د ګردن دیوال لویې لارې جوړولو ژمنې نه دي عملي شوې

د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ ۲۴ مه

اجراییه رییس او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله پنځه کاله وړاندې د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو د دوهم پړاو کمپاینونو کې بامیان ولایت ته د سفر په ترڅ کې ژمنه کړې وه چې د ګردن دیوال سړک رغوي.

ښاغلي عبدالله عبدالله د ۱۳۹۳ کال د غبرګولي په ۲۱ مه په دې سفر کې وویل: «زموږ ژمنه د اصلي لویې لارې ګردن دیوال سړک نښلول، د شمال او سویل دهلیز چې د بامیانو له لارې نښول کېږي…”

د گردن دیوال لویه لار یا د ختیځ او لودیځ ځمکنی دهلیز چې د هېواد پلازمینه د وردګو، بامیان او غور ولایتونو له لارې له لودیځ ولایت هرات سره نښلوي، یوه له مهمو اقتصادي لویو لارو او د هېواد د حلقوي سړک یوه برخه ګڼل کېږي.

دا لویه لار په ۷۰۵ کیلومتره اوږدوالي سره د کابل- هرات اوسنۍ لاره (کابل- کندهار- هرات) له ۳۰ سلنه ډېره را کموي. په داسې حال کې چې د کابل- کندهار- هرات اوسنۍ لویه لار له زر کیلومتر زیات اوږدوالي سره ډېری وخت د نا امنیو، ویجاړیو او د مسافرو او چلوونکو د شکایتونو شاهده وي.

نا سم معلومات او نیمه پاتې پروژې

پیک د څېړنیزې خبریالۍ مرکز په پرلپسې ډول د ټرانسپورټ وزارت د اطلاع رسونې له چارواکو د ګردن دیوال سړک د کار د څرنګوالي په هکله د اطلاعاتو غوښتنې وکړې، خو د یاد وزارت د ویاند علي سینا سائید او مرستیال ویاند اشرف حق شناس سره د یوې میاشتې پرلپسې اړیکو او غوښتنو وروسته د (ministryoftransport.press@gmail.com) ایمیل له لارې لږ او هغه هم ناسم معلومات وړاندې کړل.

له ټرانسپورټ وزارت څخه د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ د دې پروژې کار په څلورو برخو (ګردن دیوال، بهسود، چغچران او هرات) کې پیل شوی دی.

د دې پروژې لومړۍ برخه د ۴۰ کیلومترو په اوږدوالي د وردګو ولایت د لومړۍ برخې بهسود (حصه اول بهسود) ولسوالۍ د (ګردن دیوال) نومې سیمې څخه د دې ولایت د بهسود د مرکز (حصه دوم بهسود) ولسوالۍ د افغانانو تر پله پورې د ۱۳۹۰ کال د وږي په ۵ مه د افغان کوریا شرکت سره د ۱۸ میلیاردو او ۸۷۸ میلیونو افغانیو قرارداد شوی دی.

خو د ملي تدارکاتو ادارې ویاند رامین ایاز د دې قرارداد شمېرې ناسمې ګڼي او وايي چې دا پروژه په یو میلیارد او ۸۷۸ میلیونو او ۱۱۲ زرو او ۲۹۲ افغانیو قرارداد شوی ده.

د هغه اطلاعاتو پر بنسټ چې د ټرانسپورټ وزارت د اطلاع رسونې برخې د چارواکو له لوري پیک ته د ایمیل له لارې رسېدلي څرګندوي چې د دې پروژې د لومړۍ برخې قرارداد د ۶ کلونو  څخه وروسته د کارونو وروسته پاتې کېدو او پر وخت نه ترسره کېدو له امله د ملي تدارکاتو ادارې له لوري فسخ شوی او تر اوسه یې بیا قراداد نه دی شوی.

د ملي تدارکاتو ادارې ویاند رامین ایاز هم وايي چې د دې پروژې قرارداد د ملي تدارکاتو د کمېسیون د پریکړې پر بنسټ فسخ شوی او باید له یو بل شرکت سره یې قرارداد وشي.

سره له دې چې د ټرانسپورت وزارت چارواکي د دې پروژې د لومړۍ برخې د ۶۷ سلنې کار د پرمختګ خبره کوي، خو د وردګو ولایت د بهسودو د لومړۍ برخې ولسوال عبدالغني وايي چې د دې پروژې کار ۲۰ سلنه هم نه دی بشپړ شوی.

د ټرانسپورت وزارت د اطلاع رسونې برخې د چارواکو د معلوماتو پر بنسټ د دې پروژې دوهمه برخه د ۶۰ کیلومترو په اوږدوالي د پل افغانان له سېمې د وردګو ولایت د بهسود ولسوالۍ تر پایه د ۱۳۹۵ کال د سرطان میاشتې راهېسې تر کار لاندې دی.

دا پروژه د څلورنیم میلیاردو افغانیو څخه په کم لګښت د وینکو امتیاز ساختماني شرکت سره قرارداد شوی چې باید د ۵ کلونو په ترڅ کې بشپړ شي او د وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه یې له ۵۰ سلنه زیات کارونه ترسره شوي دي.

د ټرانسپورټ وزارت د معلوماتو پر بنسټ د دې سړک درېیمه برخه د چغچران- ګردن دیوال په نامه د ۱۰ کیلومترو په اوږدوالي سره یو کال وړاندې پیل شوی دی.

