اخیستي او په ټولنیزو شبکو کې یې خپاره کړي دي.

د بدخشان ولایت سیمه ییزو چارواکو هغه جعلي بللي دي.

د بدخشان والي ویاند نیک محمد نظري پر خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې دغه انځورونه فوتو شاپ دي او په دغه سیمه کې هېڅ وسله وال طالبان نشته.

ښاغلي نظري دغه راز د پیک خبریال ته د ټیلیفوني اړیکې په ترڅ کې وايي:

«له دې امله چې امنیتي ځواکونه دغې سیمې ته نږدې دي، زموږ باورونه همدا دي چې انځور فوتو شاپ دی».

حتی ځینو سیمه ییزو خبریالانو هم د شورابک بند کې د طالبانو انځورونه جعلي او فوتو شاپ بللي دي.

بدخشان ولایت کې سیمه ییز خبریال سیمع الله سیحون، لیکلي:

«څو شیبې مخکې د شورابک بند ته تللی وم، هېڅ سمنټي ستن (پایه) چېرې د انځور ترشا راوړل شوې، نشته».

خو د پیک حقیقت موندنې ښيي چې دغه انځورونه له کومې لاسوهنې یا فتوشاپ کارونې او یا هم نورو پرمختللو وسایلو پرته، اصلي او واقعي انځورونه دي.

د فیسبوک ټولنیزې شبکې یو شمېر کاروونکو هم د موضوع پر واقعیت ټینګار کړی او ادعا یې کړې چې طالبان کله ناکله په دغه سیمه کې ګرځي.

د احمد شهیر په نوم یوه کاروونکي د طالبانو د دغه انځور د جعلي بلل کېدو په په غبرګون کې لیکلي:

«په خواشینۍ سره د حکومت ویاندویان، د خلکو سترګو ته د خاورو له پاشلو پرته بل کار نه لري».

هغه څه چې د رسنیو برخې ځینو پوهانو هم، هغه ناسم بللي دي.

د نی څار ډلې مسؤول نصیر احمد نوري پردې باور دی چې د حکومت ډیری ویاندویان، خلکو او رسنیو ته سرچپه (وارونه) او ناسم معلومات ورکوي او نه غواړي خلکو ته رېښتیا ووايي.

د بدخشان ولایت شورابک ولسوالۍ برېښنا بند جوړولو چارې د المان هېواد پراختیايي بانک د ۳۱.۸ میلیون یورو مرستې سره، په ۱۳۹۴ لمریز کال کې پیل شوی چې تراوسه یې چارې نه دي بشپړې شوې.

خبریال: عبدالمطلب فراجي

..

ضرب الاجل پای ته ورسېد؛ هېڅ دېوال لرې نشو

کابل ۱۳۹۹ـ زمری ـ ۲

له کلونو راهیسې کابل ښاریان، د زور واکو، حکومتي چارواکو او ځینو بنسټونو لخوا د ښار د واټونو او کوڅو له بندېدو شکایت کوي، خو تراوسه د دغو خنډونو د لرې کولو لپاره هېڅ بنسټیز کار نه دی شوی.

سره له دې چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، په دې وروستیو کې د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ په ۹ امنیتي بنسټونو ته لارښوونه وکړه چې له واټونو څخه ټول ترافیکي خنډونه او دیوالونه لرې شي او له دې وروسته دې حکومتي چارواکو ته خط السیر ونه نیول شي؛ خو تراوسه د دغو دیوالونو د لرې کولو او خط السیر د له منځه وړو لپاره عملي ګام نه دی پورته شوی.

ښاغلي غني دغه راز، د هېواد له امنیتي چارواکو غوښتي چې د لارښوونې له اعلام  درې اوونۍ وروسته، په دې اړه د عملي اجرااتو راپور جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.

په داسې حال کې چې امنیتي مسؤولین، له واټونو څخه د خنډونو او دیوالو د لرې کولو د طرحې په اړه د کار خبره کوي؛ خو د ټاکل شوي درې اوونیز ضرب الاجل په تېرېدو سره، د کابل ښار څېره کې بدلون نه دی راغلی او د ښار په ډېرو واټونو کې، تراوسه کانکریټي دیوالونه او خنډونه شته.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې د کانکریټي دیوالونو او خنډونو لرې کول، د کابل ښار امنیتي تړون پروګرام یوه برخه ده او خلکو سره د نږدې همغږۍ له لارې به پیل شي:«په لومړي قدم کې  د حکومتي چارواکو او بنسټونو څخه یې پیلوو چې خلک وګوري موږ قانون پر ځان تطبیق کوو او بیا خصوصي برخې ته ځو».

