د کابل ښاروال چترۍ وال، «عادي وګړی» نه دی

کابل ـ ۲۴ غویي ۱۳۹۹

هغه شخص چې کابل ښار کې له نانوايي ګانو  څخه د لیدنې پرمهال د کابل ښاروال پر سرچترۍ نیسي؛ عادي وګړی نه، بلکې د کابل ښاروال یاور او سکرټر دی.

له  تېرو دوه اوونیو راهیسې چې په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې د کابل ښاروال پر سر د چترۍ لرونکي کس کیسه لاس په لاس کېږي، د سمو او ناسمو کنایو په خواکې، د یوشمېر حقوقي او مدني فعالانو، کاروونکو او دولتي مسؤولینو او حتی د ښاروال کورنۍ له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې.

کیسه له هغه ځایه پيل شوه کله چې په ښار کې د ښاروال د ګرځېدو او له یوې نانوايي څخه د لیدنې پرمهال د  ښاروال پر سر د یو کس لخوا د چترۍ نیولو ویډیو یې خپره  شوه.

په ټولنیزو شبکو، فیسبوک، ټویټر اوانستاګرام ځینو کاروونکو  او فعالانو د دغې صحنې د کارتون، انځور او ویډیو په  خپرولوسره، د کابل ښاروال په اړه ښه  او بد نظرونه  وړاندې کړل.

د حقوقي مسایلو کار پوه  او د پوهنتون  استاد محمد قاسم رحماني په  خپله فیسبوک پاڼه کې د افغانستان د جزا کود ۴۱۶ مادې ته  په اشارې سره، لیکلي:«اوس  به ولیدل  شي چې عمري عدالت څرنګه  تطبیق  کېږي».

د  افغانستان دجزا کود په ۴۱۶ ماده  کې راغلي:

« که چېرې د عامه خدمتونو مؤظف، تر اثر لاندې کارکوونکی یا نور مؤظفین د رسمي وخت په دننه کې په شخصي کار وګماري یا یې د رسمي دندې له ساحې څخه بهر توظیف کړي یا له قانوني مجوز پرته د  هغوی ټول یا یوه برخه اجرت ورنکړي،  له پېنځو زرو تر دېرشو  زرو افغانیو پورې په نغدي جزا محکوميږي».

په ټولنیزو شبکو  کې ځینې حقوقي او مدني فعالانو حتی ادعا کړې چې له دا ډول نقد و نظراو نظرونو سره  یې د کابل ښاروال کورنۍ لخوا لفظي ګواښل شوي دي.

شاعر  اولیکوال نجیب بارور په خپله فیسبوک پاڼه  کې لیکلي چې د یوې انتقادي لیکنې په اړه یې، د کابل ښاروال داوود  سلطان زوی د ښځې زهرې یوسفي لخوا د  «حساب په تصفیې» ګواښل شوی.

سره له دې چې د ښاغلي بارور په وینا، په دغه غبرګون کې نه ده په ډاګه شوې د حساب تصفیې موخه څه ده؛ خو له دې وړاندې، مېرمن زهرې یوسفي ته اړوند فیسبوک پاڼه کې د هېواد ځینو سیاسي څېروته په کنایې سره ویل شوي چې د ښاغلي سلطان زوی  پر سر د چترۍ نیول، له ځانګړي «برند» ساعت او جامو بدتره نه دي.

هغه لیکنه چې د اغلې یوسفي له پاڼې یې عکس اخیستل شوی، هغوی چې د کابل ښاروال پر دغه کار نیوکه کړې،د اوباش، لنډغر او توطیه ګرو خطاب ورته شوی.

له زیاتو هڅو سره، د دغې لیکنې د اصل اوجعل په اړه د اغلې یوسفي د مستقیم نظر په  ترلاسه کولو بریالي نشو.

خو هغه څه چې د دغې ویډیو په  اړه یې د ځینو خلکو او کاروونکو تندې نیوکې راپارولې؛ دا دي چې کابل  ښاروال ولې یو کس ځان لپاره د چترۍ ګرځولو هغه هم د خلکو پروړاندې ګوماري؟

سره له دې چې د کابل ښاروالۍ مسؤولینو د دغه شخص د هویت له افشا کولو ډه ډه  کړې او ویلي یې دي چې یوه عادي وګړي د مهربانۍ له مخې، د  ښاروال پر سر چترۍ نیولې؛ خو د کابل ښاروالۍ د ننه رسمي سرچینو څخه د پیک حقیقت سنج موندنې ښيي چې چترۍ ګرځوونکی شخص، عادي وګړی نه، بلکې د ښاغلي سلطان زوی یاور چې احمدزی تخلص کوي او وروستیو یوه  دوه  میاشتو  کې ګومارل شوی دی.

د ځینو حقوق پوهانو په باور، دغه  عمل که چېرې د شخصي مقصد  په  موخه د دندې له صلاحیت څخه ناوړه ګټنه ثابته  شي، د هېواد د نافذه قوانینو له مخې، جرم  دی او د جزا په کد کې د ترسره کوونکي لپاره یې دېرش زره نغدي جریمې حکم شوی.

خو  د کابل ښاروالۍ ویانده نرګس مومند د چترۍ لرونکي شخص په اړه ځان تېرولو سره وايي:

«اوس چې هرڅوک دي، که عادي وګړی دی یا د ښاروالۍ کارکوونکی، لطف او مهرباني یې کړې…».

  خو دغه لطف  او مهرباني نه یوازې د ښاروالۍ په عالي مقام کې، بلکې د کابل ښار په ځینو برخو کې هم لیدل شوې ده. د کابل ښاروال د چترۍ له کیسې دوه درې ورځې وروسته، په فیسبوک کې داسې عکسونه لاس په لاس شول، چې پکې نارنجي پوشه کارکوونکی په داسې حال کې چې چترۍ یې په لاس او یوه دریشي کړي شخص پسې چې ویل کېږي د  اوومې ناحیې رییس دی، روان دی.

د کابل ښاروالۍ مسؤولینو د اوومې ناحیې رییس پروړاندې د کاروونکو د نیوکوپه اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د حقوقي او مدني مسایلو ځینې شنوونکي پر دې باور دي چې له کارکوونکو او لاس  لاندې کسانو څخه د مسؤولینو او چارواکو شخصي ګټنه، د بشري او حقوقي موازینو خلاف ده او په  داسې یوه ټولنه کې چې هره  ورځ په سیاسي او اقتصادي کړکېچ سره مخ ده، باید د دغه فرهنګ د رواجولو مخنیوی وشي.

خبریال: عبدالمطلب فراجي