ضرب الاجل پای ته ورسېد؛ هېڅ دېوال لرې نشو

کابل ۱۳۹۹ـ زمری ـ ۲

له کلونو راهیسې کابل ښاریان، د زور واکو، حکومتي چارواکو او ځینو بنسټونو لخوا د ښار د واټونو او کوڅو له بندېدو شکایت کوي، خو تراوسه د دغو خنډونو د لرې کولو لپاره هېڅ بنسټیز کار نه دی شوی.

سره له دې چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، په دې وروستیو کې د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ په ۹ امنیتي بنسټونو ته لارښوونه وکړه چې له واټونو څخه ټول ترافیکي خنډونه او دیوالونه لرې شي او له دې وروسته دې حکومتي چارواکو ته خط السیر ونه نیول شي؛ خو تراوسه د دغو دیوالونو د لرې کولو او خط السیر د له منځه وړو لپاره عملي ګام نه دی پورته شوی.

ښاغلي غني دغه راز، د هېواد له امنیتي چارواکو غوښتي چې د لارښوونې له اعلام  درې اوونۍ وروسته، په دې اړه د عملي اجرااتو راپور جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.

په داسې حال کې چې امنیتي مسؤولین، له واټونو څخه د خنډونو او دیوالو د لرې کولو د طرحې په اړه د کار خبره کوي؛ خو د ټاکل شوي درې اوونیز ضرب الاجل په تېرېدو سره، د کابل ښار څېره کې بدلون نه دی راغلی او د ښار په ډېرو واټونو کې، تراوسه کانکریټي دیوالونه او خنډونه شته.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې د کانکریټي دیوالونو او خنډونو لرې کول، د کابل ښار امنیتي تړون پروګرام یوه برخه ده او خلکو سره د نږدې همغږۍ له لارې به پیل شي:«په لومړي قدم کې  د حکومتي چارواکو او بنسټونو څخه یې پیلوو چې خلک وګوري موږ قانون پر ځان تطبیق کوو او بیا خصوصي برخې ته ځو».

ښاغلي ارین، په دې اړه د ترافیکو پولیس ځواب ویوونکي بولي؛ خو د کابل ښار ترافیکو مسؤولینو، دغه مسؤولیت دولتي چارواکو او زور واکو سره تړاو کې بللی، زیاتوي چې د کورنیوچارو وزارت له مرستې پرته، دغه کار د دوی له وس نه پورته دی.

د کابل ښار ترافیکو د تاسیساتو مدیر سمونیار سید محمد چې د ترافیکو په استازولۍ یې خبرې کوي، وايي چې د پولیسو ترافیک چارواکو او زور واکو ته د خط سیر د نیولو په برخه کې هېڅ ونډه نه لري او خپل وسله وال یې، سړکونه بندوي او خط سیر نیسي.

ځینې کابل ښاریان هم د ښار په واټونو او کوڅو کې د ترافیکي خنډونو پراختیا او جوړولو او دولتي چارواکو ته د خط السیر نیولو له امله د لارو بندېدو څخه ستومانه شوي او امنیتي مسؤولین د خلکو امنیت ټینګښت او پروړاندې یې د خنډونو د لرې کولو په برخه کې په بې وسۍ تورنوي.

د کابل ښار درېیمې ناحیې اوسېدونکی ۴۵ حبیب الله وايي چې ورځ تر بلې د کابل ښار واټونو کې د لارو بندېدل زیات شوي او ځینو چارواکو او زور واکو د خنډونو د لرې کولو پرځای، حتی کوڅې د کانکریټي خنډونو په اېښودو سره، د سیمې د خلکو پرمخ تړلې دي.

نوموړی وايي هرچا حق ناحق په کوڅو کې کانکریټي خنډونه اېښي دي:

«که چېرې همدغه کوڅې او فرعي سړکونه پرانیستي وي، سړکونو کې راه بندان نه کېږي».

