د هاروارډ پوهنتون: «اجمل احمدي، زموږ فارغ التحصیل دی.»

کابل ــ د ۱۳۹۸ د مرغومې ۲۶

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست  وزیر اجمل احمدي د ماسټرۍ  سند د  امریکا د هاروارډ پوهنتون څخه دی؛ خو د افغانستان د لوړو زده کړو په وزارت کې ثبت نه دی.

یوه اوونۍ وړاندې، د ځینو کورنیو رسنیو لخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست وزیر د تحصیلي سند د نه لرلو په اړه راپورونه خپاره شول چې له دې سره سم، د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر اجمل احمدی له غبرګون سره هم مخ شول.

ښاغلي احمدي پر خپله ټویټر پاڼه د تحصیلي سندونو له خپرولو سره، خپاره شوي راپورونه ناسم و وبلل او ویې لیکل:«د حقایقو د روښانه کولو لپاره، تحصیلي سندونه مې چې دواړه د هاروارډ پوهنتون څخه دي، شریکوم او اړتیا نه لرم چې جعل وکړم.»

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر اجمل احمدي د ژوند لیک په یوه برخه کې چې د دغه وزارت  رسمي ویبپاڼه کې خپاره شوي راغلي چې ښاغلي احمدي د ماسټرۍ دورې زده کړې د ادارې او تجارت په برخه کې د امریکا هاروارډ پوهنتون کې کړې دي.

د احمدي لخوا د وړاندې شویو سندونو په ډله کې، یو هم د امریکا متحده ایالاتو هاروارډ پوهنتون څخه د ادارې او سوداګرۍ په برخه کې د ماسټرۍ سند دی چې په وینایې د بوختیاوو او هیرېدو له امله تراوسه نه ده توانېدلی چې د لوړو زده کړو وزارت ته یې واستوي.

هغه سند چې د امریکا هار وارډ پوهنتون د پیک خبریال د برېښنا لیک په ځواب کې تاییدوي او کاږي چې اجمل احمدي د ۲۰۰۸ کال جولای کې د ماسټرۍ سند له دغه پوهنتون څخه ترلاسه کړی دی.

سره له دې چې د لوړو زده کړو وزارت، په دې اړه له ځواب ویلو ځان پر شا کوي او موضوع د دغه وزارت د ارزونې رییس ښاغلي شهیر زاده ته سپاري. خو د ارزونې رییس کله چې د پیک خبریال مرکې لپاره خپل کاري دفتر ته ورغواړي مرکې ته نه حاضرېږي  او د (اف دریکارډ) په ډول مني چې په دغه نوم او د ماسټري سند دوی سره ثبت نه دی.

په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته د لوړو زده کړو وزارت په یوه رسمي لیک کې چې کاپي یې د پیک خبریال ته رسېدلې، راغلي: «د سوابقو د ملاحظې له مخې، د صنعت او سوداګرۍ د نوماند وزیر اجمل احمدي د تحصیلي اسنادو ارزونې په اړه کوم سند نه ده ملاحظه شوی.»

په دغه لیک کې د صنعت او سوداګرۍ له وزارت څخه غوښتل شوي چې د ښاغلي احمدي تحصیلي اسناد د څېړنو لپاره دغه بنسټ ته واستوي؛ خو د درې میاشتو په تېرېدو سره دغه لیک ته ځواب نه ده ورکړل شوی.

په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس ذکرالله فرزه يي وايي چې درې ځلې یې د سوداګرۍ وزارت ته لیک واستوه، خو په درېیم ځل یې د ښاغلي احمدي د ماسټرۍ سند کاپي وړاندې کړه.

ښاغلی فرزه یي زیاتوي:«د ښاغلي احمدي د ماسټرۍ سند مو د لوړو زده کړو وزارت ته واستوه، ځواب راغی چې په ارشیف کې نشته او دویم ځل لپاره مو د سوداګرۍ له وزارت څخه وضاحت وغوښت چې تراوسه یې ځواب نه ده راغلی…»

د لوړو زده کړو او پوهنې د فرهنګي کمېسیون منشي عبدالرزاق هاشمي په دې اړه بې خبري څرګنده کړې.  د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر اجمل احمدي سره د پیک خبریال اړیکې ټینګې نشوې؛ خو د دغه وزارت ویاند د پیک خبریال ټیلیفوني اړیکې په ځواب کې وايي چې وزارت د رتبه بهر سیاسي بست دی او د نوماند وزیر تحصیلي سند هم لوړو زده کړو وزارت پورې تړاو نه لري.

د دغه وزارت ویاند سمیر رسا په داسې حال کې چې د ښاغلي احمدي تحصیلي سند لرل او نه لرل، د خبري ارزښت پرته بولي، زیاتوي:«د سیاسي بستونو اسناد یوازې ولسمشر څېړي، نه د لوړو زده کړو وزارت…»

هغه څه چې د ځینو شنوونکو او حقوق پوهانو لخوا غیر قانوني او ناسم بلل شوي دي.

د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې غړی، وحید فرزه يي وايي د لوړ پوړو حکومتي چارواکو تحصیلي سندونه د جمهوري ریاست لخوا نه، بلکې د لوړو زده کړو وزارت ته راجع کېږي، څو وڅېړل شي.

څېړنې ښيي چې د صنعت او سوداګرۍ نوماند وزیر اجمل احمدي د ماسټرۍ سند تر یوه حده سم دی او باید د لوړو زده کړو وزارت کې ثبت شي.

خبریال: عبدالمطلب فراجي