د تېرکال جرګې یوازې ۵۷ سلنه مشورې عملي شوې دي

کابل ـ ۱۳۹۹ زمري ۲۰

په داسې حال کې چې ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې پرانیستې وینا کې، د تېرکال مشورتي لویې جرګې ۹۰ سلنه پرېکړو د عملي کېدو خبره کړې؛ خو د پیک موندنې ښيي چې له دغو پرېکړو یوازې ۵۷ سلنه یې عملي شوې دي.

د تېر کال (۱۳۹۹ غويي ۱۴) لویه مشورتي جرګې د سولې بهیر په اړه له پينځه ورځني بحث وروسته، په ۲۳ مادو کې یو پرېکړه لیک صادر کړ چې له دې جملې دوه بنده یې (۱ او ۲۰) بندونه یې د لویې جرګې د غړو ژمنې او مسؤولیتونه بیانوي، ۱۳ بندونه یې عملي شوي او ( ۲،۳،۴،۶،۷،۹،۱۵،۱۶ او ۱۸) بندونه یې نه دي عملي شوي.

د تېرکال لویې مشورتي جرګې ۱۳ بندونه چې عملي شوي دي:

  1. جمهوریت ساتل؛

۸.د امنیتي او دفاعي بنسټونو پیاوړتیا او ساتنه؛

۱۰.له افغانستان څخه په مسؤولانه ډول بهرنیو ځواکونو وتلو لپاره د مهال وېش ترتیب او تنظیم؛

۱۱.د سولې پروسې مخ ته وړلو لپاره ملي او سیاسي اجماع؛

۱۲.له هغو مخکې شرطونو ډ ډه کول چې مستقیمې خبرې محدودوي؛

۱۳.د دواړو خواوو له اسیرانو سره ښه چلند؛

۱۴.نړیواله او سیمه ییزه اجماع؛

۱۷.د سولې عالي شورا کې اصلاحات؛

۱۹.د طالبانو د مشروع غوښتنو په نښه کول؛

۲۱. د سولې خبرو له پرمختګ څخه د جرګې د غړو خبرول؛

۲۲.د جګړې د دوام او زیاتوالي مخنیوي لپاره هڅې؛

۲۳. د دغه پرېکړه لیک چاپ او خپرول؛

هغه نهه بندونه چې تراوسه عملي شوي نه دي:

۲.جرګې له طالبانو وغوښتل چې له دښمنۍ لاس واخلي او د وطن ابادولو لپاره کاروکړي؛

۳.له اسلام څخه واحد قرات؛

۴.دایمي او ژر اوربند؛

۶.داساسي قانون ساتل؛

۷.د وینا ازادۍ پیاوړتیا او ساتل؛

۹.په افغانستان کې د طالبانو سیاسي دفتر پرانیستل؛

۱۵.د سیمې هېوادونو د لاسوهنې په صورت کې، ملګرو ملتونو کې د شکایت درج کول؛

۱۶.د دغې جرګې مشورو په پام کې نیولو سره، د ټول شموله او جامع پروګرامونو جوړول او عملي کول؛

18.مرکچي پلاوي کې د معلولینو او لږکیو شاملول.

دغه دوه بندونه د لویې جرګې غړو مسؤولیتونو اړوند دي:

۱.په هېواد کې پایداره سولې ته د لویې جرګې غړو ژمنتیا؛

۲۰. سیمې او ځایونو ته د بېرته ستنېدو پرمهال د سولې پیغام رسول؛

په همدې حال کې ځینو کسانو چې په دواړو مشورتي جرګو کې برخه اخیستې، دغه جرګې یې نمایشي بللې، زیاتوي چې مشوروته یې پام نه دی شوی  او د یادې جرګې د نه قانوني والي له امله نشي کولای د حکومت له غاړې ونیسي.

 په لویه جرګه کې د هلمند د خلکو استازی یوسف خان خادم او د بامیان ولایت حاجي محمد حسن اضغري کوم چې په دواړو جرګو کې یې برخه اخیستې، وايي چې مشورې یې په نسبي ډول عملي شوې دي.

په همدې حال کې، د حقوقي چارو کارپوه وحید فرزه ای، د لویې جرګې جوړول، زندانیانو ازادول، له ۹۱ کود څخه لګښت د افغانستان اساسي قانون نقض له ښکاره مواردو بولي.

ښاغلی فرزه يي زیاتوي چې د ټولنیزو رسنیو قانون کې تعدیل (چې وروسته، د رسنیو مسؤولینو او مدني فعالانو د غبرګون له امله لغو شو) او د روان کال لویه جرګه کې د یوه ځوان د خولې بندول او … د وینا ازادۍ خفه کولو ښکاره نقض دی.

سره له دې چې د دغه پرېکړه لیک په اتلسمه ماده کې د سولې خبرو مرکچي پلاوي کې د لږکیو په شمولیت ټینګار کوي؛ خو په ولسي جرګه کې د هندوانو او سیکهانو استازی نریندر سنګ خالصه وايي: «تراوسه څوک نه دي معرفي شوي او موږ هڅه کوو چې حکومت یو څوک معرفي کړي».

په همدې حال کې جاوید کوهستاني د مشورتي جرګې په پرانیستغونډه کې د ولسمشر خبرې عوام فریبانه بللې، زیاتوي کله چې ولسمشر خپلې ګټې له ګواښ سره مخ وویني، نو د داډول نمایشي جرګې په جوړولو یې لاس پورې کړی، غواړي خپل قدرت ته دوام ورکړي.

سره له دې چې و مو غوښتل په دې اړه د جمهوري ریاست نظر هم ولرو؛ خو د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

د تېرکال مشورتي جرګې ځینې غړي هم په داسې حال کې د نمایشي جرګو خبره کوي چې حکومت په دې وروستیو کې د ۴۰۰ طالب بندیانو خلاصون په اړه د پرېکړې نیولو په موخه بله لویه جرګه جوړه کړه او پایلې په ۲۵ مادو پرېکړه لیک کې خپاره شوي دي.

خبریال شاه محمود اندیشور