د کابل ښار شپږمې ناحیې اوسېدونکی نقیب الله چې نیم عمر یې موټر چلولی، زیاتوي چې د لارو، واټونو او حتی کوڅو د بندېدو له امله، موټرچلول ورته ستونزمن شوي دي: « هر زور واکي او دولتي چارواکي د یوه دفتر یا خپل کور لپاره یو سړک بند کړی، څوک نشته چې پوښتنه وکړي چې ولې…؟».

د کابل ښار دغه اوسېدونکی زیاتوي چې ډیرو خلکو پانګه پیدا کړه او ښاري شول؛خو د ښاري ژوند اخلاق  چې د ښاري ټولنې اساسي اړتیا ده، تراوسه یې نه دي زده کړي.

هغه څه چې د ټولنیزو چارو کار پوه، ګل پادشاه بینا یادوي وايي چې وطن مور ده او د بیا رغاونې په برخه کې یې باید ټول هڅه وکړي: «چا چې د انسانیت په ښوونځي کې درس لوستی وي، د ښار کوڅې او واټونه نه بندوي».

ښاغلی بینا زیاتوي چې وطن ته خدمت او ورسره مینه کول، د ایمان یوه برخه ده؛ خو په خواشینۍ سره چې زیات شمېر  (د خدای جل جلاله ) قانون باندې عمل نه کوي، نو د ولسمشر لارښوونه (د بنده حکم) خو پرځای پرېږده.

د ټولنیزو چارو دغه شنوونکی خبرداری ورکوي؛ تر هغې چې دولت او خلک د یو بل په مرسته د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ لپاره کار ونه کړي، دغه ستونز ه او خنډونه به د خلکو له مخې لرې نشي.

خو اصلي پوښتنه دلته ده چې ایا بنسټونه، حکومتي چارواکي او زور واکي دغې همغږۍ او سرښېندنې ته به حاضر شي؟

هغه پوښتنه چې د ولسي جرګې ځینې غړي یې په ځواب کې وايي: «د دغې لارښوونې د عملي کولو لپاره، اړتیا ده چې لومړي قدم کې، ولسمشر او کابینه یې له خپل ځان نه پیل کړي او له هغې وروسته، له نورو د دغې لارښوونې د عملي کولو تمه ولري».

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې روبینا جلالي وايي دغه لارښوونه د یوه شعار په بڼه پاتې نشي او ولسمشر باید په حتمي توګه د عملي کولو لپاره یې، له ځان نه پیل کړي.

اغلې جلالي زیاتوي چې خلکو منځ ته ورتګ د صمیمیت رامنځ ته کېدو او د لارو بندېدل د تاوتریخوالي او دولت څخه د لرې والي لامل کېږي. د نوموړې په وینا: «که مو څه نه وي خوړلي، نه ډارېږو».

بل پلو، په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازی سید اشرف الدین عیني هم نا امنۍ د افرادو اوچارواکو لخوا د لارو بندېدو مهم دلیل بللی او له حکومت  څخه غواړي چې د یوه ښار امنیتي منظم ستراتيژیک پلان په جوړولو سره، د دغو خنډونو د لرې کولو  په  برخه کې باید اقدام وکړي.

کابل ښار د بل هر وخت په  پرتله، د امنیتي ګواښونو  د زیاتوالي له  امله، د کانکریټي دیوالونو ، ترافیکي خنډونو او سختې ترافیکي ګڼې ګوڼې سره مخ دی او له  دې وړاندې څو  ځلې د حکومت لخوا ژمنه  شوې چې د کابل ښار څېره  به د دغو خنډونو په لرې کولو سره  بدله  کړي.

درې کاله مخکې هم کابل ښاروالۍ د ښار له  واټونوڅخه د امنیتي دیوالونو د  لرې کولو کمپاین پيل  کړ؛ خو له لږ ځنډ وروسته دغه کمپاین د ناڅرګند دلیل له مخې بند شو.

اوس هم  د کابل ښاروالۍ  د نشراتو  رییس نعمت الله بارکزی وايي چې د کانکریټي دیوالونو  او ترافیکي خنډونولرې کول، د امنیتي وضعیت  مطالعې ته اړتیا لري او پردغه  پروګرام باندې اوس هم ګډ کار روان  دی.

 خبریال: شاه محمود اندیشور