ښاغلي ارین، په دې اړه د ترافیکو پولیس ځواب ویوونکي بولي؛ خو د کابل ښار ترافیکو مسؤولینو، دغه مسؤولیت دولتي چارواکو او زور واکو سره تړاو کې بللی، زیاتوي چې د کورنیوچارو وزارت له مرستې پرته، دغه کار د دوی له وس نه پورته دی.

د کابل ښار ترافیکو د تاسیساتو مدیر سمونیار سید محمد چې د ترافیکو په استازولۍ یې خبرې کوي، وايي چې د پولیسو ترافیک چارواکو او زور واکو ته د خط سیر د نیولو په برخه کې هېڅ ونډه نه لري او خپل وسله وال یې، سړکونه بندوي او خط سیر نیسي.

ځینې کابل ښاریان هم د ښار په واټونو او کوڅو کې د ترافیکي خنډونو پراختیا او جوړولو او دولتي چارواکو ته د خط السیر نیولو له امله د لارو بندېدو څخه ستومانه شوي او امنیتي مسؤولین د خلکو امنیت ټینګښت او پروړاندې یې د خنډونو د لرې کولو په برخه کې په بې وسۍ تورنوي.

د کابل ښار درېیمې ناحیې اوسېدونکی ۴۵ حبیب الله وايي چې ورځ تر بلې د کابل ښار واټونو کې د لارو بندېدل زیات شوي او ځینو چارواکو او زور واکو د خنډونو د لرې کولو پرځای، حتی کوڅې د کانکریټي خنډونو په اېښودو سره، د سیمې د خلکو پرمخ تړلې دي.

نوموړی وايي هرچا حق ناحق په کوڅو کې کانکریټي خنډونه اېښي دي:

«که چېرې همدغه کوڅې او فرعي سړکونه پرانیستي وي، سړکونو کې راه بندان نه کېږي».

د کابل ښار شپږمې ناحیې اوسېدونکی نقیب الله چې نیم عمر یې موټر چلولی، زیاتوي چې د لارو، واټونو او حتی کوڅو د بندېدو له امله، موټرچلول ورته ستونزمن شوي دي: « هر زور واکي او دولتي چارواکي د یوه دفتر یا خپل کور لپاره یو سړک بند کړی، څوک نشته چې پوښتنه وکړي چې ولې…؟».

د کابل ښار دغه اوسېدونکی زیاتوي چې ډیرو خلکو پانګه پیدا کړه او ښاري شول؛خو د ښاري ژوند اخلاق  چې د ښاري ټولنې اساسي اړتیا ده، تراوسه یې نه دي زده کړي.

هغه څه چې د ټولنیزو چارو کار پوه، ګل پادشاه بینا یادوي وايي چې وطن مور ده او د بیا رغاونې په برخه کې یې باید ټول هڅه وکړي: «چا چې د انسانیت په ښوونځي کې درس لوستی وي، د ښار کوڅې او واټونه نه بندوي».

ښاغلی بینا زیاتوي چې وطن ته خدمت او ورسره مینه کول، د ایمان یوه برخه ده؛ خو په خواشینۍ سره چې زیات شمېر  (د خدای جل جلاله ) قانون باندې عمل نه کوي، نو د ولسمشر لارښوونه (د بنده حکم) خو پرځای پرېږده.

د ټولنیزو چارو دغه شنوونکی خبرداری ورکوي؛ تر هغې چې دولت او خلک د یو بل په مرسته د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ لپاره کار ونه کړي، دغه ستونز ه او خنډونه به د خلکو له مخې لرې نشي.

خو اصلي پوښتنه دلته ده چې ایا بنسټونه، حکومتي چارواکي او زور واکي دغې همغږۍ او سرښېندنې ته به حاضر شي؟

هغه پوښتنه چې د ولسي جرګې ځینې غړي یې په ځواب کې وايي: «د دغې لارښوونې د عملي کولو لپاره، اړتیا ده چې لومړي قدم کې، ولسمشر او کابینه یې له خپل ځان نه پیل کړي او له هغې وروسته، له نورو د دغې لارښوونې د عملي کولو تمه ولري».

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې روبینا جلالي وايي دغه لارښوونه د یوه شعار په بڼه پاتې نشي او ولسمشر باید په حتمي توګه د عملي کولو لپاره یې، له ځان نه پیل کړي.

اغلې جلالي زیاتوي چې خلکو منځ ته ورتګ د صمیمیت رامنځ ته کېدو او د لارو بندېدل د تاوتریخوالي او دولت څخه د لرې والي لامل کېږي. د نوموړې په وینا: «که مو څه نه وي خوړلي، نه ډارېږو».