د دې برخې قرارداد د ۱۳۹۷ کال په مرغومي میاشت کې د ۴۰۰ میلیونو څخه په کم لکښت د (تابش امید، نوید نوري او فولاد میلاد) شرکتونو سره لاسلیک شوی دی چې باید په دوو کلونو کې بشپړه شي، خو د یو کال په تېریدو سره ۳۰ سلنه پرمختګ هم نه لري.

د غور ولایت د سړکونو د ساتنې او څارنې رییس عبدالمجید صمیم د قراردادي شرکتونو له لوري په کارونو کې ځنډ او د هوا سړښت د دې پروژې د کار د وروسته پاتې کېدو لاملونه ګڼي.

د دې سړک څلورمه برخه چې د هرات ولایت د سړکونو د ساتنې او څارنې د رییس سید عبدالله حمایت په خبره په هرات ولایت کې د روان مالي کال راهېسې پیل شوې او ۱۰ سلنه کاري پرمختګ هم لري؛ د ټرانسپورټ وزارت چارواکي یا دا چې د دې برخې د اطلاعاتو له وړاندې کولو ډډه کړې او یا هم نا خبره دي.

د دې محلي چارواکي په وینا د دې برخې کار د ۳۵ کیلومترو په اوږدوالي د چشت ولسوالۍ څخه د هرات تر مرکزه دوام لري او په پام کې ده چې تر دوو راتلونکو کلونو بشپړه شي.

نا تمامې ژمنې او نا معلوم برخلیک

سره له دې چې د ټرانسپورټ وزارت چارواکي د ګردن دیوال لوې لارې د تاریخي شالید په هکله معلومات نه وړاندې کوي؛ خو په مشرانو جرګه کې د بامیانو د استازی ښاغلی محمد اکبري په وینا دا پروژه د ۵۰ کلونو پخوانۍ ده او وايي چې د دې لویې لارې جوړول د محمد ظاهر شاه د سلطنت د وروستیو کلونو (۱۳۵۰لمریز) کال راهېسې په ځلونو ځلونو پیل شوې او بیا یې کار درېدلی دی.

ښاغلی اکبري وايي چې د دې پروژې کار ډېر په کرار مخکې ځي، دا یوه ملي پروژه ده چې د ټول هېواد په ګټه ده او ۱۳ ولایتونه ترې برخمن کېږي.

د ولسي جرګې له پخواني غړي محمد سرور جوادي سره له پرلپسې اړیکو سره سره بریالي نه شوو ځانګړي معلومات ترلاسه کړو، خو له دې وړاندې ښاغلي جوادي د لیګان په نامه وبلاګ کې د (سرګذشت پروژه ګردن دیوال) تر سرلیک لاندې یو لیکنه کې لیکلي دي چې په ۱۳۴۸لمریز کال کې د لومړي ځل لپاره -کله چې محمدظاهر شاه مرکزي ولایتونو ته سفر وکړ- خلکو ترې د ګردن دیوال لویې لارې د رغولو غوښتنه وکړه چې د ۱۳۵۵ کال راهېسې یې بنسټیز کارونه پیل او د ملا یعقوب تر کوتل پورې یې ډېری کارونه ترسره شول.

ښاغلی جوادي په خپله لیکنه کې زیاتوي چې د ۱۳۵۷ تر ۱۳۸۵ کال پورې د دې پروژې هېڅ یادونه نه کېدله چې بلاخره په ۱۳۸۵ کې د لومړي ځل لپاره د مرکزي ولایتونو ځینو استازو د پخواني ولسمشر حامدکرزي سره په یوه ناسته کې د دې پروژې د کار د دوام غوښتنه وکړه او د همدې کال په لړم میاشت کې یې د ولسمشر د (۳۲۹۶) شمېرې حکم پر اساس د ټولګټو وزارت د مالیې وزارت سره په همغږي د ۳ میلیونو امریکايي ډالرو په لګښت د سروي او ډیزاین کار پیل کړ.

د دې لویې لارې د جوړیدو له طرحې څخه د نیمې پیړۍ په تېریدو سره او د ملي یووالي حکومت د اوسنیو مشرانو او د مخکښو نوماندانو د پنځو کلونو وړاندې یوه ژمنه هم د دې لویې لارې جوړولو و، خو د ملي یووالي حکومت په بشپړیدو سره دا ژمنې نه دي عملي شوې.

د پیک ارزونې ښيي چې د دې لویې لارې یوازې د ۱۰۵ کیلومترو کار روان دی. همدارنګه د ۴۰ کیلومترو په اوږدوالي د لومړۍ برخې قرارداد فسخه شوی او تر اوسه یې له سره قرارداد نه دی شوی.

د اجراییه رییس مرستیال ویاند امید میثم د ډاکټرعبدالله عبدالله د دې ژمنې په هکله وویل: «یو ساعت وروسته مو که نظر درلود شریک به یې کړو.» خو د ساعتونو په تېریدو سره یې پرلپسې اړیکو ته ځواب ونه ویلو.

د دې ارزونې په پایله کې (د ګردن دیوال لویې لارې د نښلولو) په هکله د هېواد د اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله ژمنه نه ده عملي شوې او «نیمه ناسمه» ده.

خبریال: نعمت الله عزیزي