په روزنیزو بنسټونو کې حضوري فعالیت بند شو

کابل ـ ۲۸ کب ۱۳۹۸

د افغانستان حکومت اعلام وکړ چې ټول روزنیز بنسټونه( ښوونځي، پوهنتونونه، کورسونه او  وړکتونونه) دکرونا ویروس د خپرېدو له امله، تر یوې میاشتې رخصت دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د کب په ۲۴ د شنبې په ورځ په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې دغه ګام د عامې روغتیا، لوړو زده کړو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ګډ وړاندیز او  جمهوري  ریاست په منظورۍ دکرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه شوی.

بل پلو، د کورنیو چارو وزارت هم د کب په ۲۸ چهار شنبې په ورځ د یوې ابلاغیې په خپرولو سره، ټولو ورزشي، تفریحي ځایونو، هوټلونو، حمامونو، لمبوځایونو او نورو محلونو ته چې دخلکو د راټولېدو لامل کېږي، لارښوونه کړې چې د بلې ابلاغیې د خپرېدو تروخته، خپل فعالیتونه د کرونا وېروس څخه د خوندیتوب په موخه بند کړي.

دغه اعلامیه کې د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې: «پولیس به د کابل ښاروالۍ په همکارۍ، سرغړونوکې سره قانوني چلند وکړي».

هغه امر او اجبار چې په ټول هېواد کې یې ډېری ټولنیز رسمي اوغیر رسمي فعالیتونه ګډ وډ کړي دي.

په همدې حال کې، یو شمېر ښوونیزوبنسټونو د دغه کار هرکلی کړی او ځینو بیا بابېځه ګڼلي او د ابلاغیې له خپرېدو وروسته یې هم ورځنیو فعالیتونو ته دوام ورکړی؛ خو اوس د مسؤولینو له څارنې او د پیک خبریال له مشاهدې وروسته بند شوي دي.

په کابل ښار کې یوه غټ خصوصي پوهنتون دکب  په ۲۵ د یکشنبې په ورځ، د  حکومت  د ابلاغیې  له خپرېدو یوه ورځ وروسته، په داسې حال کې چې  سلګونه  محصلین په زده کړو بوخت او یا هم د  پوهنتون  په انګړ کې وو؛  د ورتګ دروازې ساتونکو او د  پوهنتون مسؤولینو د  پیک خبریال  کمرې ته د ننوتلو  او خبرو اجازه ورنه  کړه.

د دغه پوهنتون یو محصل سعید د  پيک خبریال ته وايي چې د پوهنتون مسؤلین د لوړو زده کړو وزارت سره  بحث کوي، څو فعالیتونوته  یې دوام ورکړي.

خو د لوړو زده کړووزارت  مرستیال حنیف فرزان وايي چې د مګړۍ په ټول هېواد کې هېڅ دولتي او خصوصي پوهنتون حضوري فعالیت نه لري او په  ځینو پوهنتونونو کې د انلاین زده کړې  زمینې د برابرولو هڅې  روانې دي.

ځینې روزنیز بنسټونه، د دغه  ملي او روغتیايي امر په  رعایت کولو او  حضوري ډول  د فعالیتونو بندولو سره،  پردې  باور دي چې د دغه ګواښ پروړاندې د انټرنټ له لارې د انلاین  فرصت  له  برابرولو سره مقابله وکړي او له  لرې روزنیزو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

کابل ښار کې د یوه خصوصي پوهنتون رییس کمال الدین  حامد وايي:

«استادانو ته مو لارښوونه کړې چې درسي مواد د سافټ  وېر په توګه چمتو کړي او محصلینو ته انلاین  تدریس وکړي».

څرنګه چې پرون د هېواد ولسمشر هم  د تصویري پیغام  له  لارې د هرات  ولایت سیمه  ییزو مسؤولینو (په هېواد کې د کرونا  ګواښ له امله د زیانمن ولایت په توګه) ټینګار  کړی چې  محصلینو  ته د انلاین  زده کړې زمینه برابره  کړي.

دغه  تدابیر په  خلکو کې د کرونا ویروس د وقایې او مخنیوي په  موخه، د پراخېدو په  حال کې دي چې د « کرونا وېروس» نه یوازې افغانستان بلکې سیمې او  نړۍ  کې هم  کې  د  جدي او  خطرناک ګواښ په  توګه، پېژندل شوی او د  مقابلې لپاره  یې جدي وقایوي تدابیر تر  لاس لاندې نیول  شوي دي.