بل پلو، په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازی سید اشرف الدین عیني هم نا امنۍ د افرادو اوچارواکو لخوا د لارو بندېدو مهم دلیل بللی او له حکومت  څخه غواړي چې د یوه ښار امنیتي منظم ستراتيژیک پلان په جوړولو سره، د دغو خنډونو د لرې کولو  په  برخه کې باید اقدام وکړي.

کابل ښار د بل هر وخت په  پرتله، د امنیتي ګواښونو  د زیاتوالي له  امله، د کانکریټي دیوالونو ، ترافیکي خنډونو او سختې ترافیکي ګڼې ګوڼې سره مخ دی او له  دې وړاندې څو  ځلې د حکومت لخوا ژمنه  شوې چې د کابل ښار څېره  به د دغو خنډونو په لرې کولو سره  بدله  کړي.

درې کاله مخکې هم کابل ښاروالۍ د ښار له  واټونوڅخه د امنیتي دیوالونو د  لرې کولو کمپاین پيل  کړ؛ خو له لږ ځنډ وروسته دغه کمپاین د ناڅرګند دلیل له مخې بند شو.

اوس هم  د کابل ښاروالۍ  د نشراتو  رییس نعمت الله بارکزی وايي چې د کانکریټي دیوالونو  او ترافیکي خنډونولرې کول، د امنیتي وضعیت  مطالعې ته اړتیا لري او پردغه  پروګرام باندې اوس هم ګډ کار روان  دی.

 خبریال: شاه محمود اندیشور

..

د قرباني کورنۍ: «ښاغلی ولسمشره! بېړنۍ مرسته څه شوه؟»

کابل ـ ۱۳۹۹ د چنګاښ ۲۱

د دشت برچي په سل بستریز روغتون باندې د برید قربانیانو له کورنیو سره، د ولسمشر د «بيړنۍ مرستې» د ژمنې او لارښوونې نږدې دوه میاشتې تیريږي؛ خو تراوسه یې دیادې پېښې له هېڅ یوې قرباني کورنۍ سره مرسته نه ده شوې.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د (۱۳۹۹کال غويي په ۲۴ د چهارشنبې ) ورځ د دشت برچي په سل بستریز روغتون باندې له برید وروسته، له دغه ځای څخه د لیدنې پرمهال وویل:

« د ټولو شهیدانو او ټپیانو له کورنیوسره بېړنۍ مرسته کېږي».

 د دغه بنسټ مالي مدیریت ته د جمهوري ریاست د چارو ادارې حقیقت موندونکو کمېسیونونو او د سلاکارانو چارو انسجام ریاست یو رسمي لیک ښيي چې دوه میلیون او  ۲۰۰ زره افغانۍ د نقدي مرستې په موخه، د شهیدانو ۱۴ کورنیو او د ټپیانو ۱۶ کورنیو ته ځانګړې شوې دي او دغو کورنیوته یې د وېش په اړه، د حساب او مجرايي غوښتنه کړې ده.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د دشت برچي پېښې له ټولو قربانیانو سره د دغې مرستې پر بشپړ ویش د ټینګار په خوا کې، د پيک خبریالې ته له پیسو د کچې، اړیکې شمېرې او نوم سره د مستفید شویو کورنیو نوملړ هم وړاندې کړی دی.

دغه نوملړ د دې ښکارندوی دی چې یوازې ۱۴ کورنیو، د شهیدانو اووو  کورنیو هرې یوې کورنۍ ته سل زره افغانۍ او د ټپیانو اووو کورنیو هرې کورنۍ ته ۳۰ تر ۵۰ زرو افغانیو وېشل شوې دي.

خو دغه نوملړ له هغو نوملړونو سره چې له بېلا بېلو سرچینو (غیرمترقبه پېښو ته د رسېدو دیپارتمنت، د رضا کار ډاکټرانو ډلې او د کابل د دویم زون روغتیايي استازي) څخه د پیک خبریالې ته رسېدلی، له یو بل سره مطابقت او کره والی نه لري.

د کابل ښار په دیارلسمه ناحیه کې د دویم زون د روغتیا مشر سخیداد بشردوست، جمهوري ریاست ته د ۴۰ زیاتو کسانو نوملړ له وړاندې کولو او د قرباني کورنیو اکرامېې له غوښتنې سره وايي چې دغه موده کې جمهوري ریاست ته د شاملو ټولو قربانیانو نوملړ له وړاندې کولو سره، یوازې درې کورنیو مرسته ترلاسه کړې ده.

ځینې دغه کورنۍ چې نومونه یې په نوملړ کې شامل دي، د پیک له خبریالې سره په خبرو کې وايي تراوسه یې هېڅ نغدي مرسته نه ده ترلاسه کړې.

