تازه ګانی

logo

زموږ په اړه: د پیک حقیقت سنجونې ډله چې د پیک څېړنیز خبریالۍ مرکز لخوا جوړه شوې او د ۲۰۱۹ زیزدیز کال په پیل کې یې په کار پیل کړی. زموږ موخه، د خبر، انځور، ویډیو له سموالي ناسموالي کره اطلاع رسولو، تثبیت او تفکیک سره، د ویناوو، ژمنو او د حکومت مشرتابه، دولتي بنسټونو او سیاسي مشرانو فرمانونه دي. له دغې چارې سره، د پیک حقیقت سنج د دولتي چارواکو او سیاستوالو ترمنځ د حساب ورکولو او شفاف فرهنګ رواجولو په اړه د سیاسي درواغو افشا کولو په لټه کې دی. د پيک «حقیقت سنج» راپورونه د چارواکو او سیاستوالو ادعا ګانې په ځېر څېړي او هغه په څلورو برخو، سم، نیمه سم، ناسم او نیمه ناسم برخو وېشي. موږ هغه موضوع ګانې په حقیقت سنجونه کې راولو چې د څار وړ وي او د یوه ملموس واقعیت ښکارندوی وي. موږ د شخصي افرادو لیدلورو او نظریاتو ته نه د ننه کېږو. تاسې هم کولای شی د پيک حقیقت سنج پاڼې په بډاینه کې ونډه واخلۍ او له دې لارې موږ سره همکاري وکړئ. دغه راز، د پيک څېړنیز خبریالۍ مرکز ویبپاڼه، فیسبوک او ټویټر کې هم له لاندینۍ پتې سره موږ و څارۍ.

http://www.paykreports.com

https://www.facebook.com/PAYKIJC/

https://www.facebook.com/PAYKIJC/

https://twitter.com/Paykfact

https://twitter.com/Paykreports