د قرنطین دویمه طرحه، پایله یې برعکس

کابل ـ ۱۳۹۹ چنګاښ ۱۸

په هېواد کې د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي په موخه، د کسب او کار تنظیم (قرنطین) څخه نږدې یوه میاشت تیریږي؛ خو د هرې ورځې په تېرېدو سره، په ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه د ټولنیز واټن له رعایت او ماسک له نه اچولو سره ډېرېږي.

«د کرونا له امله د فلاکت پړاو کې د کسب او کار د تنظیم طرحه» د روان کال غبرګولې په ۱۸ د کرونا پروړاندې د مبارزې د څارنیزې کمېټې لخوا اعلام شوه. هغه کمیټه چې پکې د عامې روغتیا، کورنیو چارو، کار او ټولنیزو چارو وزارتونه، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، د کابل والي او د خصوصي سکټورونو استازي یې د تطبیق څارنې غړي دي.

په عمومي ځایونو کې د ماسک اچول، د دوه متر واټن رعایت کول، په کور کې د ډېر عمر لرونکو کسانو پاته کېدل،  د دغې طرحې له مهمو برخو الزامي بلل شوي وو. خو پوښتنه دلته ده چې (خلکو او مسؤولینو) دواړو د دغې طرحې الزامیت څومره جدي ګڼلی دی؟  هغه پوښتنه چې حتی مسؤول بنسټونه او د دغې طرحې ناظرو په دې اړه قانع کوونکی ځواب نه دی وړاندې کړی.  د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې د دغې طرحې تطبیق، یوازې د دغه وزارت مسؤولیت نه دی او عمومي مشارکت ته اړتیا لري. نوموړی زیاتوي:« د دغې طرحې تطبیق له سراسري مشارکت پرته ستونزمن دی، خو کرار کراربه عملي شي.»

ښاغلي ارین په داسې حال کې د خلکو له مشارکت سره په تدریجي ډول د تطبیق خبره کوي چې د هېواد په ملي شورا کې د ځینو استازو په باور، برعکس هره ورځ پرحکومت باندې د خلکو د بې باورۍ له امله نه پاملرنه او ګڼه ګوڼه زیاتېږي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې سایمه خوګیاڼۍ وايي:«دا عادلانه نه ده، د خلکو ستونزې په پام کې نه دي نیول شوې او له دغې طرحې سره که چېرې خلک کرونا مړه نه کړي، لوږه به یې مړه کړي.»

  د خلکو د دغو استازو په وینا، له یوې خوا ناوړه اقتصاد او د سرچینو د سم مدیریت نشتوالی، د دې لامل شوی چې خلک پر حکومت باور ونه کړي او د ګرځېدو د محدودیت دغې طرحې ته هم پام ونه کړي.

په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازی شرف الدین عیني هم په بې اوبو او بې ډوډۍ خلکو باندې د اوونیو او میاشتو قرنطین دوام، د وزلو خلکو له خولې د ډوډۍ تښتولو په مانا بولي او حکومت د کرونا پروړاندې د مبارزې په برخه کې د بهرنیو مرستو مدیریت په برخه کې په بې وسۍ تورنوي.

نوموړی، دغه راز له خلکو غواړي چې د ځان او کورنۍ د خوندیتوب لپاره، روغتیايي لارښوونې په پام کې ونیسي او ټولنیز واټن رعایت کړي.

هغه غوښتنه چې د کابل ښار د شپږمې ناحیې اوسېدونکی ۵۷ کلن محمد امان په وینا خپله یې نشي عملي کولای.

دغه بې وزلی چې له یو ټایره کراچۍ سره، د کابل ښار بازارونو کې د ورځې حتی ۱۰۰ افغانۍ هم نشي ګټلی؛ د نهه کسیزې کورنۍ یوازینی نفقه برابرونکی دی چې د شپې ورځې ډوډۍ له پیداکولو پرته، بل غم نه لري.

*کله چي د لسو ډوډیو پیسې نشم پوره کولای، له کومه یې کړم چې په لس یا شلو افغانیو ماسک واخلم».

۲۷ کلن عبدالله چې د کوټه سنګي په بازار کې د ترکارۍ په اخیستو بوخت دی؛ نه یې ماسک اغوستی ا و نه یې دوه متره واټن رعایت کړی او په کرونا ویروس باندې چندانې باور هم نه لري. نوموړی وايی چې نور قرنطین نشته او نشي کولای چې هره ورځ ماسک واخلي.

په ښاري موټرو کې د فزیکي واټن نه مراعات کول، په پلازمینه کې د قرنطین د نقض موارد او ننګونه بلل شوې ده.  څرنګه چې د کابل ښار ترافیکو مسؤولینو د کال په لومړیو درې میاشتو کې د جریمې عوایدو د زیاتوالي خبره کړې ده.

د کابل ښار ترافیکو د تاسیساتو مدیر سمونیار سید محمد د پیک خبریال ته وویل چې د قرنطین په دغه موده کې یوازې د موټر چلوونکو د جریمې پیسې له ۱۱ میلیون افغانیو زیاتې دي او دغو جریمو په موټر چلوونکو باندې ښه اغیز کړی دی.

ښاغلي سید محمد په دې اړه نور جزییات ورنه کړل؛ خو د دغه بنسټ مسؤولینو په قول د ځینو ورځپاڼو راپورونه ښيي چې د تېر کال په ورته موده کې د چلوونکو له جریمې ترلاسه شوي عواید، د ورځې سل تر درې سوه زره افغانیو وو.

په همدې حال کې د کابل والي ویاند ناصر مهري وايي چې په کراتو خلکو ته خبرداری ورکړل شوی؛ خو تراوسه څوک نه دي جریمه شوي او دوی غواړي چې د عامه پوهاوي، لارښوونو او خبرداري له لارې، خلکو سره چلند وکړي.

په داسې حال کې چې د قصد، سهوې یا خطا له مخې، د خطرناکو ناروغیو خپرول، د هېواد د جزا په کود کې جرم بلل شوي او عاملین یې په زندان او کم یې تر درې زرو افغانیو په جریمه محکوم شوي دي. (د جزا کد لومړی څپرکی ۸۱۷او ۸۱۸مادې)

ښاغلی مهري، د قرنطین طرحې ته پاملرنه، د خلکو یو مسؤولیت بللی او د پلازمینې له ټولو اوسېدونکو غواړي چې د ځان، کورنۍ او نورو د خوندیتوب لپاره ټولنیز واټن مراعات کړي.

خبریال: شاه محمود اندیشور