د  نړیوال روغتیايي سازمان د معلوماتو له مخې، د کب ۲۶ دوشنبې تر ورځې د نړۍ ۱۵۸ هېوادونو کې په کرونا ویروس د اخته  کسانو شمېر ۱۷۳ زر او ۱۵۰ تنو ته رسېده  او نږدې اووه زره تنو په دغه ویروس باندې د اخته  کېدو له امله  خپل ژوند له لاسه ورکړی.د چین هيواد په  دغه ویروس باندې دنږدې  ۹۰ زره تنه  د اخته کېدو او له درې زره تنو مړینې سره،  په نړۍ کې دکرونا ویروس  باندې د اخته کسانو او قربانیانو په سرکې دی.

ایټالیا د ۲۵ زره کم کسانو په  اخته  کېدو او  له  زرو زیاتو کسانو مړینې سره، دویم ځایګي او  ایران د ۱۵ زره  اخته  کسانو په  اخته  کېدو او ۹۰۰ تنو  مړینې سره، د کرونا ویروس د اخته  کېدو له امله درېیم لوی هېواد دی چې تراوسه یې قرباني ورکړې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلام  کړی چې تراوسه د هېواد په  اووه ولایتونو کې د کرونا ویروس ۲۲  مثبتې پېښې په نښه  او  قرنطین شوې؛  خو له  نیکمرغه تراوسه هېڅ یو  وګړی په هېواد کې د ننه پردغې ناروغۍ د  اخته  کېدو له امله، نه  دی  مړشوی.  خو د کډوالو او راستنېدونکو  چارووزارت په دې وروستیوکې په ایران کې د لسو هېوادوالو د مړینې خبر ورکړی.

د  هېواد د عامې روغتیا وزارت مسؤولینو هم، د دغه ویروس د  خپرېدو یو عامل « له ګاونډي  ایران څخه د زیات شمېر کډوالو راستنېدل» بللي دي.

د راپورونو له  مخې،  هره ورځ له ایران  څخه ۱۵زره کډوال د هېواد  لوېدیځ (هرات) ولایت ته  راستنېږي او دغه وضعیت  د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د غې اندېښنې ته  په پام سره، دعامې روغتیا وزارت مرستیال  ویاند توحید شکوهمند د پيک خبریال ته وايي چې د روغتیايي سرغړونو مخنیوي او د حکومت  اعلاميې نه عملي کېدو سره، د کورنیو چارووزارت او  کابل ښاروالۍ، اجراايي مسؤولیت لري. هغه مسؤولیت  چې د کورنیوچارو وزارت او کابل  ښاروالۍ ویاندویانو د اجرايي  کېدو  د  څرنګوالي په اړه د پیک خبریال پرلپسې اړیکې ځواب نه کړې.

د  چارو ځینې شنوونکي هم پردې باور دي چې د هېواد په اساسي قانون او د اسلام مقدس دین کې د بیړني حالت وړاندوینه  شوې او په  داسې حالت کې باید ټول د ځان او ټولنې د خوندیتوب  لپاره د الهي احکامو پيروي وکړي.

د پوهنې وزارت ویاندې په دې اړه چې د هېواد په  ښوونځیو کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره  څه  تدابیر ترلاس لاندې لري،  د  پيک خبریال اړیکې ځواب نه کړې.

په همدې حال کې د پوهنې وزارت پخواني مرستیال او د رونیزو چارو  شنوونکی  صدیق پتمن  وايي چې د  پوهنې وزارت  کولی شي د عمومي ښوونځیو تدریسي پروګرام یوه میاشت وځنډوي او د سړو سیمو  مهال وېش  سره  سم یې، له غويي میاشتې  فعالیتونه پيل  کړي.

د ښاغلي  پتمن په وینا، خصوصي ښوونځي هم کولی شي د فعالیتونو د دوام په صورت کې، د پوهنتونونو په څېر د انلاین  لارې، زده  کوونکو  ته د زده  کړوزمینه برابره کړي.

د چارو دغه شنوونکی زیاتوي چې ټول  باید د ځان، کورنۍ او ټولنې خوندیتوب لپاره، د دغه نړیوال ګواښ پروړاندې ټولنیز او  وظیفوي  مسؤولیت ترسره  کړي او روغتیايي لارښوونې  هم  عملي کړي.

د  پوهنتون  استاد مسلم نعیمي، پردې باور دی، سره له دې چې «کرونا» نه بللې ښکارنده ده او نړۍ یې لړزولې؛ خو  د انسان نسل له  دې وړاندې هم  سختې ستونزې لیدلې او په  دې ډګر کې بریالی ؤ. نو دولت  او خلک  باید ټول د  حل لارې په  لټه  کې اوسي، څو دغه ننګونې په فرصت  بدلې کړي او  له  دغې وژونکې ښکارندې ونه ډار شي.

خبریال: عبدالمطلب  فراجي