خو ځینې نورې کورنۍ چې د جمهوري ریاست لخوا په وړاندې شوي نوملړ کې شاملې دي، وايي چې یوه اندازه نغدې پیسې یې ترلاسه کړې دي.

د دشت برچي اوسېدونکی محمد  امین چې د رقیې په نوم یې  خپله ښځه په دغه پېښه کې له لاسه ورکړې، وايي یوه اوونۍ مخکې یې سل زره افغانۍ نغدي مرسته ترلاسه کړې ده.

د یادې پېښې یو قرباني غلام حسین چې ښځه یې په دغه پېښه کې وژل شوې، وايي چې ولسمشر خپلې ژمنې نه دي عملي کړې او هېڅ مرسته یې نه ده ترلاسه کړې.

علي قربان چې د روغتون دروازې مخې ته توکي پلورل او په هغه ورځ د برید کوونکو د ډزو له امله یې په پښه یوه مرمۍ لګېدلې، وايي:

«هو ویې ویل چې ولسمشر د بېړنۍ مرستې امر کړی، خو تراوسه مو کومه مرسته نه ده لیدلې…».

 دغه راز، سید قربان چې اته کاله کېږي، په پښو فلج دی او نشي کولای کار وبار وکړي، وايي چې ښځې یې ضمیرې د خیاطۍ له لارې د شپې ورځې ډوډۍ ګټله؛ خو قاتلینو ورباندې رحم ونه کړ او په ډېرې بې رحمۍ سره یې ووژله.

نوموړی په داسې حال کې چې د اووه کسیزې کورنۍ مسؤولیت هم پرغاړه لري، زیاتوي:

«ولسمشر له موږ سره ژمنه وکړه چې د دویم زون د صحي رییس له لارې مرستې درته رالېږل کېږي، خو له هغې ورځې راهیسې هېڅوک زموږ خوا ته نه دي راغلي او د مرستو څرک هم نه لګي».

 هغه څه چې د دیارلسمې ناحیې د دویم زون د روغتیا مشر سخیداد بشر دوست هم مني او وايي چې خپله یې د دغو قربانیانو نوملړ د جمهوري ریاست ته لېږلی؛ خو تراوسه یې هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې.

 ښاغلی بشر دوست زیاتوي چې د نوملړ له جوړولو او استولو وروسته، په جمهوري ریاست کې مسؤولینو ځان تېر او ویې ویل چې د عامې روغتیا وزارت ته لارښوونه شوې:

«کله مو چې د عامې روغتیا وزارت ته مراجعه وکړه؛ د دغه وزارت مسؤولینو په دې اړه بې خبري وښوده».

 سره له دې چې د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخانه مینه پال هم موضوع د عامې روغتیا له وزارت سره په تړاو کې بولي؛ خو د عامې روغتیا وزارت مسؤولین ټینګار کوي چې د دغې موضوع په تړاو، هېڅ رسمي یا شفاهي مسؤولیت نه لري.

د دشت برچي سل بستریزه روغتون یو ډاکټر سید جمال الدین منصور منش وايي:«هغه شپه چې ولسمشر له دغه ځایه لیدنه وکړه، وېې ویل چې دغه روغتون ته نقدي مرستې استول شوې دي او په قربانیانو وېشل کېږي؛ خو تراوسه مو د مرستې په نوم څه ونه لیدل».

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دې اړه څه نه وايي؛ خو ځینې شنوونکي او د هېواد په ملي شورا کې ځینې استازي په دې اړه تندې نیوکې لري.

د ولسي جرګې غړی غلام حسین ناصري؛ د دشت برچي په روغتون باندې برید بشري جنایت بللی، پردې باور دی چې دا ډول مرستې (بېړنۍ مرستې) باید درې تر یوې اوونۍ پورې ونه ځنډول شي.

ښاغلی ناصري، ولسمشر د خپلو خبرو او عمل پروړاندې په بې کفایتۍ تورنوي او زیاتوي:

«د ښاغلي غني د دغو ژمنو موخه، د رسنیو له لارې د خلکو د افکارو کنټرول دی؛ خو د عمل په ډګر کې یې پښه ګوډه ده».

د کابل پوهنتون استاد محمد واقف نوري د جمهوري ریاست په کړنو باندې نیوکې سره وايي چې ښاغلی غني د احساساتو له مخې خبرې کوي؛ خو د سیاسي ښکلتیاوو او قدرت غوښتنې له امله یې بېرته هېروي.

 د ولسمشر مرستیال ویاند ښاغلي مینه پال د دې ټولو پروړاندې زیات څه ونه ویل؛ خو ویې منله چې د ولسمشر شاو خوا کسان، کارکوونکي او باور وړ کسان نه دي.

خبریاله: فخریه رادفر

..